• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني په کابل کې د پاچا خان ځدراڼ شخصي کور په زور نیولی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د قومي مشر او په لومړۍ دوره کې د افغانستان د پخواني پارلمان غړي پاچا خان ځدراڼ شخصي کور د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کسانو نیولی دی. طالبانو له دې وړاندې هم د نوموړي یو شخصي کور په خوست کې وېجاړ کړی و.

په کابل کې ځايي سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۳۱مه) وویل چې د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ کور د کابل وزیر اکبر په ۱۵ سرک کې موقعیت لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تېره اونۍ څو مخپټو طالبانو چې په وسلو سمبال ول د کور د خالي کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید ژر تر ژره له دې کوره بهر شئ.»

سرچینه وايي، پاچا خان ځدراڼ خپل کور له ټولو وسایلو سره پرېښود او خپله بل ځای ته انتقال شوی دی.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، پاچا خان ځدراڼ د طالبانو له بېلابېلو ادارو سره هم تماس نیولی خو ورته ویل شوي، چې د موضوع په حل کې ورسره مرسته نشي کولی.

تر اوسه پورې طالبانو ددې کور د قبضه کولو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو له بیا راتګ سره دې ډلې د پخوانیو افغان چارواکو کورونه نیولي دي او ځینې طالب مشران په دغو کورونو کې مېشته دي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې هم طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه.

افغانستان انټرنشنل ته په خوست کې ځايي سرچینو وویل، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې په قوم ځدراڼ دی، له پاچا خان ځدراڼ سره د ځدراڼو د قبیلې د مشرۍ او په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د برید پرمهال ددې ډلې پر ضد د عملیاتو له امله پخوانۍ ستونزې لري.

د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د نړیوالې ټولنې له بریدونو سره هممهاله باچاخان په خوست، پکتیا او پکتیکا کې عملیات پیل کړل او وروسته تر یوه وخته د پکتیا والي و.

پاچا خان ځدراڼ د بن په لومړي کنفرانس کې هم ګډون درلود او د ولسي جر ګې په لومړۍ دوره کې د پکتیا د خلکو استازی پاتې شوی دی.

د جمهوریت پر مهال د پاچا خان ځدراڼ پر کور څو ځله طالبانو بریدونه وکړل او په ۲۰۰۷ کال کې یې پر موټر یو ځانمرګی برید هم شوی و.

د ۲۰۱۲ کال په اګسټ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د نوموړي یو ورور، وراره او ماما ووژل شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په چین کې د افغانستان د باغدرې ۲۴۰ مېګاواټه بند د ډبرو څېړنې پیل شوې

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې د باغدرې بند د ډبرو څېړنیزه پروسه د چین په کیومینګ ښار کې د «پاورچاینا» شرکت له لوري پېل شوې. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د وزارت په وینا، د وزارت د مشورتي انجنیرۍ خدماتو (واپیکا) رییس انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزي او ورسره تخنیکي پلاوي د چین د سفر پر مهال د «پاورچاینا» له عمومي رییس یاو زونګ او د دغه شرکت له مسوولانو سره لیدلي او د څېړنو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په رسمي مراسمو کې یاد شرکت د دغې څېړنیزې پروسې پرانیسته کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د «پاورچاینا» عمومي رییس ډاډ ورکړی چې په څېړنیزو چارو کې به دقت ته جدي پام وکړي او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې هم کړې.

افغانستان د پراخو اوبي سرچینو هېواد دی، خو د اوږدو جګړو، د زیربناوو نشتوالي او د مسلکي ظرفیت کمښت له امله نه‌دی توانېدلی چې خپلې اوبه په اغېزناک ډول مهار او مدیریت کړي.

وروستیو وچکالیو او د اقلیم بدلون اوبه، په ځانګړې توګه تر ځمکې لاندې اوبه لا کمې کړې دي.

ایران وايي د دوغارون له لارې د افغانستان واردات ۳۰ سلنه ډېر شوي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۹ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوال وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دوغارون ګمرک څخه نږدې ۴۷۱ زره ټنه توکي د افغانستان پر لور صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۵۹۶میلیونه ډالره دی. دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له مخې ۳۰سلنه او د ارزښت له مخې ۶۰سلنه زیاتوالی ښيي.

د تایباد ولسوال حسین جمشیدي زیاته کړه چې په همدې موده کې نږدې ۴۹زره ټنه توکي د افغانستان له لوري ټرانزیټ شوي او همدارنګه شاوخوا ۸۵۸ زره ټنه توکي د نورو هېوادونو له لارې د دوغارون بندر ته لېږدول شوي دي.

د ایران د مهمو صادراتي توکو په ډله کې چې افغانستان ته صادریږي، د ودانیزو موادو، خوراکي توکو، مېوې او ترکاري، د نفتو محصولاتو او مایع ګاز یادونه شوې ده.

په مقابل کې، د افغانستان د صادراتو مهمه برخه غلې دانې او ودانیزېډبرې دي.

