• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جاپان له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ملګرو ملتونو خدماتي دفتر له مشرې چي با او د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا سره لیدلي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان مرستیال سفیر په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د جاپان مرستیال سفیر مای کیو ایزاوا په ختیځو ولایتونو کې له زلزله‌ ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ له افغانستان سره د یو مېلیون ډالرو بېړنیو مرستو ډاډ هم ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه یو مېلیون ډالر به د نړۍوالو ادارو له لارې د خوړو، روغتیايي خدمتونو، درملنې، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې ولګول شي.

په خبرپاڼه کې د جاپان (JPF) پروژې یادونه هم شوې ده. د دغه پروژې له مخې جاپان له افغانستان سره د ۱.۳۳ مېلیونو په ارزښت نورې بشري مرستې هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د نوي کابل ښار د څښاک اوبو د پروژې یادونه هم وشوه. دغه پروژه د ۲۰۲۰کال په ډسمبر میاشت کې د جاپان همکارۍ ادارې (JICA) پيل کړې او ۲۴ مېلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي وو؛ خو اوس دغه پروژه ځنډېدلې ده.

په خبرپاڼه کې د جاپان مرستیال له خولې ډاډ ورکړل شوی، چې د دغه پروژې موضوع به د جاپان د همکارۍ ادارې JICA او د جاپان نورو اړونده ادارو سره شریکه کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د موټرو د نه کارونې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د ټرافیکي ګڼې ګوڼې له پراخو ستونزو سره مخ دی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۱

نن د (سپټمبر ۲۲مه) د موټرو د نه کارولو نړۍواله ورځ ده. د دغه ورځې د نمانځنې اصلي موخه د هوا ککړتیا کمښت او د بایسکل ځغلونې او پلي تګ کلتور دودول دي. خو له بل پلوه د افغانستان پلازمېنه د هغو ښارونو په کتار کې راځي، چې هوا یې ککړه ده او اوسېدونکي یې د موټرو له ګڼې ګوڼې شکایت کوي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوی او د اقلیمي بدلون په برخه کې د پوهانو له‌خوا ورته سپارښتنه کېږي چې باید د چاپېریال ساتنې په برخه کې احتیاطي تدابیر جدي ونیسي.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) بیا وايي، چې د موټرو نه کارول او یا یې کم کارول د خلکو د ژوند کیفیت ښه کوي او له هغې مهمه دا چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره اغېزمنه لاره ده.

د موټرو نه کارولو نړۍواله ورځ (World Car-Free Day) د ۱۹۹۰کال په لومړیو کې په اروپا کې د چاپېریال ساتنې د بېلابېلو خوځښتونو له لوري د هوا د ککړتیا او د ټرافیکي ګڼې ګوڼې پر وړاندې د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه ونومول شوه.

وروسته بیا د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP) هم له دغه ورځې ملاتړ وکړ او له شاوخوا ۲۵ کالو راپه‌دېخوا هرکال دغه ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

احمد ضيا مسعود: افغانستان به یا ملي ماډرن دولت جوړوي او یا به له‌منځه ځي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال او د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود په يوه تازه ليکنه کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان له تېرو سلو کلونو راهیسې د ملت او ماډرن دولت د جوړېدو په لټه کې دی؛ خو دغه هڅې تل له ماتې سره مخ شوې دي.

هغه ټينګار کړی، چې د دغه ناکاميو بنسټيز لامل پر سیاست د قومي او قبيلوي جوړښتونو برلاسي او د ملي ارادې نشتوالی دی چې د دغه جوړښتونو له محدودې د تېرېدو توان نه لري.

مسعود ويلي، د شاه امان الله له وخته تر د ۲۰۰۱کال وروسته جمهوريت پورې تاريخي تجربې ښيي چې فردي اصلاحات، سطحي ثبات او يا بهرنی مرستندويه ملاتړ په يوازې ډول بسنه نه کوي. هغه ټينګار کړی، چې يوازې يو ملي ماډرن دولت چې پر اساسي قانون او د وګړو پر بنسټ ولاړ وي؛ کولای شي افغانستان د پرله‌پسې ناکاميو له دايرې وباسي.

