بلوڅ بیلتون پالو بلوچستان کې پاکستاني عسکر او ۹۰ میلیونه روپۍ له ځان سره وړې دي

د پاکستان ډان ورځپاڼې د معلوماتو له مخې تېره ورځ د بلوچستان خضدار ولسوالۍ زهري سیمه کې وسله والو د اتو ساعتو لپاره د امنیتي ځواکونو مرکز او حکومتي ودانۍ تر ولکې لاندې راوستې وې او یو شمېر ملېشه ځواکونه او تر ۹۰ میلیونو پورې کلدارې یې ځان سره وړې دي.