• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د روسیې سفیر: مسکو په ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستان او طالبانو سره مرسته کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۹ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۰

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر البرټ خورف په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده. نوموړي ویلي، چې مسکو د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد ملاتړ کوي.

البرټ خوروف زیاته کړه، « روسیه د کابل د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کوي او کولی شي اړینې مرستې ترسره کړي.»

هغه د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل: « موږ له پاکستان او افغانستان سره د رغنده همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپله ژمنه بیا تاییدوو.»

البرټ خوروف په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې روسیه څنګه له پاکستان او طالبانو سره په ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته کوي.

خو روسي ډېپلومات ټینګار وکړ: «د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې د امنیتي ستونزو حل کول په عمده توګه د دې هیوادونو په واک کې دي.»

د روسیې سفیر وايي چې روسیه او پاکستان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې په اغېزناکه توګه همکاري کوي.

البرټ خوروف په دې اړه د تلې په میاشت کې د پاکستان او روسیې ترهګرۍ ضد ګډو تمریناتو ته اشاره وکړه.

د پاکستان پوځ د ۲۰۲۴ کال په تلې میاشت کې اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا کې یې د روسیې له پوځ سره دوه اونۍ ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.

پاکستان وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې خوندي ځایونه لري، خو طالبان پر اسلام اباد تور لګوي، چې د داعش وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

ډېر لیدل شوي

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی
۱

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۳

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۴
د سپټمبر ۱۱مه

په اېبټ‌اباد کې د بن لادن له وژل کېدو ۱۵ کاله وروسته څه بدلون راغلی؟

۵

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی