طالبانو په خوست کې د یوې ښځې په ګډون لسو تنو ته د بېلابېلو تورونو له امله سزا ورکړې ده

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون لس تنه د «زنا، لواطت، له کوره د تېښتې او نامشروع اړېکو» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي. طالبان له نړۍوالو نیوکو سره، سره په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.