هیچا ونه پوښتل چې دا کیسه له کومه ځایه راپیل شوې ده؟ هیچا په دې بحث ونه کړ، چې پخپله کوربه (پاکستان) په دې کې څه او څومره ونډه لرله او څنګه یې د افغانستان او ټولې لرو بر افغانمېشتې جغرافیې د نجونو او هلکانو د عصري زدکړو په استخباراتي او پوځي امکاناتو بندې کړې؟ له دې کیسې یې نن و سبا پنځوس کاله تیریږي. په دې غونډه کې چا هم ونه ویل چې پاکستان څنګه د مذهبي توندلارۍ د روزلو له برکته په اټومي ځواک بدل شو؟ او تر نن پورې مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره د ګټې وټې تر ټولو لویه وسیله ده.
اصلي کیسه دا وه، چې ښکېلاکي واکمنیو ته د زبېښاکي بشرپوهې یوه زړه سپارښتنه په ښکېل کړای شویو زمکو او هېوادونو کې د خپلواکۍ غوښتنې د ځپلو لپاره توندلارۍ ته لمن وهل وو، چې په مرسته یې خلک په خپلمنځي شخړو کې ښکېل کړي. قومي، طبقاتي، مذهبي او نورې شخړې یې پېښولې. له هندوستان څخه رانېولې تر منځني ختيځ پورې د ویښتیا او روښانتیا د غورځنګونو تر سرراپورته کولو روسته دوی د ملتپالو جریانونو ځواکموندنې ووېرول. دوی لیدل، چې د ملتپالنې اور د یوه خپلواکيغوښتونکي ځواک په توګه په چټکۍ سره خپرېده. تر دې روسته چې په ۱۹۱۹ کې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، دغه کوشنی هېواد د سیمې د مسلمانانو او خپلواکيغوښتونکیو د پام وړ وګرځېد. هندوستاني خپلواکيغوښتونکیو خپل جلاوطنه دولت په کابل کې جوړ کړ او د عثماني خلافت ارمانجنو اعلیحضرت امان الله شاه غازي ته په افغانستان کې د اسلامي خلافت د بیا ژوندي کولو سترګې راواړولې. انګریزانو چې دا ځواک لا وخته پېژانده لوی افغان ملت یې د ډیورند کرغېړنې کرښې په وسیله وارله مخه لا ویشلی و. له همدې ځایه یې د دې کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ د ملتپالنې د روحیې او مدني ویښتیا و روښانتیا له خپرېدو څخه غوني زېږه شول او د دغو مختګونو مخه یې ډب کړه.
هغه مهال انګریزانو افغان ملتپالنه په مذهبي توندلارۍ او شخړو ځپل او د روستهپاتې ساتلو لپاره له ښوونځي، رسنیو او مختګ راوستونکیو اقتصادي - ټولنیزو اصلاحاتو مخنیوی کاوه. افغانان باید په ارتجاعي توګه بېرته د ډبرپېر زمانې ژوند و فکر ته ورستانه شوي وای. تکفیر او تکفیري زهاد و شیوخ د دوی لپاره تر ټولو غوره وسله ښکارېده او د واک و ځواک تږې تیاره مرتجعین یې لښکر ګاڼه، په دې توګه یې په دغو دوو قوتونو اماني نهضت، مشروطیت او سمونغوښتونکی خوځښت ګردسره ناکام کړل.
د شوروي په سر راپورته کولو، چې نړۍ دوهقطبي شوه او پانګوالې نړۍ په دغه نوي سیال پسې راواخیسته نو د سړې جګړې تر ټولو لویه وسله و وسیله هم مذهبي توندلاري شوه، په تېره بیا چې معتقدو او اسلامي ټولنو لیدل، چې کومونیستي شوروي وچه کلکه ماتریالیستي نظریه خپروي.
