نړۍوال بانک وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي راتلونکی له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی.

نړۍوال بانک په خپل میاشتني راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد اقتصادي راتلونکی له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی.
نړۍوال بانک د اګسټ میاشتې په راپور کې د بهرنیو مرستو کموالی، د اقلیمي بدلون ناببره څپو، په لوی شمېر کې د کډوالو ستنېدنه او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پیکهوالی هغه لوی لاملونه یاد کړي چې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت یې ناوړه اغېز کړی دی.
په راپور کې د افغانستان په ختیځو او په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې وروستۍ ویجاړونکې اوخونړۍ زلزلې ته په اشارې سره ویل شوي، چې یادې زلزلې او په کم ساري ډول د کډوالو راتګ د افغانستان پر ماتېدونکي اقتصاد بد اغېز لرلای دی.
په راپور کې راغلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ترینګلتیا هم د افغانستان پر مالي ثبات بې اغېزې نهدی. په راپور کې که څه هم کوم ځانګړي هېواد ته اشاره نهده شوې؛ خو په وروستیو کې د کابل او اسلاماباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.
د نړۍوال بانک په راپور کې راغلي، چې له ستونزو سره، سره بیا هم په ځینو برخو کې لږ پرمختګونه شوي دي. راپور د افغانیو ثبات، د عوایدو پرتله د طالبانو د حکومت د لګښتونو کمښت او د طالبانو له لوري د مالیاتو راټولونه هغه موارد یادوي، چې نسبي پرمختګ پهکې شوی دی.
په ټوله کې نړۍوال بانک ویلي، چې په افغانستان کې شته عیني واقعیتونو ته په کتو د افغانستان اقتصادي وضعیت له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دی او د دغه ننګونو له کبله اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.


په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د «اسلامي هوساینې» په نوم یوه مرستندویه موسسه د دغه ولایت تر څنګ د کونړ زلزله ځپلو ته د سرپناوو جوړولو پروګرام پیلوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرورګام Shelter Box په مالي ملاتړ پیلېږي چې په بېړنۍ توګه به زیانمنو کورنیو ته سرپناوې جوړې کړي. د طالبانو د اقتصاد ځايي رییس مولوي عطاالرحمن فاتح د یادې موسسې له مسوولینو غوښتي، چې په خپلو چارو کې روڼتیا او کېفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د (اګسټ په ۳۱مه) نېټه د شپې ناوخته د افغانستان په ختیځ کې زلزلې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې، چې تر ټولو ستر زیان یې د کونړ په مزار او دېوه ګل درو کې خلکو ته واړولو. د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې په دغه سیمه کې د یادې زلزلې له امله ۲۲۵۰نه ډېر کسان مړه او نږدې ۴زره نور ټپیان شول.
همدا راز سلګونه کورونه ونړېدل او څاروي هم په کې لهمنځه تللي دي. که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍوالو موسسو او سوداګرو دغه زلزله ځپلو سره د پراخو مرستو د ترسره کولو یادونه وکړه؛ خو له سیمې معلومات څرګندوي چې لا هم د سرپناه په برخه کې ځايي اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
لا هم دغه زیانمنې کورنۍ دایمي سرپناه نهلري او خپل کورونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي. یو شمېر نړۍوالو سازمونونو دوی ته د کورونو جوړلو هم ویلي؛ خو تر اوسه هېڅ کومې ادارې په رسمي توګه دغه بهیر نهدی پیل کړی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو د اړیکو جوړولو په اړه یوه مقاله خپره کړې. په مقاله کې راغلي، چې د کډوالو ضد احساسات، په منځنۍ اسیا کې د توندلارو ډلو اندېښنې او دا روحیه چې د طالبانو رژیم ژر نه ړنګېږي؛ طالبان دې ته هڅولي چې په پټه خوله خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.
