• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: افغان ښځې روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله د مرګ له خطر سره مخ دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۳ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نفوذ صندوق د افغان ښځو د خوندي او اغیزناکو روغتیايي خدماتو د نشتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه. دې سازمان خبرداری ورکړ، چې افغان ښځې د خوندي روغتیايي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله د مړینې او د ناروغیو د زیاتوالي له خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو نن دوشنبې «د سلواغې ۱۵مه» ادارې په اېکسپاڼه کې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې د ننګرهار ولایت یو شمیر افغان میرمنې روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو په اړه خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د نفوذ صندوق ټینګار کړی چې له بریتانیا سره په ملګرتیا کې، دوی د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې میرمنې روغتیا پاملرنې ته بې خنډه لاسرسی لري.

فوزیه، چې د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکه ده، وايي: "زما ماشوم ډېر ناروغه دی. زه دوه نور ماشومان لرم چې هم په کور کې زېږیدلي دي. "د پیسو پرته، موږ د طبي مرستې لپاره هیڅ ځای ته نشو تلای."

ملالۍ امین، چې د ولایت د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکې ده، هم ټینګار وکړ، چې د کلي خلک نشي کولی چې په لرې پرتو روغتیايي مرکزونو کې د خپلې درملنې لپاره پیسې ورکړي.

هغې وويل: "خلک له موږ څخه لوړې تمې لري ځکه چې کلینیک په یوه لرې پرتې سیمه کې موقعیت لري." "دلته فقر ډېر خپور دی او خلک حتا لس افغانۍ هم نه لري چې د موټر کرایه ورکړي او نورو کلینیکونو ته لاړ شي او درمل واخلي."

د ملګرو ملتونو د نفوذ صندوق په افغانستان کې د ښځو لپاره روغتیا پاملرنې ته د خوندي او بې خنډه لاسرسي ډاډمنولو لپاره د دوامداره پانګونې اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

سازمان لیکلي: "د خپلو شریکانو او بسپنه ورکوونکو سره یوځای، موږ د ژوند ژغورونکي زېږون، مور، نوي زېږیدلي ماشوم او تنکي ځوانانو روغتیایی خدمتونه چمتو کوو ترڅو په ښځو او نجونو باندې د بشري بحران جدي اغیزې حل کړو."

په زمري ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له خوا د افغانستان کنټرول ترلاسه کولو سره، د افغانستان روغتیایی سیستم سقوط وکړ او شاوخوا زر روغتیايي مرکزونه وتړل شول.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه خلک روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د باکیفیته روغتیا پاملرنې ته لاسرسی یو له مهمو ننګونو څخه دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي