د ملګرو ملتونو سرمنشي د غزې د دوه نیم زره ماشومانو د بېړنۍ تخلیې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) د غزې له جګړه ځپلو سیمو څخه د ۲۵۰۰ ماشومانو د سملاسي روغتیايي تخلیې غوښتنه وکړه.