هغه د شاه امان الله د ټولنيزو او سياسي اصلاحاتو هڅو ته په اشارې ويلي، دغه هڅې د قبيلوي دودونو د سخت مقاومت او د ځواکمن ملي دولت د نشتوالي له امله ناکامې شوې. د مسعود په باور، د ظاهر شاه د واکمنۍ دورې که څه هم نسبي ثبات لاره؛ خو دغه ثبات د ملت جوړونې پايله نه وه، چې قومي او مذهبي درزونه پر خپل ځای پاتې وو.

د هغه په وينا، له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان د ملت جوړونې لپاره تر ټولو ستر تاریخي فرصت لاره؛ خو د ملي بنسټونو د جوړولو پر ځای سياسي مشرانو د قومي واک په وېش لاس پورې کړ او جمهوريت د لومړۍ ضربې په وړاندې ونړېد.

مسعود طالبانو ته د «توندې اېډيالوژۍ او قومي سياست» استازي وايي او خبرداری ورکوي، چې د دغه ډلې دوامداره واکمني پرته له فقر، بې‌ثباتۍ او نړۍوالې انزوا بله لاسته راوړنه نه‌لري.

هغه په خپله ليکنه کې کاږي، چې افغانستان اوس د يوه تاريخي انتخاب پر وړاندې ولاړ دی: «يا به د وګړو پر مساوي حقوقو ولاړ يو ملي ماډرن دولت جوړوي او يا به په قبيلوي کړۍ او استبداد کې بند پاتې وي.»

مسعود ټينګار کړی، د افغانستان راتلونکی د هغه نسل په لاس کې دی چې د يو ملي دولت د جوړولو جرات ولري او پرېنږدي چې تاريخي تېروتنې بيا تکرار شي.

هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «هيڅ قبيله له ملت نه لويه نه ده. تاريخ درې ځله موږ ته خبرداری راکړ، څلورم ځل به نور بیا فرصت نه وي».

د هرات د پولیسو پخوانی افسر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱

وسله‌والو کسانو د هرات ولایت د پولیسو پر پخواني افسر داسې مهال ډزې وکړې، چې له خپل کور څخه د وتلو په حال کې و. ځايي سرچینې وایي، چې هغه په دغه برید کې وژل شوی دی. د پولیسو دغه افسر پخوا د طالبانو پر ضد جګړه کې ټپي شوی و او په یوه سترګه ړوند شوی هم و.

دغه پېښه پرون سهار (د وږي ۳۰مه) د هرات ښار د «فرقه‌سابق» نواباد په سیمه کې وشوه، چې له امله یې د هرات د امنیې قوماندانۍ پخوانی افسر ګل اقا جلالي ووژل شو.

د هرات دوو پخوانیو پولیسو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغه پېښې پخلی کړی دی. دوی ویلي، چې نوموړی افسر پخوا د هرات د امنیې قوماندانۍ په عملیاتي قطعه کې د ساتنمن په توګه دنده لرله. د دغه قطعې دنده د ښار په شاوخوا سیمو کې عملیات کول او د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو مخنیوی و.

د دغه پخوانیو پولیسو په وینا؛ ګل اقا تر دې وړاندې د وظیفې پر مهال ټپي شوی و او یوه سترګه یې هم ړنده شوې وه.

په وروستیو وختونو کې په هرات ولایت کې څو خونړۍ پېښې شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي. طالبانو تر اوسه د دغه وژنو په تړاو د چا د نیولو یادونه نه ده کړې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تر دې وړاندې څو ځله د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د وژنو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د یوناما راپورونه ښیي، چې د طالبانو تر دویمې واکمنۍ وروسته د پخواني حکومت لسګونه افسران او سرتېري په نښه او وژل شوي دي.

مجاهد دوه کاله وړاندې: د نوري فایبر له لارې ارزان او قوي انټرنېټ ترلاسه کولی شو

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري د نوري فایبر انټرنېټ له بندېدو سره هم‌مهاله د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ویډیو په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې نوموړی په کې دوه کاله وړاندې د دغه کېبلي انټرنېټ په ستاینو بوخت دی.

ذبیح‌الله مجاهد دوه کاله وړاندې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: «د سپوږمکۍ انټرنېټ بېخي قیمته دی، هر څه چې وکړو کلنی لګښت یې ډېر دی او نه یې شو کولای. د نوري فایبر یو مستقیم لېن باید افغانستان ته راوړو، چې دا هم ارزانه تمامېږي او تېز هم دی».

