طالبانو د حبیبي د نیول کېدو په ردولو سره د امریکايي بندیانو د خوشې کېدو خبرې پېچلې کړې دي

اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استوګنې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د نیول شویو درېیو امریکایي وګړو له کورنیو سره خبرې وکړې.