له ناټو د امریکا غوښتنه: د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي لپاره خپلې ژمنې سرته ورسوئ

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، ډونالډ ټرمپ غواړي چې د ناټو غړي هېوادونه د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه برخه دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي، ډونالډ ټرمپ غواړي چې د ناټو غړي هېوادونه د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه برخه دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کړي.
مایک والټز ویلي، د ناټو غړو ۱۰ کاله مخکې ژمنه کړې وه، چې د خپل ناخالص کورني تولید دوه سلنه به دفاعي چارو ته ځانګړې کوي؛ خو په وینا یې، هغوی یوازې د دې موخې نیمه برخه ځانکړې کړې ده.
نوموړي د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي، چې د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي لپاره دې خپلې ژمنې سرته ورسوي.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د ځانګړو ماموریتونو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي ریچارډ ګرينېل وايي، چې د ناټو غړو هېوادونو لهخوا د لګښتونو عادلانه نهورکول، یاد سازمان کمزوری کوي او دا یې پر وړاندې یو ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو ۳۲ غړو پرېکړه کړې وه څو د خپل ناخالص کورني تولید دوه سلنه به دفاعي لګښتونو ته ځانګړې کوي.
دا ګام د روسیې لهخوا په هماغه کال کې د کریمیا د یوځای کېدو او په منځني ختیځ کې د ناامنۍ زیاتوالي په ځواب کې ترسره شو؛ خو ۱۰ کاله وروسته اتو غړو هېوادونو ونه شو کړای، چې خپلې دوه سلنه اړتیاوې چې ټولټال له ۴۲ میلیارد ډالرو ډېرېږي، پوره کړي.
په دې وروستیو کې د ناټو سرمنشي مارک روټ د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي، چې خپل دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۲ سلنې څخه ډېر کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د غړو هېوادونو د پوځي لګښتونو لپاره مخکېنۍ ټاکل شوې کچه له راتلونکو ننګونو سره د مبارزې لپاره بسنه نهکوي.
مارک روټ وویل: «پوهېږو چې دا دوه سلنه هدف ۱۰ کاله مخکې ټاکل شوی، خو له راتلونکو ننګونو سره د مبارزې لپاره بسنه نهکوي.دا پهدې معنا ده چې اوس د خپلې دفاع لپاره لوړ لګښتونه ځانګړې کړو.»
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ناټو لګښتونه پر یوې مسئلې واړول، په داسې حال کې چې ولسمشر بایډن هم پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال له برید وروسته دې موضوع ته دوام ورکړ.
د یادونې ده، چې ټرمپ تېره اوونۍ په داووس اقتصادي نړۍوال فورم کې د خپلې وینا پرمهال ټینګار وکړ، څو ناټو هېوادونه دې له دغه سازمان سره خپلې مرستې پنځه سلنه ډېرې کړي.