په مقاله کې راغلي، که څه هم د افغانستان ګاونډیانو تر دې مهاله د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو همکاري ورسره کوي.
په مقاله کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې غوښتنې ته هم اشاره شوې او ویل شوي، ټرمپ هڅه کوي چې د بګرام پوځي اډه بېرته ترلاسه کړي. واشنګټن پوسټ کاږي، چې طالبانو د ټرمپ د غوښتنې په اړه نرم دریځ ښودلی، یوازې یې د دوحې په تړون کې د امریکا ژمنې یادې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي حضور و نه زغمي؛ خو له دې داسې ښکاري چې نړۍ بیا هم طالبانو ته د یوه څرګند او مهم شریک په سترګه ګوري.
په مقاله کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ایاز چودري له خولې ویل شوي، که څه هم طالبان تر اوسه له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو واقعیت دا دی چې هغوی اوس پر افغانستان واکمن دي.
مقاله زیاتوي، چې هر هېواد له طالبانو سره د اړیکو جوړولو په اړه خپل لاملونه لري؛ د بېلګې په توګه په اروپا کې د کډوالو ضد ګوندونو دا خبره راپورته کړې، چې افغان کډوال دې بېرته افغانستان ته واستول شي او هڅه کوي چې په طالبانو دغه خبره ومني.
په مقاله کې ویل شوي، د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو له طالبانو سره ځکه اړیکې جوړې کړې دي چې داعش د دوی او طالبانو ګډ دښمن بولي؛ خو ګاونډیانو ته بیا افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ له امله ارزښت لري.
واشنګټن پوسټ د شنونکو له خولې لیکلي، چې دغه وضعیت د طالبانو لپاره ستراتیژیکه بریا ده؛ خو اوس هم له نړۍ سره د طالبانو اړیکې په حساس پړاو کې دي.
په مقاله کې د طالبانو سختدریځو مشرانو ته هم اشاره شوې او لیکل شوي، چې دغه مشرانو د ښځو او مدني حقونو په برخه کې سخت دریځ غوره کړی دی؛ همدا سخت دریځ د دې لامل شوی، چې لوېدیځ هېوادونه هغوی په رسمیت نه پېژني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته هم له همدې امله د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې د سفر اجازه ورنه کړه.
په مقاله کې زیاته شوې، چې په کابل کې ګڼ سفارتونه تړلي پاتې دي او هېوادونه د طالبانو راتلونکي دریځ ته په تمه دي او چین هم د لویو پروژو په برخه کې ډېر په احتیاط ګامونه اخلي.
د واشنګټن پوسټ له نظره؛ طالبان هیله لري، چې نړۍ د عادي حکومت په ډول چلند ورسره وکړي؛ خو شنونکي وایي چې دا یو بېځایه تصور دی. ډېری هېوادونه له طالبانو سره یوازې د بشري مرستو او کډوالو په برخه کې اړيکې ساتي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، که څه هم په ځینو اروپايي هېوادونو کې طالبان بریالي شوي چې د ځينو سفارتونو واک ترلاسه کړي؛ د بېلګې په ډول د جرمني حکومت دوه طالب استازي د ډيپلوماټانو په توګه ومنل او موخه یې دا وه چې د دغه امتیاز په بدل کې به په جرمونو تورن افغانان بېرته افغانستان ته واستوي؛ خو د جرمني دغې تګلارې د افغانانو او د بشري حقونو فعالانو غبرګونونه راوپارول.
د مقالې له مخې؛ روسیې د جولای په میاشت کې د امنیتې اندېښنو له مخې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده. شنونکي وایي، چې مسکو غواړي په دې کار سره له لوېدیځو هېوادونو څخه جلا او خپلواک دریځ ولري او کېدای شي په سیمه کې د چین په ګډون نور هېوادونه هم دغه ډول دریځ غوره کړي.
