په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۴۵ تنه فلسطینیان وژل شوي دي

پر غزې د اسراییلي پوځیانو په تازه بریدونو کې شاوخوا ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د غزې په شمال کې د اسراییل د کلابندۍ په سلو ورځو کې شاوخوا پنځه زره فلسطینیان وژل شوي او نهه نیم زره نور ټپیان دي.