د ایران په کرمانشاه کې بندیانو د زندان یوې برخې ته اور اچولی او تښتېدلي دي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې تېره ورځ د سلواغې ۱۱مه یو شمېر بندیانو چې ښايي شمېر یې له «له ۳۰ تر ۴۰ تنو پورې» وو، د کرمانشاه د ډیزل اباد زندان یوې برخې ته اور ورته کړی او په تېښته بریالي شوي. ځینو رسنیو بیا دغه شمېر نهه تنه ښودلی.