• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رنګین دادفر سپنتا: امریکا دا ځل غوره خادمان موندلي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، له نږدې ۵۰ کلونو راهیسې هر غږ چې له مسکو، اسلام‌اباد او واشنګټن پورته شوی، په افغان ټولنه کې یې هیلې او وېره راپارولي، خو په وینا یې «هر وار اربابان راغلي او تللي، یوازې د اسارت ځنځیرونه پاتې دي».

سپنتا وايي، د هر ځل د تکرار په لړ کې «ستم، ویجاړۍ او دربدري د افغانانو نصیب ګرځېدلي».

هغه د بګرام اډې پر سر وروستیو ناندریو ته په اشاره ویلي، چې دې مسالې اوس ګڼ خلک بوخت کړي دي.

د ده په باور، امریکا دا ځل غوره «خادمان موندلي» او که د هغوی تر منځ جوړجاړی وشي او که نه، د افغان ولس په وضعیت کې به کوم بدلون رانه‌شي.

سپنتا د حل یوازینۍ لاره د ولس په ځواک، تنظیم، پوهاوي خپرولو، د مبارزې د بېلابېلو بڼو تلفیق او «ستراتېژیک صبر» کې ویني. هغه ټینګار کړی چې د خلاصون لپاره لنډه لاره نشته.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچينې: طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو ګنډلو په تور څو خیاطان نیولي دي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې طالبانو د کندهار ښار او ولسوالیو کې خیاطانو ته ویلي چې تر دې وروسته به ښځينه جامې نه ګنډي. طالبانو په دې تور د کندهار ښار د رنګرېزانو بازار څو خیاطان هم د یوې ورځې لپاره زنداني کړي دي.

په کندهار کې رنګرېزانو کوڅه هغه بازار دی، چې د ښځو د اړتیا وړ شیان په کې خرڅېږي؛ خو اوس طالبانو په دغه ښار کې ټولو بازارونو او ان د ولسوالیو خیاطانو ته هم خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته به د ښځو جامې نه ګنډي.

سرچینه وايي، چې طالبانو د رنګرېزانو کوڅې څو خیاطان یوه شپه زنداني کړي او په دې ډول یې ټولو خياطانو ته اخطار ورکړی چې نور د ښځينه جامو ګنډلو اجازه نه‌لري.

یوې سرچینې وویل:« زما یوه انډيوال د پنجوايي ولسوالۍ په بازار کې خياطي کوله او طالبانو یې هټۍ تړلې ده. هغه ورته ویلي، ما ته ښځې نه راځي، نارینه د ښځو جامې راوړي او وايي په دغه اندازه او دغه ډول جامې راجوړې کړه؛ خو طالبانو راته وویل، چې نه، که نارینه یې درته راوړي یا ښځينه، نور به د ښځو جامې نه ګنډې. دا چې زما مسلک یوازې د ښځينه جامو ګنډل و مجبور شوم، چې دوکان بند کړم او اوس بې‌کاره یم.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر بل هر ولایت د کندهار پر خلکو او په تېره بیا پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. طالبانو څه موده مخکې دوکاندارانو ته ویلي و، نور به پر هغو ښځو سودا نه پلوري چې تور حجاب یې کړی وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې پنځه مېلیونه ماشومان او ښځې خوارځواکۍ سره مخ دي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ۹.۵ مېلیونه افغانان په جدي توګه له خوراکي نا امنۍ سره مخ دي. همدا راز ویل شوي، چې ۴.۷ مېلیونه ماشومان او ښځې بیا د خوارځواکۍ له امله بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي، چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره په بېړنۍ توګه اوس‌مهال ۵۶۸مېلیونه امریکایي ډالرو مرستې ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام په باور سختې خوارځواکۍ، پرله‌پسې وچکالۍ، له ایران او پاکستان نه د کډوالو بېرته ستنېدنې افغانستان کې بشري کړکېچ لا زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د کونړ په وروستۍ زلزله کې زیانمنې کورنۍ هم د خوړو په برخه کې له کړاوونو سره مخ دي او ان ځینو غرنیو سیمو ته د خوراکي توکو انتقال هم ستونزمن دی. دغه سازمان ویلي، د ښځو په مشرۍ په هرو درېیو کورنیو کې دوه یې د اساسي خوړو توان نه‌لري. دوی وایي، دغه کورنۍ په جدي توګه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی ښځینه کارکوونکې د طالبانو له بندیزونو سره سره اوس هم زلزله ځپلو سیمو کې کورنیو ته خواړه او نور خدمتونه رسوي. همدا راز خبرداری ورکړل شوی، چې مرستندویه ادارې د بودجو د نشتوالي یا هم کموالي له امله په ښه توګه د دغه زیانمنو کورنیو لاسنېوی نه شي کولای.

د طالبانو په راتګ سره افغانستان د بشري ناورین تر ټولو بد حالت تجربه کوي. بې روزګاري، اقتصادي ستونزې، فقر او لوږه په هېواد کې ورځ تر بلې ډېرېدونکې ده.

