ټرمپ په سومالیا کې د داعش پروړاندې د امریکا د هوایي بریدونو خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په سومالیا کې د داعش ډلې د بریدونو د لوړپوړي طراح او نورو ترهګرو پر ضد د هوايي بریدونو امر کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په سومالیا کې د داعش ډلې د بریدونو د لوړپوړي طراح او نورو ترهګرو پر ضد د هوايي بریدونو امر کړی دی.
نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سومالیا کې د داعش وسلهوالې ډلې پر پټنځایونو د هوايي بریدونو امر صادر کړی او دغې ډلې ته د مرګژولې د اړولو ادعا کوي.
رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ د جنوري پر لومړۍ نېټې ویلي، چې ټرمپ دغه امر په سومالیا کې د داعش وسلهوالې ډلې د بریدونو د یوه لوړپوړي طراح او د دغې ډلې د څو نورو غړو د لهمنځه وړولو په موخه صادر کړی دی.
د امریکا ولسمشر بیا د داعش ډلې د بریدونو د دغه لوړپوړي طراح نوم نه دی اخیستی.
نوموړي ټینګار کړی، چې په دې بریدونو کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
ټرمپ د خپلې ټروټ شبکې له لارې په یوې ویناپاڼه کې ویلي دي: «دغه قاتلان چې مونږ په پټنځایونو کې موندلي وو، متحده ایالاتو او متحدو هېوادونو ته یې ستر ګواښ بلل کېده. پرته له دې چې ملکیانو ته زیان ورسېږي، په دغو پټنځایونو کې ګڼ شمېر ترهګر وژل شوي دي.»
ورته مهال، د امریکا نوي دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي، چې دغه هوايي بریدونه د سومالیا په ګولیس غرونو کې ترسره شوي او په وینا یې لومړني معلومات ښيي، چې په دغو بریدونو کې څو ترهګر وژل شوي دي.
هغه هم زیاته کړې، چې ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی.
رویټرز د دغه برید د لا ډېرو جزیاتو په تړاو معلومات نه دي ورکړي، خو پر امریکا د ډونالډ ټرمپ تر واکمنېدو وروسته دا په سومالیا کې د امریکا لومړنی هوايي او پوځي برید بلل کېږي.