د پاکستان پوځ وايي، شمالي وزیرستان کې یې له وسله والو سره جګړې کې دوه پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېره شپه یې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پوځي عملیاتو او جګړې پر مهال د یوه افسر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي خو وايي په دغې جګړه کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.