د طالبانو استخباراتي راپور: د خلکو نارضایتي د پخوانيو جګړه‌مارانو بیاراتګ ته زمینه برابروي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د استخباراتو ځينې رسېدلي معلومات ښيي، چې د دغې ډلې او راتلونکي سیاست په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي. په راپور کې راغلي، چې د خلکو نارضایتي د پخوانيو جګړه‌مارانو بیا راتګ ته زمینه برابروي.

د راپور له مخې، که د طالبانو حکومت پر خپلو سیاستونو او تګلارو له سره غور و نه کړي؛ نو خلک به نور هم ناراضه او د پخوانیو جګړه‌مارانو راتګ ته بېرته زمینه برابره شي.

د طالبانو استخباراتي معلومات ښيي، چې د مشروعیت ناورین، د طالبانو په مشرتابه کې درزونه، د واک بدیل مرکزونه هغه اندېښنې دي چې د پخوانیو جګړه‌مارانو بېرته راتګ ته زمینه برابرولای شي.

په دغه راپور کې چې د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته لېږل شوی لیکل شوي، چې د جګړه‌مارانو احتمالي بېرته راتګ کولای شي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

د مدني ازادیو ځپل، افراطي ټولنیز محدودیتونه، په تېره بیا پر ښځو بندیزونه او غیرشفاف اقتصادي سیسټمونو د طالبانو او ملت ترمنځ واټن ډېر کړی دی.

د طالبانو د استخباراتو راپور ښیي، چې د حکومت دننه ناورین او د طالب مشرانو کورني اختلافات نور له هیچا هم پټ نه‌دي.

تر اوسه د طالبانو ادارې د دغه راپور په اړه څه نه‌دي ویلي او دا هم څرګنده نه‌ده، چې دغه راپور به د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته لېږل شوی وي که نه.

نړۍوال بانک وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي راتلونکی له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی.

نړۍوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې د بهرنیو مرستو کموالی، د اقلیمي بدلون ناببره څپو، په لوی شمېر کې د کډوالو ستنېدنه او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پیکه‌والی هغه لوی لاملونه یاد کړي چې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز کړی دی.

په راپور کې د افغانستان په ختیځو او په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې وروستۍ ویجاړونکې اوخونړۍ زلزلې ته په اشارې سره ویل شوي، چې یادې زلزلې او په کم ساري ډول د کډوالو راتګ د افغانستان پر ماتېدونکي اقتصاد بد اغېز لرلای دی.

په راپور کې راغلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ترینګلتیا هم د افغانستان پر مالي ثبات بې اغېزې نه‌دی. په راپور کې که څه هم کوم ځانګړي هېواد ته اشاره نه‌ده شوې؛ خو په وروستیو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي، چې له ستونزو سره، سره بیا هم په ځینو برخو کې لږ پرمختګونه شوي دي. راپور د افغانیو ثبات، د عوایدو پرتله د طالبانو د حکومت د لګښتونو کمښت او د طالبانو له لوري د مالیاتو راټولونه هغه موارد یادوي، چې نسبي پرمختګ په‌کې شوی دی.

په ټوله کې نړۍوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې شته عیني واقعیتونو ته په کتو د افغانستان اقتصادي وضعیت له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دی او د دغه ننګونو له کبله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.

یوه موسسه ننګرهار او کونړ کې زلزله ځپلو ته د سرپناه جوړېدو پروګرام پیلوي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۶ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د «اسلامي هوساینې» په نوم یوه مرستندویه موسسه د دغه ولایت تر څنګ د کونړ زلزله ځپلو ته د سرپناوو جوړولو پروګرام پیلوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرورګام Shelter Box په مالي ملاتړ پیلېږي چې په بېړنۍ توګه به زیانمنو کورنیو ته سرپناوې جوړې کړي. د طالبانو د اقتصاد ځايي رییس مولوي عطاالرحمن فاتح د یادې موسسې له مسوولینو غوښتي، چې په خپلو چارو کې روڼتیا او کېفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د (اګسټ په ۳۱مه) نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زلزلې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې، چې تر ټولو ستر زیان یې د کونړ په مزار او دېوه ګل درو کې خلکو ته واړولو. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په دغه سیمه کې د یادې زلزلې له امله ۲۲۵۰نه ډېر کسان مړه او نږدې ۴زره نور ټپیان شول.

همدا راز سلګونه کورونه ونړېدل او څاروي هم په کې له‌منځه تللي دي. که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو موسسو او سوداګرو دغه زلزله ځپلو سره د پراخو مرستو د ترسره کولو یادونه وکړه؛ خو له سیمې معلومات څرګندوي چې لا هم د سرپناه په برخه کې ځايي اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.

لا هم دغه زیانمنې کورنۍ دایمي سرپناه نه‌لري او خپل کورونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي. یو شمېر نړۍوالو سازمونونو دوی ته د کورونو جوړلو هم ویلي؛ خو تر اوسه هېڅ کومې ادارې په رسمي توګه دغه بهیر نه‌دی پیل کړی.