• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي ازبکستان له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز زون جوړول غواړي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د ازبکستان د چارواکو په حواله لیکلي، چې تاشکند غواړي د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره له فغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز زون جوړ کړي. حمدالله فطرت وايي، دا هوګړه دغه هېواد ته د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا بردار په سفر کې شوې.

حمد الله نن شنبې د کپ ۵مه په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي، په دغه زون کې به د جلغوزیو او پنبې یا مالوچو د پروسس کارخونې، د بسته‌بندۍ او لوجستيک مرکزونه او د یوشمېر خوراکي توکو د تولید کارخونې جوړې شي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ددې ډلې لوړپوړيی پلاوی نن ازبکستان ته لاړ.

ښاغلی فطرت وايي، چې دغه پلاوي نن له غرمې وروسته د اوزبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره ولیدل.

د دغې لیدنې پر مهال دواړو لورو د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د اوزبکستاني سوداګرو پر پانګونه خبرې وکړې.
حمدالله فطرت د اوزبکستان د لومړي وزیر مرستیال په حواله لیکلي چې ازبکستاني پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج په برخه کې له طالبانو سره ګډه همکاري او په سمنګان ولایت کې د سیمنټو د کارخونې جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
په دغه لیدنه کې ملا عبدالغني برادر د اوزبکستاني لوري د طرحو هرکلی وکړ او د طالبانو له لوري يې په دې برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، چې ملا برادر د بانکي ظرفیت لوړولو او سوداګریزو اړیکو د اسانتیا لپاره ددغه هیواد د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ملا برادر همدراز په سوداګریزو معاملو کې د دواړو خواوو د ملي اسعارو د کارولو غوښتنې ترڅنګ افغان سوداګرو ته د وېزو او کمرګي برخو کې اسانتیاو پر رامینځته کولو ټینکار کړی دی.

تر اوسه د ازبکستان حکومت او د هغه هېواد ځايي رسنیو د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو تاشکند د طالبانو واکمنېدو پسې له افغانستان سره خپله راکړه ورکړه ډېره کړې ده.

دغه هېواد په سرحدي سیمه ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبکستان د توکو لپاره ګډ بازار هم جوړ کړی دی.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: امریکا امنیتي برخه کې پر بهرنۍ مرسته بندیز لرې کوي، خو افغانستان پکې شامل نه دی

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا‌ په امنیتي برخه کې پر بهرنۍ مرسته بندیز لرې کوي، خو د مرستو د معافیت دغه بودیجه کې ډیره کمه برخه د بشري مرستو لپاره ده. د بهرنیو مرستو د معافیعت په نوملړ کې د افغانستان په ګډون یو شمېر هغه هېوادونه شامل نه دي، چې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، د امریکا له لوري د بهرنیو مرستو د معافیت په برخه کې ۵،۳ میلیارده ډالر شامل دي، چې په جنوري میاشت کې د ټرمپ لخوا ځنډول شوي وو.

د بهرنیو مرستو د معافیت ډیره برخه د امنیت او نشه یي توکو ضد مبارزې لپاره ده، خو ډیره کمه برخه یې د بشري مرستو لپاره ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۲۰مه واک ته له رسیدو سره سم د دریو میاشتو لپاره د بهرنیو مرستو د ځنډ امر وکړ.

په دغو مرستو کې د لوږې او وژونکو ناروغیو سره پر مبارزه سربیره په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کسانو لپاره پر هر ډول مرستو بندیز شامل دی.

د مرستو بندېدو د امریکايي چارواکو او بشري سازمانونو ترمنځ د پروګرامونو د دوام لپاره د معافیتونو پر سر یوه لانجه راپورته کړه.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې ټولې بهرنۍ مرستې باید د ټرمپ د «امریکا پرسټ» پروګرام لومړیتوبونو سره سمون ولري.

د بهرنیو مرستو د معافیت په نوملړ کې په منځني ختیځ کې د امریکا متحدینو اسراییل او مصر ته د پوځي او بشري مرستو لپاره معافیتونه صادر شوي دي.

رویټرز وايي، د ۲۴۳ نورو هغه استثناوو لیست یې تر لاسه کړی، چې د فبروري تر ۱۳مې پورې تصویب شوی او ټولټال ۵،۳ ملیارد ډالر کیږي.

په دې نوملړ کې هغه پروګرامونه په ګوته شوي چې د امریکا لخوا به تمویل شي او دغه هېواد به یې اداره کوي.

د معاف شویو بهرنیو مرستو لویه برخه چې له ۴،۱ میلیارد ډالرو زیات دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او پوځي چارو د ادارې لخوا د اداره کیدونکو پروګرامونو لپاره دي، چې نورو هیوادونو او ډلو ته د وسلو پلور او د نظامي مرستو څارنه کوي.

د رویټرز په دغه راپور کې ویل شوي چې نور معافیتونه د ټرمپ د کډوالۍ د مخنیوي او امریکا ته د غیرقانوني نشه یي توکو د جریان د بندولو په برخه کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

په دغه نوملړ کې د یوسیډ (USAID) پروګرام ته هم ځینې برخو کې معافیت ورکړل شوی.

د دغې ادارې په معافیت کې په غزه کې د غیري خوراکي بشري مرستو لپاره ۷۸ میلیونه ډالر شامل دي.

همدارنګه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون پورې اړوند سور صلیب نړیوالې کمیټې ته جلا ۵۶ میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

خو امریکا د بهرنیو مرستو د معافیت په دغه نوملړ کې د افغانستان، سوډان، سوریې، اوکراین او ماینمار په څیر په نړۍ کې د سخت بشري ناورین سره مخ هېوادونو تهد بشري مرستو هیڅ معافیت شامل نه دی او د دغو هېوادونو لپاره د امریکا د بشري مرستو بندیز لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

امریکا د بهرنیو مرستو د معافیت په نوملړ کې د تایوان د امنیتي پروګرامونو لپاره ۸۷۰ میلیون ډالر، د فیلیپین د امنیتي ځواکونو د عصري کولو لپاره ۳۳۶ میلیون ډالر او د اوکراین د ملي پولیسو او سرحدساتو لپاره د زغرو او زغره والو موټرو لپاره له ۱۲،۵ میلیون زیات ډالرو شامل دي.

په ایران کې پر کډوالو فشار زیاتول؛ په یزد کې یوه فابریکه د کډوالو د ګمارلو له امله تړل شوې

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د محکمې د حکم پر اساس په یزد ښار کې د خوراکي توکو د تولید یوه فابریکه د بې اسنادو کډوالو د ګمارلو له امله تړل شوې. محکمې ویلي، چې د دې فابریکې مدیرانو د بې اسناده کډوالو د نه استخدام په اړه خبرداری له پامه غورځولی دی.

ايراني رسنيو د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) خبر ورکړ، چې دغه فابريکه د خوراکي توکو د توليد په برخه کې فعاله وه.

ویل کیږي چې دغې فابریکې یو شمیر کډوال په کار کړي وو.

د مهریز روغتیایي شبکې مخکې اعلان کړی و، چې شرکتونه او کارورکونکي حق نه لري، چې د اوسېدو له اسنادو پرته کډوال د خوراکي توکو د تولید په سکتور کې وګماري.

دې شبکې خبرداری ورکړی و هغه سوداګر، چې له دې حکم سرغړونه کوي محکمې ته به حاضر شي او د دوی د سوداګرۍ شرکتونه به وتړي.

ایران د افغان کډوالو لپاره کاري شرایط خورا سخت کړي دي.

ایراني چارواکو ويلي، هغه کاروال چې افغان کډوال استخداموي د یوه کارګر د معاش پنځه برابره جریمه کېږي.

مالیزیا ته تلونکي نهه افغانان په ټایلنډ کې نیول شوي دي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د بنکاک پوسټ د راپور له مخې، د ټایلنډ پولیسو د دغه هېواد په دوو سوېلي ولایتونو کې هغه نهه افغانان نیولي چې بې قانونه مالیزیا ته تلل. پولیسو ویلي، چې له دې افغانانو سره یې د انساني قاچاق په تور درې ټالینډيان هم نیولي دي.

پولیس وايي، د شنبې په سهار د سونګخلا په هات یي ولسوالۍ کې د لایسنس پلټلو په پلمه یو موټر ودراوه، خو وروسته معلومه شوه چې موټر کې څلور غیري قانوني افغان کډوال پټ کړل شوي وو.

همدارنګه د پولیسو یوې بلې ډلې د نونګ چک ولسوالۍ په مورکاینګ سیمه کې یو موټر نیولي، چې پنځهغیري قانوني افغانان پکې پټ کړل شوي وو.

پولیسو ویلي، چې موټر چلوونکي او نهه تنه افغانان یې د پولیسو مرکز ته وړي دي.

د څیړنو پر مهال نیول شویو افغانانو پولیسو ته ویلي، چې دوی د کبودیا څخه ټایلنډ ته د سا کاییو د ځنګلونو له لارې راغلي وو او دوی هر یوه انساني قاچاقبرانو ته پیسي هم ورکړې تر څو یې تر مالیزیا ورسوي.

پولیسو ویلي، چې د ټالینډي قاچاقبرانو ترڅنګ ټول نیول شوي افغانان د دوی په بند کې دي.

منصور: کمال خان نیمګړی پرانیستل شوی و، موږ یې پاتې کارونه بشپړ کړل

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي، په جمهوریت کې «کمال خان بند نیمګړی پرانیستل شوی و او دوی یې د میلونونو ډالرو مصرفولو سره چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاره.» خو پر طالبانو دا نیوکه کېږي چې د جمهوریت د وخت د پروژو پرانیستلو سره خپل حکومت ته کمپاین کوي.

په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پخواني ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۰ کال د وري پر ۴مه پرانیست.

د جمهوریت وروستیو کې ټاکلې وه چې د شاه عروس بند هم پرانیستل شي، خو د طالبانو واکمنېدو سره یې پرانیستل تر دریو کلونو وځنډېدل.

خو عبدالطیف منصور نن«د کپ ۵مه» د برېښنا د دوو پروژو د چارو د پیلولو د مراسمو کې نیوکه وکړه، چې په تېر جمهوریت کې د کمال خان بند په ګډون پورژې نیمګړې پرانیستل کېدې.

عبدالطیف منصور وویل:« موږ ملیونونه ډالره مونږ مصرف کړل او بیا کمال خان بند تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.»

خو نوموړي دا ونه ویل چې دا میلیونونه ډالر یې پر کومو نیمګړو چارو ولګول.

عبدالطیف منصور په خپلو څرګندونو کې وویل چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې درې لوی بندونه کمال خان بند، شاه عروس او په زابل کې د عمري په نوم بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

منصور وايی چې په زابل کې د عمري بند د بنسټ ډبره د طالبانو د روانې واکمنۍ پرمهال کېښودل شوې وه او ډیزاین یې افغاني انجینرانو کړی.

د هغه په خبره، دا بند تکمیل او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

د طالبانو د ابو او انرژۍ د وزیر په وینا چې اوس هم یو شمیر پروژې د کار لاندې دي.

د هغه په خبره په هرات کې د پاشدان بند اتیا سلنه کار پای ته رسېدلی او ژر به ګټې اخیستنې وسپارل شي.

منصور همدراز زیاتوي چې په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار په چټکۍ سره ادامه لري او له هغه وروسته به د بند نورې چارې هم پیل شي.

طالبانو کابل کې د یوې موسسې ښځينه او نارینه کارکوونکي په خپل دفتر کې څو ساعته بندیان کړي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۰

یوې باوري سرچینې، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ طالب وسله وال په کابل کې د «ښځه د ښځو لپاره» په نوم موسسې ته ورغلي او د یادې موسسې ښځینه او نارینه کارکونکي یې د څو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې بندیان کړي.

سرچینې زیاته کړه، يوه ډله طالب وسله وال ناببره دفتر ته ورغلي او دوی یې په خپلو دفترونو کېد ساعتونو لپاره بندیان کړي: «له موږ یې د وسلو او مهماتو په اړه څېړنې پیل کړې، حال دا چې موږ داسې هېڅ نه لرل.»

سرچینې وویل، طالب وسله والو له څېړنو وروسته د یادې موسسې ښځينه کارکونکو ته له څو ساعتونو وروسته د شپې لس بجې، او نارینه کارکوونکو ته د سهار څلور بجې اجازه ورکړې چې کورونو ته ولاړ شي.

هغه وړاندې وايي: «همداشان یې یو نارینه کارکونکی له ځان سره وړی، چې اوس مهال هغه هم له بند څخه راخوشې شوې دی.»

ویل کېږي چې د یادې موسسې کارکوونکي د طالب وسله والو له ویرې له څو ورځو راهیسې خپل کار ته نه دي حاضر شوي او په کابل کې د دغې موسسې دفتر لاهم تړلی دی.

د دغې موسسې کارکوونکو وویل، چې دوی په خپل دفتر ورځنۍ دندې پر مخ بیايي، او له وسلو سره هیڅ ډول کار نه لري، خو طالبانو په دې تور چې په دفتر کې یې وسلې پلټي په ساعتونو له دوی پوښتنې او ګروېږنې کړي او دوی بندیان ساتلي وو.

هڅه مو وکړه، چې د دغې موسسې له مشرې سره د یادې موضوع په اړه خبرې وکړو، خو هغې د طالبانو له وېرې له خبرو کولو ډډه کوله.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم طالبان په داسې موضوع ګانو کې له رسنیو سره خبرې کوي.

د یادولو وړ ده چې، د«woman for women» موسسه په افغانستان کې د ښځو د وړتیا لوړونې، د ښځو حقونه او په کورني اقتصاد کې د ښځو په ونډه تر سرلیک لاندې په ګڼو ولایتونو کې کار کوي.

افغانستان کې د موسسو موثریت د بشري حقونو، تعلیم، او روغتیا په برخو کې د پام وړ دی، خو د طالبانو د واکمنۍ له امله د دې موسسو فعالیتونه او اغیزمنتوب په جدي توګه اغېزمن شوي او لاهم طالبان غواړي چې له فشار اچولو په ګټې اخیستنې هغه موسسې چې د ښځو حقونو لپاره کار کوي وتړي.