د ارغواني شنبو غورځنګ: د افغان ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې او م.م لېوالتیا مخ په کمېدو ده

د ارغواني شنبو غورځنګ وايي، لکه څنګه چې نړۍوال لومړیتوبونه بدلېږي؛ د افغانستان د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو لېوالتیا هم کمېږي.