• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې پر کډوالو فشار زیاتول؛ په یزد کې یوه فابریکه د کډوالو د ګمارلو له امله تړل شوې

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د محکمې د حکم پر اساس په یزد ښار کې د خوراکي توکو د تولید یوه فابریکه د بې اسنادو کډوالو د ګمارلو له امله تړل شوې. محکمې ویلي، چې د دې فابریکې مدیرانو د بې اسناده کډوالو د نه استخدام په اړه خبرداری له پامه غورځولی دی.

ايراني رسنيو د شنبې په ورځ (د کب ۴مه) خبر ورکړ، چې دغه فابريکه د خوراکي توکو د توليد په برخه کې فعاله وه.

ویل کیږي چې دغې فابریکې یو شمیر کډوال په کار کړي وو.

د مهریز روغتیایي شبکې مخکې اعلان کړی و، چې شرکتونه او کارورکونکي حق نه لري، چې د اوسېدو له اسنادو پرته کډوال د خوراکي توکو د تولید په سکتور کې وګماري.

دې شبکې خبرداری ورکړی و هغه سوداګر، چې له دې حکم سرغړونه کوي محکمې ته به حاضر شي او د دوی د سوداګرۍ شرکتونه به وتړي.

ایران د افغان کډوالو لپاره کاري شرایط خورا سخت کړي دي.

ایراني چارواکو ويلي، هغه کاروال چې افغان کډوال استخداموي د یوه کارګر د معاش پنځه برابره جریمه کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

مالیزیا ته تلونکي نهه افغانان په ټایلنډ کې نیول شوي دي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د بنکاک پوسټ د راپور له مخې، د ټایلنډ پولیسو د دغه هېواد په دوو سوېلي ولایتونو کې هغه نهه افغانان نیولي چې بې قانونه مالیزیا ته تلل. پولیسو ویلي، چې له دې افغانانو سره یې د انساني قاچاق په تور درې ټالینډيان هم نیولي دي.

پولیس وايي، د شنبې په سهار د سونګخلا په هات یي ولسوالۍ کې د لایسنس پلټلو په پلمه یو موټر ودراوه، خو وروسته معلومه شوه چې موټر کې څلور غیري قانوني افغان کډوال پټ کړل شوي وو.

همدارنګه د پولیسو یوې بلې ډلې د نونګ چک ولسوالۍ په مورکاینګ سیمه کې یو موټر نیولي، چې پنځهغیري قانوني افغانان پکې پټ کړل شوي وو.

پولیسو ویلي، چې موټر چلوونکي او نهه تنه افغانان یې د پولیسو مرکز ته وړي دي.

د څیړنو پر مهال نیول شویو افغانانو پولیسو ته ویلي، چې دوی د کبودیا څخه ټایلنډ ته د سا کاییو د ځنګلونو له لارې راغلي وو او دوی هر یوه انساني قاچاقبرانو ته پیسي هم ورکړې تر څو یې تر مالیزیا ورسوي.

پولیسو ویلي، چې د ټالینډي قاچاقبرانو ترڅنګ ټول نیول شوي افغانان د دوی په بند کې دي.

منصور: کمال خان نیمګړی پرانیستل شوی و، موږ یې پاتې کارونه بشپړ کړل

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وايي، په جمهوریت کې «کمال خان بند نیمګړی پرانیستل شوی و او دوی یې د میلونونو ډالرو مصرفولو سره چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاره.» خو پر طالبانو دا نیوکه کېږي چې د جمهوریت د وخت د پروژو پرانیستلو سره خپل حکومت ته کمپاین کوي.

په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پخواني ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۰ کال د وري پر ۴مه پرانیست.

د جمهوریت وروستیو کې ټاکلې وه چې د شاه عروس بند هم پرانیستل شي، خو د طالبانو واکمنېدو سره یې پرانیستل تر دریو کلونو وځنډېدل.

خو عبدالطیف منصور نن«د کپ ۵مه» د برېښنا د دوو پروژو د چارو د پیلولو د مراسمو کې نیوکه وکړه، چې په تېر جمهوریت کې د کمال خان بند په ګډون پورژې نیمګړې پرانیستل کېدې.

عبدالطیف منصور وویل:« موږ ملیونونه ډالره مونږ مصرف کړل او بیا کمال خان بند تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.»

خو نوموړي دا ونه ویل چې دا میلیونونه ډالر یې پر کومو نیمګړو چارو ولګول.

عبدالطیف منصور په خپلو څرګندونو کې وویل چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې درې لوی بندونه کمال خان بند، شاه عروس او په زابل کې د عمري په نوم بند ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

منصور وايی چې په زابل کې د عمري بند د بنسټ ډبره د طالبانو د روانې واکمنۍ پرمهال کېښودل شوې وه او ډیزاین یې افغاني انجینرانو کړی.

د هغه په خبره، دا بند تکمیل او ګټې اخیستنې وسپارل شو.

د طالبانو د ابو او انرژۍ د وزیر په وینا چې اوس هم یو شمیر پروژې د کار لاندې دي.

د هغه په خبره په هرات کې د پاشدان بند اتیا سلنه کار پای ته رسېدلی او ژر به ګټې اخیستنې وسپارل شي.

