د سوریې د انتقالي حکومت مشر په خپل لومړي سفر سعودي ته تللی

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته رسېدلی دی. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني هم په دغه سفر کې د نوموړي ملتیا کوي.