د کلفورنیا د لاس انجلس په اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۲۴ ته لوړ شو

د ځنګلي اورلګېدنې د شپږمې پرله پسې ورځې پر دوام الجزیرې راپور ورکړی؛ چې د امریکا د کلفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو. د دغې اورلګېدنې له امله لاهم لږ تر لږه ۱۶ کسان لادرکه دي.