• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې د بندیز غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۰

د بشري حقونو د څار بنسټ د کرېکټ له نړۍوالې شورا وغوښتل، چې په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د برخې اخیستو مخنیوی وکړي او د افغانستان د کرېکټ بورډ غړیتوب هم وځنډوي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې وویل، تر هغه وخته چې ښځې د زده کړو او ورزش حق و نه لري، د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې دې بندیزونه وي.
یاد بنسټ زیاته کړې، چې د افغانستان کرېکټ بورډ د طالبانو په کنټرول کې ده.
د بشري حقونو د څار بنسټ لیکلي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا په خپله اساسنامه کې د جنسیت او نژاد پر بنسټ په ورزش کې محرومیت او تبعیض رد کړی دی، خو افغان نجونې او ښځې نه شي کولی چې د کرېکټ په لوبو او نورو ورزشي برخو کې برخه واخلي.
د بشري حقونو د څار بنسټ یو مدیر منکي ورډن په دې بیانیه کې ویلي، چې طالبانو په پراخه توګه د ښځو حقونه په ځانګړې توګه د کار او زده کړو په برخو کې تر پښو لاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښځينه لوبغاړې او د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د بندیزونو غوښتونکې مرضیې حمیدي بیا د بشري حقونو د څار بنسټ له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
سره له دې چې د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو د افغانستان د کرېکټ ټیم د بندیز ملاتړ کړی، خو د دوی مخالفین بیا وايي، چې د کرېکټ ټیم بندیز به د طالبانو په سیاستونو کې هېڅ بدلون رامنځته نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا بیا د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې له بندیزونو ملاتړ نه دی کړی او ټاکل شوې چې یاده لوبډله په پاکستان کې د فېبرورۍ په میاشت د اتلانو په جام کې د انګلستان پروړاندې ولوبېږي.

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۳

د حمدالله محب په مشرۍ فضايي شرکت د اماراتو لومړنۍ سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۴

فضل احمد معنوي: طالبان له «لاسپوڅې ډلې» په مخالف او غچ اخیستونکي «واکمن قوت» بدل شوي

۵

پاکستان: ملا شیرین په کندهار کې د بلوچ وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القـ .ـاعدې د استازو کوربه و