د برېژینسکي – کارتر دکترینو پر افغانستان تمرکز وکړ او شوروي هم چې مخ په سهیل را څښېده په دې تلک کې ګیر شوه. شوروي وپرځېده. نړۍ بېرته یوقطبي شوه، خو د سړې جګړې پاتې شوني تر اټومي فضلاتو ډېر ګواښمن او وژونکي لا په سیمه کې پاتې وو. د افغان وسلهوالو ډلو تر څنګ زرګونه عرب، پنجابي، چین و چیچني و نور نړیوال جنګیالي. له القاعدې رانیولې تر داعش پورې څرمنبدلوونکي سازمانونه چې په ګڼو نظریاتي – فقهي اختلافاتو کې سره ښکېل او یو بل ته لاس په ماشه ناست وو. امریکا ولاړه او دا ډلې یې دلته په افغانستان او تر ډیورند کرښې پوره غاړه افغانمېشته خاوره کې پرېښودې.
دا ډلې دلته وې او انګریز -امریکايي کړیو یې په اړه دوه ډوله فکر کاوه، لومړی دا چې په خپلومنځونو کې یې دومره سره وجنګوي چې لویدیځ ته د یوه ګواښ په توګه له منځه ولاړې شي، د دوی د جګړو لپاره وړیا جغرافیه هم افغانستان، پښتونمېشته سیمې، د منځنۍ اسیا څنډې، سینکیانګ و منځنی ختیځ و ټاکل شو. دویمه نظریه دا وه، چې نړۍ به یو قطبي پاتې نهشي. چین، روسیه، هیند، شمالي کوریا و ځینې سیمهییز پراختیا غوښتونکي لکه ایران و تورکیه لا پاتې دي او ښايي هریو د اقتصادي امکاناتو په موندلو سرراپورته کړي او یو ځل بیا به لویدیزو پانګوالو ته اړتیا پېښه شي، چې خپل دغه زاړه یاران د نویو سیالانو په وړاندې وکاروي. دا ډلې د دوی لپاره د منځني ختیځ په زړو شخړو کې هم پکارېدل، د اسرائیلو او عربو ترمنځ له شخړې څخه راوتي تېل هسې هم لویدیځ ته روان و او د دغو تېلو د راایستلو لپاه دایمي شخړه په کار وه او مذهبي توندلاري اورپکي د دې شخړې یوه لوري ته تومنه ورکوله. د مذهبي توندلاري ګټه لویدیځ او هغو سیمهییزو هېوادونو ته رسېده، چې د دوی په روزنه، پالنه، وسلوال کولو او لوبولو بوخت و، خو قربانیان یې افغانان او افغانستان وو.پاکستان او پوځي استبلېشمېنټ یې په نړیوال کچ د دغو ډلو د روزنې و پالنې و لوبولو کاروبار په ټېکه اخیستی و. پاکستان دغه ټېکه په ۱۹۷۰ لسیزه کې واخیسته او په ۱۹۹۰ کې یې له برکته په اټومي هېواد بدل شو. د مذهبي توندلارو ډلو کاروبار یوازې د پاکستان لپاره نغده ګټه نه راوړله، بلکې خپل دوه ګاونډي سیالان (هند و افغانستان) یې هم پرې داړل و ډارول.
پاکستان د هند دوښمن و او په کشمیر کې یې ورسره پوځي شخړه لرله، هندوستان چې په سیمه کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده لرله نهغوښتل له پاکستان سره په مخامخ جګړه کې د خپلې اقتصادي ودې بهیر ته زیان ورسوي، پاکستان د هند له دغه ستراتيژيک زغم څخه ګټه کوله او په مذهبي توندلارو اورپکو یې ناامني ورپېښوله. له بلې خوا یې د همدې ډلو په مرسته د افغانستان په لور د فارورډ پالیسي او څښنده نیواک بهیر پرمخ بیوه. په پاکستان کې د سړې جګړې د دوران یوه داسې لویه زېربنا پاتې وه، چې تر لسیزو پورې یې پرې خپل دواړه ګاونډي ګواښلی شو، شپېته زره مدرسې د هغو له پوځي و استخباراتي مدیریت سره، په زرګونه عربي معهدونه، پرېمانه وسلې او روزل شوي اورپکي، بېڅښتنه پښتونمېشته جغرافیه چې که یې هستوګن هرڅومره وژل شوي وای څوک یې د پوښتنې نه وو او پاکستاني واکمنو یې پروا نه لرله، په تېره بیا چې کتل یې دغه نالوستي، له عصري و ښاري ژونده لرې ساتل شوي، ریښتیني، مومن او ساده ولسونه ډېر ژر د استخبارتي زهادو او شیوخو تر دم او چُف لاندې مذهبي توندلارۍ ته ورښویېدلای شي. پاکستان مذهبي توندلاري د ټولو افغانانو د ملتپال تفکر په وړاندې هم جنګوله، ځکه پاکستان د هندوستان له اټومي ځواک څخه دومره نهوېرېده، لکه په لرو بر کې له افغان ملتپاله تفکر څخه چې ویرېده.