جمشیدي ټینګار کړی، چې د دوغارون په رسمي بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د قانوني راکړې ورکړې اسانتیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

رنګین دادفر سپنتا: امریکا دا ځل غوره خادمان موندلي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، له نږدې ۵۰ کلونو راهیسې هر غږ چې له مسکو، اسلام‌اباد او واشنګټن پورته شوی، په افغان ټولنه کې یې هیلې او وېره راپارولي، خو په وینا یې «هر وار اربابان راغلي او تللي، یوازې د اسارت ځنځیرونه پاتې دي».

سپنتا وايي، د هر ځل د تکرار په لړ کې «ستم، ویجاړۍ او دربدري د افغانانو نصیب ګرځېدلي».

هغه د بګرام اډې پر سر وروستیو ناندریو ته په اشاره ویلي، چې دې مسالې اوس ګڼ خلک بوخت کړي دي.

د ده په باور، امریکا دا ځل غوره «خادمان موندلي» او که د هغوی تر منځ جوړجاړی وشي او که نه، د افغان ولس په وضعیت کې به کوم بدلون رانه‌شي.

سپنتا د حل یوازینۍ لاره د ولس په ځواک، تنظیم، پوهاوي خپرولو، د مبارزې د بېلابېلو بڼو تلفیق او «ستراتېژیک صبر» کې ویني. هغه ټینګار کړی چې د خلاصون لپاره لنډه لاره نشته.

سرچينې: طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو ګنډلو په تور څو خیاطان نیولي دي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې طالبانو د کندهار ښار او ولسوالیو کې خیاطانو ته ویلي چې تر دې وروسته به ښځينه جامې نه ګنډي. طالبانو په دې تور د کندهار ښار د رنګرېزانو بازار څو خیاطان هم د یوې ورځې لپاره زنداني کړي دي.

په کندهار کې رنګرېزانو کوڅه هغه بازار دی، چې د ښځو د اړتیا وړ شیان په کې خرڅېږي؛ خو اوس طالبانو په دغه ښار کې ټولو بازارونو او ان د ولسوالیو خیاطانو ته هم خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د ښځو جامې نه ګنډي.

سرچینه وايي، چې طالبانو د رنګرېزانو کوڅې څو خیاطان یوه شپه زنداني کړي او په دې ډول یې ټولو خياطانو ته اخطار ورکړی چې نور د ښځينه جامو ګنډلو اجازه نه‌لري.

یوې سرچینې وویل:« زما یوه انډيوال د پنجوايي ولسوالۍ په بازار کې خياطي کوله او طالبانو یې هټۍ تړلې ده. هغه ورته ویلي، ما ته ښځې نه راځي، نارینه د ښځو جامې راوړي او وايي په دغه اندازه او دغه ډول جامې راجوړې کړه؛ خو طالبانو راته وویل، چې نه، که نارینه یې درته راوړي یا ښځينه، نور به د ښځو جامې نه ګنډې. دا چې زما مسلک یوازې د ښځينه جامو ګنډل و مجبور شوم، چې دوکان بند کړم او اوس بې‌کاره یم.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر بل هر ولایت د کندهار پر خلکو او په تېره بیا پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو څه موده مخکې دوکاندارانو ته ویلي و، نور به پر هغو ښځو سودا نه پلوري چې تور حجاب یې کړی وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې پنځه مېلیونه ماشومان او ښځې خوارځواکۍ سره مخ دي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ۹.۵ مېلیونه افغانان په جدي توګه له خوراکي نا امنۍ سره مخ دي. همدا راز ویل شوي، چې ۴.۷ مېلیونه ماشومان او ښځې بیا د خوارځواکۍ له امله بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره په بېړنۍ توګه اوس‌مهال ۵۶۸مېلیونه امریکایي ډالرو مرستې ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام په باور سختې خوارځواکۍ، پرله‌پسې وچکالۍ، له ایران او پاکستان نه د کډوالو بېرته ستنېدنې افغانستان کې بشري کړکېچ لا زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې زیانمنې کورنۍ هم د خوړو په برخه کې له کړاوونو سره مخ دي او ان ځینو غرنیو سیمو ته د خوراکي توکو انتقال هم ستونزمن دی. دغه سازمان ویلي، د ښځو په مشرۍ په هرو درېیو کورنیو کې دوه یې د اساسي خوړو توان نه‌لري. دوی وایي، دغه کورنۍ په جدي توګه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی ښځینه کارکوونکې د طالبانو له بندیزونو سره سره اوس هم زلزله ځپلو سیمو کې کورنیو ته خواړه او نور خدمتونه رسوي. همدا راز خبرداری ورکړل شوی، چې مرستندویه ادارې د بودجو د نشتوالي یا هم کموالي له امله په ښه توګه د دغه زیانمنو کورنیو لاسنېوی نه شي کولای.

د طالبانو په راتګ سره افغانستان د بشري ناورین تر ټولو بد حالت تجربه کوي. بې روزګاري، اقتصادي ستونزې، فقر او لوږه په هېواد کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.