عباس عراقچي: زموږ پر اټومي تاسیساتو برید به د امریکا تر ټولو ستره تېروتنه وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له الجزیرې سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه وویل، که د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وشي دوی به سمدستي او پرېکنده ځواب ورکړي. عباس عراقچي زیاته کړه: «دا به په سیمه کې د هر اړخیزې جګړې لامل شي.»