• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پوهنې وزیر:امریکایانو د افغانستان فضا اشغال کړې او هره شپه یې درون الوتکې ګرځي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا په پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان فضا اوس هم «اشغال» ده او هره شپه د امریکا بې‌پېلوټه الوتکې د هېواد پر فضا ګرځي. نوموړي زیاته کړې، طالبان دومره وس نه‌لري چې خپله فضا ازاده کړي.

د طالبانو دغه وزیر وویل: «دنیا اوس دومره ترقي کړې ده، چې ډرون طیارې جوړوي او زما او ستا فضا یې اشغال کړې ده. زه او ته دومره وس نه لرو، چې دا خپله فضا ازاده کړو.» نوموړي د دغه څرګندونو پر مهال د عصري زده‌کړو ارزښت ته اشارې کړې ده؛ خو د دغې ډلې مشر بیا عصري زده‌کړې چندان د ارزښت وړ نه ګڼي او د مدرسې هغه پرې مهمې ګڼي.

همدا راز د طالبانو د کابینې ځینې نور غړي هم عصري علومو سره سخت مخالف دي او وخت ناوخت یې پر ضد څرګندونې کوي. پر کابل د واکمنو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي هم له دې ډلې دی، چې څو څو ځله یې عصري زده‌کړې «مباح» او بې ارزښته علم ګڼلی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي‌، چې ملاهبت الله په ټول هېواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه د خپلې سختدریځۍ له مخې د نجونو زده‌کړو سره جدي مخالف دی او د نړۍ دیني عالمانو په ګډون ان د طالبانو دننه شخصیتونو هم د هغه دغه کار له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملاهبت الله د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته تللی هم د خپل مشر دغه دریځ ننګولی دی. هغه ویلي و، چې مشر یې د خپل شخصي طبیعت له مخې د نجونو زده‌کړې بندې کړې او دا کار یې په اسلامي شریعت کې هېڅ ډول جواز نه‌لري.

د هغه په دغه څرګندونو د ملاهبت الله غوسه راوپارېده او د نیولو امر یې وکړ؛ خو ستانکزي وار لومړی کړ او له هېواده یې پښې سپکې کړې. همدا راز د طالبانو یو شمېر نورو غړو هم د ملاهبت الله دغه بندیز پر وړاندې بې وسي ښودلې او ان ځینو یې اوښکې هم تویې کړې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

ازده شوې برېټانوۍ جوړه: ډار راسره و چې طالبان به مو زندان کې اعدام کړي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۱

د طالبانو په زندان کې له اته میاشتني بند وروسته خوشې شوې برېټانوۍ جوړې ویلي، د اسارت پر مهال یې تل وېره لرله چې ښايي د طالبانو له‌خوا اعدام شي. دغه جوړه اوس برېټانیا ته رسېدلې او هلته یې د خپلو اولادونو په ګډون له دوستانو او خپلوانو سره هم لیدلي.

۸ کلن پیټر رینولډز او د هغه مېرمن باربي چې ۷۶ کلنه ده، د شنبې په ورځ د لندن په هیټرو هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره وکتل. دوی وویل، هېڅ‌کله ورته دا نه ده روښانه شوې چې په افغانستان کې یې د نیولو لامل څه و؟

پیټر رینولډز سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: «موږ تل فکر کاوه چې ښایي هېڅ‌کله خوشې نه شو، یا حتا د اعدام تر ورځې پورې به بندیان یو. رښتیا هم نه پوهېدو، چې ولې دا پېښه رامنځته شوه؛ خو اوس ډېر خوشاله یو چې دغه حالت پای ته ورسېد.»

باربي رینولډز هم ویلي: «موږ ته هېچا معلومات نه راکول. ان کله چې موږ د کابل هوايي ډګر ته یووړل شو، داسې فکر مو کاوه چې ښایي د طبي درملنې لپاره مو کوم ځای ته وړي؛ خو وروسته بیا موږ دوحې ته واستول شو.» په دغه خبرو اترو کې قطر اساسي رول لاره او د همدې هېواد په هڅو دغه جوړه خوشې شوې ده.

باربي رینولډز د خپل اته میاشتني بند تر ټولو سخته شېبه هغه وخت وباله، چې مېړه یې د طالبانو د پولیسو موټر ته د پورته کېدو هڅه کوله او لاسونو سره، سره یې پښې هم په ځنځیرونو تړل شوې وې.

دغه جوړې چې د طالبانو په اجازې په افغانستان کې د یوې خیریه روزنیزې پروژې چارې مخ ته وړلې، د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له خپل ژباړن جویا او یو امریکايي ملګري في هال سره په بامیان ولایت کې ونیول شول. في هال د مارچ په میاشت کې خوشې شو؛ خو د جویا برخلیک لا تر اوسه روښانه نه‌دی.