واشنګټن پوسټ کاږي، که څه هم کېدای شي چې طالبان په ملګرو ملتونو کې د اکثریت هېوادونو ملاتړ او په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي؛ خو اروپايي هېوادونه د نورې نړۍ پرتله ورځ تر بلې له طالبانو سره تعامل ته نږدې کېږي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان فضا اوس هم «اشغال» ده او هره شپه د امریکا بېپېلوټه الوتکې د هېواد پر فضا ګرځي. نوموړي زیاته کړې، طالبان دومره وس نهلري چې خپله فضا ازاده کړي.
د طالبانو دغه وزیر وویل: «دنیا اوس دومره ترقي کړې ده، چې ډرون طیارې جوړوي او زما او ستا فضا یې اشغال کړې ده. زه او ته دومره وس نه لرو، چې دا خپله فضا ازاده کړو.» نوموړي د دغه څرګندونو پر مهال د عصري زدهکړو ارزښت ته اشارې کړې ده؛ خو د دغې ډلې مشر بیا عصري زدهکړې چندان د ارزښت وړ نه ګڼي او د مدرسې هغه پرې مهمې ګڼي.
همدا راز د طالبانو د کابینې ځینې نور غړي هم عصري علومو سره سخت مخالف دي او وخت ناوخت یې پر ضد څرګندونې کوي. پر کابل د واکمنو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي هم له دې ډلې دی، چې څو څو ځله یې عصري زدهکړې «مباح» او بې ارزښته علم ګڼلی دی.
دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ملاهبت الله په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه د خپلې سختدریځۍ له مخې د نجونو زدهکړو سره جدي مخالف دی او د نړۍ دیني عالمانو په ګډون ان د طالبانو دننه شخصیتونو هم د هغه دغه کار له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملاهبت الله د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته تللی هم د خپل مشر دغه دریځ ننګولی دی. هغه ویلي و، چې مشر یې د خپل شخصي طبیعت له مخې د نجونو زدهکړې بندې کړې او دا کار یې په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول جواز نهلري.
د هغه په دغه څرګندونو د ملاهبت الله غوسه راوپارېده او د نیولو امر یې وکړ؛ خو ستانکزي وار لومړی کړ او له هېواده یې پښې سپکې کړې. همدا راز د طالبانو یو شمېر نورو غړو هم د ملاهبت الله دغه بندیز پر وړاندې بې وسي ښودلې او ان ځینو یې اوښکې هم تویې کړې دي.

د طالبانو په زندان کې له اته میاشتني بند وروسته خوشې شوې برېټانوۍ جوړې ویلي، د اسارت پر مهال یې تل وېره لرله چې ښايي د طالبانو لهخوا اعدام شي. دغه جوړه اوس برېټانیا ته رسېدلې او هلته یې د خپلو اولادونو په ګډون له دوستانو او خپلوانو سره هم لیدلي.
۸ کلن پیټر رینولډز او د هغه مېرمن باربي چې ۷۶ کلنه ده، د شنبې په ورځ د لندن په هیټرو هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره وکتل. دوی وویل، هېڅکله ورته دا نه ده روښانه شوې چې په افغانستان کې یې د نیولو لامل څه و؟
پیټر رینولډز سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: «موږ تل فکر کاوه چې ښایي هېڅکله خوشې نه شو، یا حتا د اعدام تر ورځې پورې به بندیان یو. رښتیا هم نه پوهېدو، چې ولې دا پېښه رامنځته شوه؛ خو اوس ډېر خوشاله یو چې دغه حالت پای ته ورسېد.»
باربي رینولډز هم ویلي: «موږ ته هېچا معلومات نه راکول. ان کله چې موږ د کابل هوايي ډګر ته یووړل شو، داسې فکر مو کاوه چې ښایي د طبي درملنې لپاره مو کوم ځای ته وړي؛ خو وروسته بیا موږ دوحې ته واستول شو.» په دغه خبرو اترو کې قطر اساسي رول لاره او د همدې هېواد په هڅو دغه جوړه خوشې شوې ده.
