• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل ته د عراقچي له سفر وروسته؛ طالبانو په نیمروز کې د انساني قاچاقبرانو د نیولو امر کړی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۰

په نیمروز ولایت کې د طالبانو والي د انساني قاچاقبرانو د نیولو او د هغوی د وسایطو د ضبط امر کړی. طالبانو په داسې حال کې په نیمروز کې د انساني قاچاقبرانو د نیولو امر کړی، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر او خبرو اترو یوه موضوع د کډوالۍ مخنیوی و.

په نیمروز کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي، د نیمروز والي محمد قاسم خالد د امنیتي غونډې پر مهال امنیتي ارګانونو ته امر کړی، چې د قاچاقبرو موټر ضبط او خپله قاچاقبران قضايي ادارو ته وسپاري.

بل خوا په نیمروز ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې تر سلو ډیر انساني قاچاقبران نیولي دي.

د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت وايي:«ټول امنیتي ارګانونه په دې تلاش کې دي، چې د انساني قاچاق مخه ونیسي. تر دې دمه مو ۱۱۲ انساني قاچاقبران نیولي دي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي. تقریبا تر سل زیات د دوی وسایط نیول شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د انساني قاچاق مخه ونیسي.»

د راپورونو له مخې، د نیمرو‍ز ولایت ځايي طالب چارواکو کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر وروسته د انساني قاچاقبرانو د نیولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

له نیمروز ‍څخه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د انساني چاقبرانو لسګونه نمایندګۍ دي او هره ورځ لسګونه افغانان په غیر قانوني او خطرناکو لارو ایران ته رسوي.

د سرچینو په وینا، دغو قاچاقبرانو هم د تېر نظام پر مهال او هم اوس ځايي چارواکو ته د دوی د کاروبار د فعالیت لپاره رشوت ورکاوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له کابل څخه تهران ته تر ستنېدو وروسته د دغه هېواد د وزیرانو شورا د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، طالبانو منلې چې غیر قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شي.

همدارنګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم دا مني چې له عراقچي سره یې په ایران کې د مېشتو میلیونونو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې چې افغانان په زوره له دغه هېواده اېستل کېدو ته اړ نه کړي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی