دغه مقاله په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت په بیا ځلې پرانیسته پیل شوې او پکې راغلي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې د سعودي عربستان پاچا اعلان وکړ، چې په کابل کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت بیا پیلوي.
دا پرمختګ شاوخوا درې کاله وروسته له هغه وشو، چې سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت په ۲۰۲۱ کال کې د افغان طالبانو تر واکمنۍ وروسته بند کړ.
دغه چاره د سعودي عربستان په تګلاره کې بدلون او له افغان طالبانو سره د ښکېلتیا لېوالتیا ښيي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په دې پورې اړه لري، چې ایا د طالبانو رژیم د سعودي عربستان د عصري کولو اجنډا کې مطابقت موندلی شي او که نه.
مقاله کې وړاندې راغلي، په تاریخي لحاظ سعودي عربستان د افغانستان نږدې متحد و، ځکه د شوروي – افغان جګړې پر مهال دغه هېواد د روسانو پر وړاندې مجاهدينو ته لازمې سرچينې برابرولې.
له افغانستان څخه د شوروي له وتلو او په ۱۹۹۶ کال کې د افغان طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه.
سعودي عربستان یو له هغو درېیو هېوادونو څخه و، چې په افغانستان کې یې نوی حکومت په رسمیت وپېژانده او دوه نور یې بیا متحده عربي امارات او ګاونډی پاکستان وو.
خو په ۱۹۹۸ کال کې د دواړو هېوادنو ترمنځ هغه مهال په اړیکو کې کړکېچ رامنځته شو، چې سعودي عربستان له افغان طالبانو وغوښتل، څو د القاعدې مشر اسامه بن لادن متحده ایالاتو ته وسپاري.
طالبانو دا غوښتنه رد کړه، چې له امله یې اړیکې د پام وړ خرابې شوې او سعودي عربستان د دې ډلې مالي مرستې بندې کړې.
د القاعدې ډلې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دواړو له افغان طالبانو سره ټولې اړیکې پرې کړې.
سعودي عربستان هم له ترهګریز برید څخه دوه اوونۍ وروسته خبر ورکړ، چې د طالبانو حکومت د سخت دریځو عناصرو د پټنځایونو د بندولو په اړه کوم ګواښ ته ځواب نه دی ویلی.
په مقاله کې راغلي، چې په ۲۰۰۸ کال کې سعودي عربستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو منځګړیتوب وکړ.
دا خبرې د روژې په میاشت کې په مکه کې ترسره شوې او د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز یې کوربه و.
اصلي موخه دا وه، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د یوې موافقې خبرې اترې وشي، چې وسلې کېږدي او طالبان په افغان حکومت کې شامل کړي.
که څه هم خبرې اترې ناکامې شوې، خو حقیقت دا دی چې د سعودي حکومت مستقیم له طالبانو سره ښکېل دی، چې د دوی په پالیسۍ کې د بدلون استازیتوب کوي.
په ۲۰۱۷ کال کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دغه هېواد کې د اسلامي افراطیت د ممنوعیت د لرې کولو او د بهرني سیاحت د راجلبولو په هیله د اسلام د یوه ډېر اعتدال لرونکي نسخې په وړاندې کولو سره د اصلاحاتو کمپاین پیل کړ.
دغه کمپاین په سعودي ټولنه کې د ښځو د ازادۍ په وړاندې څو خنډونه کم کړل، په جشنونو بندیزونه یې لرې کړل او بهرنیو جوماتونو او مدرسو ته یې مالي مرستې بندې کړې.
د دې اصلاحي اجنډا لومړنۍ موخې غربي لیدونکو ته د اسلام د زغم او اعتدال انځور وړاندې کول او له افراطي ایډیالوژیو او ډلو لکه القاعدې سره د سعودي عربستان د تړاو لرې کول وو.
