هغه ټينګار کړی، چې د دغه ناکاميو بنسټيز لامل پر سیاست د قومي او قبيلوي جوړښتونو برلاسي او د ملي ارادې نشتوالی دی چې د دغه جوړښتونو له محدودې د تېرېدو توان نه لري.
مسعود ويلي، د شاه امان الله له وخته تر د ۲۰۰۱کال وروسته جمهوريت پورې تاريخي تجربې ښيي چې فردي اصلاحات، سطحي ثبات او يا بهرنی مرستندويه ملاتړ په يوازې ډول بسنه نه کوي. هغه ټينګار کړی، چې يوازې يو ملي ماډرن دولت چې پر اساسي قانون او د وګړو پر بنسټ ولاړ وي؛ کولای شي افغانستان د پرلهپسې ناکاميو له دايرې وباسي.
هغه د شاه امان الله د ټولنيزو او سياسي اصلاحاتو هڅو ته په اشارې ويلي، دغه هڅې د قبيلوي دودونو د سخت مقاومت او د ځواکمن ملي دولت د نشتوالي له امله ناکامې شوې. د مسعود په باور، د ظاهر شاه د واکمنۍ دورې که څه هم نسبي ثبات لاره؛ خو دغه ثبات د ملت جوړونې پايله نه وه، چې قومي او مذهبي درزونه پر خپل ځای پاتې وو.
د هغه په وينا، له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان د ملت جوړونې لپاره تر ټولو ستر تاریخي فرصت لاره؛ خو د ملي بنسټونو د جوړولو پر ځای سياسي مشرانو د قومي واک په وېش لاس پورې کړ او جمهوريت د لومړۍ ضربې په وړاندې ونړېد.
مسعود طالبانو ته د «توندې اېډيالوژۍ او قومي سياست» استازي وايي او خبرداری ورکوي، چې د دغه ډلې دوامداره واکمني پرته له فقر، بېثباتۍ او نړۍوالې انزوا بله لاسته راوړنه نهلري.
هغه په خپله ليکنه کې کاږي، چې افغانستان اوس د يوه تاريخي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی: «يا به د وګړو پر مساوي حقوقو ولاړ يو ملي ماډرن دولت جوړوي او يا به په قبيلوي کړۍ او استبداد کې بند پاتې وي.»
مسعود ټينګار کړی، د افغانستان راتلونکی د هغه نسل په لاس کې دی چې د يو ملي دولت د جوړولو جرات ولري او پرېنږدي چې تاريخي تېروتنې بيا تکرار شي.
هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «هيڅ قبيله له ملت نه لويه نه ده. تاريخ درې ځله موږ ته خبرداری راکړ، څلورم ځل به نور بیا فرصت نه وي».