تر ډيورند هاغاړه پښتنو هيڅکله خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان هېر نهکړ او تل یې د لوی افغانستان په غېږکې ژوند د ځانژغورنې روستۍ چاره ګڼله. د « لرو بر یو افغان!» تفکر په وړاندې د پاکستان په لاس کې تر ټولو خونړۍ وسله و وسیله همدا مذهبي توندلاري اورپکي ول، په تېره بیا چې دوی یې سره ګډ کړي او په قبایلي سیمو کې مېشت کړي وو. تر روزل شویو افغانانو هاخوا په دوی کې پنجابیان، عربان، د چین اورپکي ، چیچنایان، د منځنۍ اسیا اسلامي ډلې ان د میانمار، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو راتښتېدلي وسلهوال هم په کې وو. د دوی کار له دې ځایه راپيلېده، چې په اول سر کې افغان ملتپالان تکفیر کړي، د ښځو په زدکړو بندیز ولګوي، ځکه د دوی په اند روښانې و پوهې مېرمنې ځانمرګي نهزیږوي،د ښوونځیو او پوهنځیومخه باید ونیول شي، د پښتنو تر منځ باید عصري زدکړې له کفر سره برابرې معرفي شي، ښوونځي یې وروسیزل شي او پرځای یې استخباراتي مدرسې جوړې شي، دا کیسه ښه په کش کې روانه ده. پنجاب د بېخبره و نالوستو پښتنو اقتصادي و اینرژیتکي سرچینې وړیا لوټلای شوې. د «ټ ټوپک» او «م مجاهد» و (ش شهید» نصاب خو لا پخوا پلی شوی و.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې روسته یو ځل بیا د پاکستان غوا لنګه شوه او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې سیمهییزه ټېکه یې واخیسته. په مهارت یې د جګړې اور د پښتونمېشته سیمې په خلکو بل وساته او پخپله یې پوځي وړاندې راتلل پیل کړل، چې دا کیسه تر نن پورې روانه ده.
نه د پاکستاني تالیبانو TTP جگړه د پاکستان په وړاندې ریښتینې ده او نه هم لاتراوسه مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره کوم ګواښ دی. تر هغو چې په همدې پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو شیوخو له خوا په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي وي، ترهغو پورې په اسلامآباد کې د داسې نړیوالو غونډو جوړول د تاریخ طنز او یوه سیاسي ټوکه ده. دا هرڅه مدیریت کیږي. ترهغو چې د دې جګړو قربانیان یوازې پښتانه و بلوڅان دي دا جګړه له پاکستان سره نه ده، بلکې مذهبي توندلاري او له هغې سره زرګري شخړې د پاکستان لپاره پوځي امکان برابر کړی، چې افغانستان د خپلو روزل شویو اورپکو له خوا کنترول کړي او تر ډيورند پورې غاړه افغاني زمکې تر پوځي څښنده نیواک لاندې راولي او بالاخره خپل ستراتيژيک عمق او د فاوروډ پالیسۍ روستي هدف ته ځان ورسوي.
مذهبي توندلاري لاتراوسه د افغان ملتپالنې د ځپلو لپاره یوازینۍ وسله و وسیله ده. پاکستان له خپل پلندر انګریز څخه دا چل ډېر ښه زده کړی، چې څنګه دغه تکفیري وسله د ملتپالو په وړاندې وکاروي.