دوی ویلي، جویا د بند پر مهال د پیټر رینولډز پالنه کوله؛ ځکه هغه د زړه درملو ته اړتیا لرله، خو اجازه ورنه کړل شوه چې د دوی په محاکمه کې ژباړه وکړي. د دوی لور سارا انټوېستل تر دې وړاندې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي و: «مور مې ډېره اندېښمنه ده، چې پرته له مسلکي ژباړن نه به د محکمې بهیر عادلانه نه وي او مور و پلار به مې ونه‌شي کولی چې خپلو قانوني حقونو ته لاسرسی ومومي.»

د دغه جوړې اولادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو والدینو خوشې کېدل «لویه خوښي» بللې ده. د دوی زوی جاناتن رینولډز «بي‌بي‌سي» ته په خبرو کې خپله خوښي په ډاګه کړې ده. هغه له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې د ده د والدینو په خلاصون کې یې هڅې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د راپور پر بنسټ؛ دغه جوړه لومړی په یوه امنیتي مرکز کې تر سختو تدابیرو لاندې ساتل کېده، وروسته بیا داسې ځمکتلو ته یوړل شوه چې رڼا یې نه لرله او بیا د طالبانو استخباراتو ته وسپارل شوه.

پیټر او باربي رینولډز په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې واده وکړ او نږدې شل کاله یې په افغانستان کې ګډ ژوند وکړ. دوی د ښځو او ماشومانو لپاره د ښوونې پروګرامونه پرمخ وړل. سره له دې چې د برېټانیا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه، چې افغانستان ته دې نه ځي او یا دې هم له افغانستان نه ووځي؛ خو دوی بیا د طالبانو په واکمنېدو سره یاد هېواد کې پاتې شول.

باربي له خوشې کېدو وروسته زیاته کړې: «هیله لرو چې بیا وکولای شو افغانستان ته ستانه شو. موږ ځان د افغانستان وګړي ګڼو.» د دوی زوی هم ویلي: «مور او پلار مې د افغانستان له خلکو سره مینه لري. همدا راز یوه طرحه او ستراتیژي هم لري او کار یې مثبت او څرګندې اغېزې لرلې.»

جاپان له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو خدماتي دفتر له مشرې چي با او د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان مرستیال سفیر په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا په ختیځو ولایتونو کې له زلزله‌ ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه یو مېلیون ډالر به د نړۍوالو ادارو له لارې د خوړو، روغتیايي خدمتونو، درملنې، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې د جاپان (JPF) پروژې یادونه هم شوې ده. د دغه پروژې له مخې جاپان له افغانستان سره د ۱.۳۳ مېلیونو په ارزښت نورې بشري مرستې هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د پروژې یادونه هم وشوه. دغه پروژه د ۲۰۲۰کال په ډسمبر میاشت کې د جاپان همکارۍ ادارې (JICA) پيل کړې او ۲۴ مېلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي وو؛ خو اوس دغه پروژه ځنډېدلې ده.

په خبرپاڼه کې د جاپان مرستیال له خولې ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پروژې موضوع به د جاپان د همکارۍ ادارې JICA او د جاپان نورو اړونده ادارو سره شریکه کړي.

د موټرو د نه کارونې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له پراخو ستونزو سره مخ دی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

نن د (سپټمبر ۲۲مه) د موټرو د نه کارولو نړۍواله ورځ ده. د دغه ورځې د نمانځنې اصلي موخه د هوا ککړتیا کمښت او د بایسکل ځغلونې او پلي تګ کلتور دودول دي. خو له بل پلوه د افغانستان پلازمېنه د هغو ښارونو په کتار کې راځي، چې هوا یې ککړه ده او اوسېدونکي یې د موټرو له ګڼې ګوڼې شکایت کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او د اقلیمي بدلون په برخه کې د پوهانو له‌خوا ورته سپارښتنه کېږي چې باید د چاپېریال ساتنې په برخه کې احتیاطي تدابیر جدي ونیسي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) بیا وايي، چې د موټرو نه کارول او یا یې کم کارول د خلکو د ژوند کیفیت ښه کوي او له هغې مهمه دا چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزمنه لاره ده.

د موټرو نه کارولو نړۍواله ورځ (World Car-Free Day) د ۱۹۹۰کال په لومړیو کې په اروپا کې د چاپېریال ساتنې د بېلابېلو خوځښتونو له لوري د هوا د ککړتیا او د ټرافیکي ګڼې ګوڼې پر وړاندې د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه ونومول شوه.

