زلمی خلیلزاد: د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره ژورې بیاکتنې او بدلون ته اړتیا لري

د امریکا د نړۍوالې پرمختیايي ادارې د رسمي وېبپاڼې تر تړل کېدو دوه ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې دغه اداره ژورې بیاکتنې او بدلون ته اړتیا لري.