د ملاهبت الله دغه ویاند اوس د خپل مشر له انټرنېټي بندیز سره غلی دی او ښايي خپلې دغه پخوانۍ څرګندونې یې اوس ذهن کې ور ګرځي. مجاهد که یو مهال د نوري فایبر په ستاینو بوخت و؛ خو اوس په دې اړوند د خپل مشر د بندیزونو له امله چوپه خوله دی او لا تر اوسه یې په دې تړاو هېڅ ډول عامه نظر نه دی څرګند کړی.

د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي هم د نوري فایبر شبکې پرې کېدو په غبرګون کې تېره اونۍ کندهار ته تللي وو، ترڅو ملا هبت الله قانع کړي چې دغه بندیز یې ناوړه پایلې لري؛ خو بېرته نهیلې او تش لاس کابل ته ګرځېدلي دي. خپل مشر ورته په ښکاره ټکو ویلي، چې دی د انټرنېټ د «بندیز په تړاو هېڅ ډول دلیل نه مني» او باید دغه حکم یې په جدي توګه ژر تر ژره عملي شي.

په افغانستان کې یو شمېر سوداګرو او کاروباریانو نیوکې کړې دي، چې د هبت‌الله دغه بندیز یې روزګارونه سخت خراب کړي دي او که دوام وکړي؛ نو مجبوره دي چې هېواد پرېږدي. د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارپوهانو نیوکې دا دي، چې په ۲۱مه پېړۍ کې د ملاهبت الله دغه بندیز سره له دې چې خندوونکی دی؛ بلکې ځورونکی هم دی.

د معلوماتي ټکنالوژۍ د کارپوهانو په وینا؛ اوسني عصر کې له انټرنېټ پرته له نړۍ سره وصل کېدنه، حکومتولي، روزګارونه مخته وړل او ان زده‌کړې کول هم ناشوني دي. د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شوی او تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر ښاریانو پېغامونه راستولي وو، چې د انټرنېټ سرعت بېخي کم شوی دی.

باورونه دا دي، چې د طالبانو مشر په دغه بندیز سره غواړي د ده حکومت اسنادونه، د چارواکو ناوړه حرکتونه او ورځني تاوده مسایل د رسنیو او یا هم د خواله رسنیو تر کاروونکو ونه رسېږي. هغه وېره لري، چې د بیان ازادي، رسنۍ او خواله رسنۍ کولای شي چې د طالبانو پر وړاندې د خلکو ذهنونه لا ډېر راوپاروي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان: افغان خبریالانې د «حقیقت او بقا» لپاره مبارزه کوي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۱

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې نوې نظر پوښتنې د پایلو په خپرولو سره ویلي، چې افغان خبریالانې د «حقیقت او بقا» لپاره مبارزه کوي او په وینا یې نړۍواله ټولنه باید د دوی تر څنګ ودرېږي.

دغه سازمان د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې له ۱۰۱ ښځينه خبریالانو سره تر مرکو وروسته د خپلې سروې پایلې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) خپرې کړې او له مخې یې، ډېری ښځینه خبریالانې له شلو تر ۳۵ کلونو عمرونه لري، له دوو تر لسو کلونو کاري تجربې لري او ډېری یې په کابل کې مېشتې دي، خو له سختو محدودیتونو لکه سانسور او جنسیتي تبعیض سره مخ دي او دمګړی یوازې ۶ اعشاریه ۹ سلنه یې کولی شي په ښکاره او رسمي ډول کار وکړي او پاتې نور یې تر محدودیتونو لاندې یا په پټه کار کوي او یا هم د رسنیزو کارونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دغه راپور د موندنو له مخې، نږدې نیمايي ځواب ورکوونکو ویلي، چې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو د کار دوام ته هیله مندې نه دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له دولتي رسنیو ټولې ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کېنول شوې، ځينې افغان ښځينه خبریالانې له هېواده ووتلې، ځينې یې لا هم تر سختو شرایطو لاندې په هېواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او یو زیات شمېر ښځينه خبریالانو بیا دغه مسلک ته شا کړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان تر ۲۰۲۱ کاله د بیان ازدۍ په نړۍوال شاخص کې ۱۲۲ ځای درلود، خو اوس د نوملړ ۱۷۸ ځای ته رالوېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر سخت څار لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ سازمانونه وایي، چې باید د نړۍوالې همکارۍ له لارې د افغان ژورنالیستانو د خوندیتوب او د رسنیو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.