ټرمپ د فدرالي هوايي چلند په اداره کې د ګومارنو په اړه د بیاکتنې امر وکړ

واشنګټن کې د الوتکې له غورځېدو وروسته، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک کړ او له ترانسپورت وزارت او د فدرالي هوايي چلند ادارې یې وغوښتل چې په تېرو څلورو کلونو کې د ټولو ګومارنو او د خوندیتوب پروتوکولونو کې د بدلونونو په اړه بیاکتنه وکړي.