باربي رینولډز د خپل اته میاشتني بند تر ټولو سخته شېبه هغه وخت وباله، چې مېړه یې د طالبانو د پولیسو موټر ته د پورته کېدو هڅه کوله او لاسونو سره، سره یې پښې هم په ځنځیرونو تړل شوې وې.
دغه جوړې چې د طالبانو په اجازې په افغانستان کې د یوې خیریه روزنیزې پروژې چارې مخ ته وړلې، د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له خپل ژباړن جویا او یو امریکايي ملګري في هال سره په بامیان ولایت کې ونیول شول. في هال د مارچ په میاشت کې خوشې شو؛ خو د جویا برخلیک لا تر اوسه روښانه نهدی.
دوی ویلي، جویا د بند پر مهال د پیټر رینولډز پالنه کوله؛ ځکه هغه د زړه درملو ته اړتیا لرله، خو اجازه ورنه کړل شوه چې د دوی په محاکمه کې ژباړه وکړي. د دوی لور سارا انټوېستل تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و: «مور مې ډېره اندېښمنه ده، چې پرته له مسلکي ژباړن نه به د محکمې بهیر عادلانه نه وي او مور و پلار به مې ونهشي کولی چې خپلو قانوني حقونو ته لاسرسی ومومي.»
د دغه جوړې اولادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو والدینو خوشې کېدل «لویه خوښي» بللې ده. د دوی زوی جاناتن رینولډز «بيبيسي» ته په خبرو کې خپله خوښي په ډاګه کړې ده. هغه له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د ده د والدینو په خلاصون کې یې هڅې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور پر بنسټ؛ دغه جوړه لومړی په یوه امنیتي مرکز کې تر سختو تدابیرو لاندې ساتل کېده، وروسته بیا داسې ځمکتلو ته یوړل شوه چې رڼا یې نه لرله او بیا د طالبانو استخباراتو ته وسپارل شوه.
پیټر او باربي رینولډز په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده وکړ او نږدې شل کاله یې په افغانستان کې ګډ ژوند وکړ. دوی د ښځو او ماشومانو لپاره د ښوونې پروګرامونه پرمخ وړل. سره له دې چې د برېټانیا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه، چې افغانستان ته دې نه ځي او یا دې هم له افغانستان نه ووځي؛ خو دوی بیا د طالبانو په واکمنېدو سره یاد هېواد کې پاتې شول.
باربي له خوشې کېدو وروسته زیاته کړې: «هیله لرو چې بیا وکولای شو افغانستان ته ستانه شو. موږ ځان د افغانستان وګړي ګڼو.» د دوی زوی هم ویلي: «مور او پلار مې د افغانستان له خلکو سره مینه لري. همدا راز یوه طرحه او ستراتیژي هم لري او کار یې مثبت او څرګندې اغېزې لرلې.»

د طالبانو اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو خدماتي دفتر له مشرې چي با او د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان مرستیال سفیر په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه یو مېلیون ډالر به د نړۍوالو ادارو له لارې د خوړو، روغتیايي خدمتونو، درملنې، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ولګول شي.
په خبرپاڼه کې د جاپان (JPF) پروژې یادونه هم شوې ده. د دغه پروژې له مخې جاپان له افغانستان سره د ۱.۳۳ مېلیونو په ارزښت نورې بشري مرستې هم کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د پروژې یادونه هم وشوه. دغه پروژه د ۲۰۲۰کال په ډسمبر میاشت کې د جاپان همکارۍ ادارې (JICA) پيل کړې او ۲۴ مېلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي وو؛ خو اوس دغه پروژه ځنډېدلې ده.
په خبرپاڼه کې د جاپان مرستیال له خولې ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پروژې موضوع به د جاپان د همکارۍ ادارې JICA او د جاپان نورو اړونده ادارو سره شریکه کړي.