معترضې مېرمنې: ژولیا پارسي د طالبانو په بند کې له «ظالمانه» ذهني او فزیکي شکنجو سره مخ وه

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو په درې میاشتني بند کې د فزیکي سختو شکنجو له امله د ژولیا پارسي د غوږ پرده سخته زیانمنه شوې ده. د ښځو دغه غورځنګ وايي، چې طالبانو هغه په زندان کې سخته ځورولې ده.