ټرمپ: فلسطینیان د غزې له پرېښودو بله لار نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې فلسطینیان د غزې له پرېښودو پرته بله هېڅ لار نه لري.
هغه د سې شنبه په ورځ وویل، چې هیله لري اردن او مصر بې ځایه شویو فلسطینیانو ته په خپل هېواد کې ومني.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «که وکولی شو، چې مناسبه ځمکه پیدا کړو یا څو ځایه ځای پیدا کړو چې په ډېرې پانګونې سره هم فلسطینیانو ته د اوسېدو ښه ځایونه جوړ کړو، نو هرو مرو دا کار کوو. دا کار تر هغه غوره دی چې دوی بېرته غزې ته وګرځي.»
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ورته څرګندونو کې زیاته کړه، چې فلسطینیان باید غزه پرېږدي او په داسې ځایونو کې ژوند وکړي، چې وکولی شي خوشحاله وي او و نه وژل شي.
حماس بیا دغه وړاندیز غندلی دی او د دې ترڅنګ اردن او مصر هم د ټرمپ له دې نظریې سره مخالفت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د جو بایډن حکومت بیا د غزې د اوسېدونکو لېږدولو سره مخالفت کړی و.