د هند په مذهبي مراسمو کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله اووه کسه مړه شوي دي

د هند د اوتارپرادیش چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د «کومبه میلا» په مذهبي مراسمو کې چې د دغه ایالت په الله اباد ښار کې ترسره کېدل څو تنه ګډونوال مړه شویدي.