د ارغواني شنبو غورځنګ: موږ له نړۍوالو غواړو، چې طالبانو ته دې مشروعیت نه ورکوي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې افغان مېرمنې په نړۍوالو غږ کوي، چې طالبانو ته دې هیڅ ډول مشروعیت نه ورکوي. دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره د تعامل په پلمه د دوی ظالمانه واکمنۍ د عادي کولو څخه دې ډډه وکړي.