د پاکستان په پنجاب کې د یو کور دننه د اور لګېدو له امله د ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هیواد د پنجاب ایالت د «منډي بهاءالدین» ولسوالۍ په یوه کور کې د اور لګېدو له امله د څلورو ښځو او یوې نجلۍ په ګډون شپږ تنه مړه شوي دي. پولیسو ویلي، چې په دې پېښه کې اوه تنه نور تپیان هم دي.