وروسته بیا د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) هم له دغه ورځې ملاتړ وکړ او له شاوخوا ۲۵ کالو راپه‌دېخوا هرکال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

احمد ضيا مسعود: افغانستان به یا ملي ماډرن دولت جوړوي او یا به له‌منځه ځي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال او د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود په يوه تازه ليکنه کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان له تېرو سلو کلونو راهیسې د ملت او ماډرن دولت د جوړېدو په لټه کې دی؛ خو دغه هڅې تل له ماتې سره مخ شوې دي.

هغه ټينګار کړی، چې د دغه ناکاميو بنسټيز لامل پر سیاست د قومي او قبيلوي جوړښتونو برلاسي او د ملي ارادې نشتوالی دی چې د دغه جوړښتونو له محدودې د تېرېدو توان نه لري.

مسعود ويلي، د شاه امان الله له وخته تر د ۲۰۰۱کال وروسته جمهوريت پورې تاريخي تجربې ښيي چې فردي اصلاحات، سطحي ثبات او يا بهرنی مرستندويه ملاتړ په يوازې ډول بسنه نه کوي. هغه ټينګار کړی، چې يوازې يو ملي ماډرن دولت چې پر اساسي قانون او د وګړو پر بنسټ ولاړ وي؛ کولای شي افغانستان د پرله‌پسې ناکاميو له دايرې وباسي.

هغه د شاه امان الله د ټولنيزو او سياسي اصلاحاتو هڅو ته په اشارې ويلي، دغه هڅې د قبيلوي دودونو د سخت مقاومت او د ځواکمن ملي دولت د نشتوالي له امله ناکامې شوې. د مسعود په باور، د ظاهر شاه د واکمنۍ دورې که څه هم نسبي ثبات لاره؛ خو دغه ثبات د ملت جوړونې پايله نه وه، چې قومي او مذهبي درزونه پر خپل ځای پاتې وو.

د هغه په وينا، له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان د ملت جوړونې لپاره تر ټولو ستر تاریخي فرصت لاره؛ خو د ملي بنسټونو د جوړولو پر ځای سياسي مشرانو د قومي واک په وېش لاس پورې کړ او جمهوريت د لومړۍ ضربې په وړاندې ونړېد.

مسعود طالبانو ته د «توندې اېډيالوژۍ او قومي سياست» استازي وايي او خبرداری ورکوي، چې د دغه ډلې دوامداره واکمني پرته له فقر، بې‌ثباتۍ او نړۍوالې انزوا بله لاسته راوړنه نه‌لري.

هغه په خپله ليکنه کې کاږي، چې افغانستان اوس د يوه تاريخي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی: «يا به د وګړو پر مساوي حقوقو ولاړ يو ملي ماډرن دولت جوړوي او يا به په قبيلوي کړۍ او استبداد کې بند پاتې وي.»

مسعود ټينګار کړی، د افغانستان راتلونکی د هغه نسل په لاس کې دی چې د يو ملي دولت د جوړولو جرات ولري او پرېنږدي چې تاريخي تېروتنې بيا تکرار شي.

هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «هيڅ قبيله له ملت نه لويه نه ده. تاريخ درې ځله موږ ته خبرداری راکړ، څلورم ځل به نور بیا فرصت نه وي».

د هرات د پولیسو پخوانی افسر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

وسله‌والو کسانو د هرات ولایت د پولیسو پر پخواني افسر داسې مهال ډزې وکړې، چې له خپل کور څخه د وتلو په حال کې و. ځايي سرچینې وایي، چې هغه په دغه برید کې وژل شوی دی. د پولیسو دغه افسر پخوا د طالبانو پر ضد جګړه کې ټپي شوی و او په یوه سترګه ړوند شوی هم و.

دغه پېښه پرون سهار (د وږي ۳۰مه) د هرات ښار د «فرقه‌سابق» نواباد په سیمه کې وشوه، چې له امله یې د هرات د امنیې قوماندانۍ پخوانی افسر ګل اقا جلالي ووژل شو.

د هرات دوو پخوانیو پولیسو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه پېښې پخلی کړی دی. دوی ویلي، چې نوموړی افسر پخوا د هرات د امنیې قوماندانۍ په عملیاتي قطعه کې د ساتنمن په توګه دنده لرله. د دغه قطعې دنده د ښار په شاوخوا سیمو کې عملیات کول او د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو مخنیوی و.

د دغه پخوانیو پولیسو په وینا؛ ګل اقا تر دې وړاندې د وظیفې پر مهال ټپي شوی و او یوه سترګه یې هم ړنده شوې وه.

په وروستیو وختونو کې په هرات ولایت کې څو خونړۍ پېښې شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي. طالبانو تر اوسه د دغه وژنو په تړاو د چا د نیولو یادونه نه ده کړې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تر دې وړاندې څو ځله د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د یوناما راپورونه ښیي، چې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت لسګونه افسران او سرتېري په نښه او وژل شوي دي.