په دغه مقاله کې د دواړو اسلامي هېوادنو اسلامي نظامونو ته هم اشاره شوې، چې په دواړو هېوادنو کې د اسلامي تفسیر په اړه پکې راغلي، چې د افغانستان په اړه د سعودي دریځ تر یوه حده د طالبانو ضد و، د تشدد او د اسلام سخت دریځه تفسیر یې غندلی دی.
په ۲۰۱۸م کال کې ریاض په افغانستان کې د سولې او ثبات د ودې په موخه د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د دوه ورځیني نړۍوال کنفرانس کوربه و.
په دې کنفرانس کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو دیني عالمانو برخه اخیستې وه، چې د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي کې له دیني مشروعیت څخه کار اخیستل وغندي.
د کنفرانس موخه دا وه، چې د اسلام د اعتدال نسخه او د افغانستان په اړه د سلطنت نوې ډیپلوماتیکه تګلاره وړاندې کړي.
د ۲۰۲۱م کال راهیسې د سعودي ښکېلتیا لږ وه او یوازې یې په بشري مرستو او د ناورینونو وخت کې د مرستو په اړه تمرکز کاوه.
له درېيو کلونو وروسته څرګنده شوه، چې افغان طالبان يو واقعيت دي او ګاونډيان په ځانګړې توګه مسلمان دولتونه بايد ورسره ښکېل شي.
د سعودي عربستان لپاره، بشري مرستې او د OIC د دفتر محیط هغه سیمې تر پوښښ لاندې راولي، چېرې چې طالبان په رسمي توګه ګډون کولی شي.
که څه هم د طالبانو تر مشرۍ لاندې افغانستان ښايي په بشپړه توګه د سلطنت د اصلاحي اجنډا سره موافق نه وي، خو سعودي عربستان کولی شي د عملي ښکېلتیا لپاره فرصتونه رامنځته کړي.
دا کولی شي، چې د دوو سپېڅلو ځایونو د ساتونکي په توګه له طالبانو سره په ځانګړې توګه د پراختیا او سوداګرۍ په چارو کې له خپل ځانګړي دریځ څخه کار واخلي.
که څه هم په کابل کې د سعودي عربستان د ډیپلوماټیک ماموریت بیا پیلول له افغان طالبانو سره د عادي کېدو په لور یو عملي ګام بلل کېږي، خو د سلطنت د عصري کولو هڅې به احتمالا په افغانستان کې له ننګونو سره مخ شي.
د دواړو هېوادونو تر منځ ایډیالوژیکي توپیر د محمد بن سلمان د اصلاحي اجنډا په اړه یو عامل دی.
افغان طالبان د مذهب په اړه خپل محافظه کار تعبیر ته ادامه ورکوي.
د افغانستان د امر بالمعروف وزارت ډېری محافظه کاره قوانین تصویب کړل، چې د نارینه وو د ږیرې له جوړولو نیولې بیا د ښځو له تعلیم څخه تر منع کېدو پورې شامل دي.
همدا شان افغانستان د ترهګرو ډلو لکه د اسلامي دولت – خراسان، القاعدې او تحريک طالبان پاکستان په شتون سره د ترهګرۍ مرکز بلل کېږي.
د دې لپاره چې د سعودي عربستان په اصلاحي ستراتیژۍ کې مطابقت پیدا شي، افغان طالبان باید د بدلیدونکي جیو پولیټیکل منظرې سره سمون ولري.
د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، افغان طالبان باید د بشري حقونو د ځینو ژمنو د ساتلو لپاره ژمنتیا وښيي.
په دې کې د حکومتدارۍ، د ښځو د حقونو په اړه د هغوی د دریځ اعتدال او د افغان خاورې د کارولو څخه د افراطي ډلو مخنیوی شامل دي.
دا بدلون د دې لپاره اړین دی، چې کابل د ریاض د عصري کولو له هڅو سره همغږي شي، ترڅو د اسلام یو ډېر زغم لېرونکې نسخه او د اسلامي نړۍ یو پرمختللی انځور وړاندې کړي.