منصور همدراز زیاتوي چې په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار په چټکۍ سره ادامه لري او له هغه وروسته به د بند نورې چارې هم پیل شي.

طالبانو کابل کې د یوې موسسې ښځينه او نارینه کارکوونکي په خپل دفتر کې څو ساعته بندیان کړي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۰

یوې باوري سرچینې، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ طالب وسله وال په کابل کې د «ښځه د ښځو لپاره» په نوم موسسې ته ورغلي او د یادې موسسې ښځینه او نارینه کارکونکي یې د څو ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې بندیان کړي.

سرچینې زیاته کړه، يوه ډله طالب وسله وال ناببره دفتر ته ورغلي او دوی یې په خپلو دفترونو کېد ساعتونو لپاره بندیان کړي: «له موږ یې د وسلو او مهماتو په اړه څېړنې پیل کړې، حال دا چې موږ داسې هېڅ نه لرل.»

سرچینې وویل، طالب وسله والو له څېړنو وروسته د یادې موسسې ښځينه کارکونکو ته له څو ساعتونو وروسته د شپې لس بجې، او نارینه کارکوونکو ته د سهار څلور بجې اجازه ورکړې چې کورونو ته ولاړ شي.

هغه وړاندې وايي: «همداشان یې یو نارینه کارکونکی له ځان سره وړی، چې اوس مهال هغه هم له بند څخه راخوشې شوې دی.»

ویل کېږي چې د یادې موسسې کارکوونکي د طالب وسله والو له ویرې له څو ورځو راهیسې خپل کار ته نه دي حاضر شوي او په کابل کې د دغې موسسې دفتر لاهم تړلی دی.

د دغې موسسې کارکوونکو وویل، چې دوی په خپل دفتر ورځنۍ دندې پر مخ بیايي، او له وسلو سره هیڅ ډول کار نه لري، خو طالبانو په دې تور چې په دفتر کې یې وسلې پلټي په ساعتونو له دوی پوښتنې او ګروېږنې کړي او دوی بندیان ساتلي وو.

هڅه مو وکړه، چې د دغې موسسې له مشرې سره د یادې موضوع په اړه خبرې وکړو، خو هغې د طالبانو له وېرې له خبرو کولو ډډه کوله.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم طالبان په داسې موضوع ګانو کې له رسنیو سره خبرې کوي.

د یادولو وړ ده چې، د«woman for women» موسسه په افغانستان کې د ښځو د وړتیا لوړونې، د ښځو حقونه او په کورني اقتصاد کې د ښځو په ونډه تر سرلیک لاندې په ګڼو ولایتونو کې کار کوي.

افغانستان کې د موسسو موثریت د بشري حقونو، تعلیم، او روغتیا په برخو کې د پام وړ دی، خو د طالبانو د واکمنۍ له امله د دې موسسو فعالیتونه او اغیزمنتوب په جدي توګه اغېزمن شوي او لاهم طالبان غواړي چې له فشار اچولو په ګټې اخیستنې هغه موسسې چې د ښځو حقونو لپاره کار کوي وتړي.

طالبانو بیا د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د شنبې په ورځ د کابل د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې کور په کور تلاشي بیا پیل کړې. د سرچینو په وینا، طالبانو د سیمې ځینې برخې کلابندې کړې هم دي.

یوې سرچینې وویل چې د شنبې په سهار کور په کور لټون پیل شو او لاهم روان دی.

دا په تېرو درې نیمو کلونو کې دویم ځل دی، چې طالبانو د کابل ښاریانو کورونه، په ځانګړې توګه خیرخانه تلاشي کړې ده.

طالب چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د وسلو په موندلو پسې کورونه پلټل کېږي.

د خیرخانې ۳۱۵ سیمه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې پرته ده.

طالبان د افغانۍ ثبات ساتلو په لټه کې؛ یو ځل بیا شل میلیونه ډالره لیلاموي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د افغانۍ د ثابت ساتلو په هڅه کې بیا د شل میلیونه ډالرو د لیلام اعلان وکړ. طالبانو ویلي، چې سبا د یکشنبې پر ورځ به شل میلیونه ډالره لیلاموي.

دغه بانک له شرکتونو غوښتي که په شرایطو یې برابر شي ؛ نو په دغه لیلام کې یې ګډون کولای شي؛ خو طالبانو په خبرپانه کې د دغو شرطونو څخه یادونه نه ده کړې.

د افغانستان بانک له ګټونکو شرکتونو غوښتي چې باید د لیلامۍ پر مهال نغدې پیسې په لاس کې ولري.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واکمنیدو وروسته پر دوی د نغدي کڅوړو د بندیزونو له کبله د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې پیل کړي؛ خو سره له دې هم افغانۍ خپل ارزښت بایللی دی.

د اقتصادي چارو کاروپوهان په دې باور دي چې د امریکا د دغو نغدي کڅوړو له کبله به ډېر ژر د افغانۍ ارزښت نور هم ولوېږي او طالبان به یې د ثبات په ساتلو کې د اوس په څېر لا نور هم پاتې راشي.

افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر صرافانو ویلي وو، چې طالبانو د افغانۍ د ثبات ساتلو پر موخه پر دوی یو شمېر بندیزونه لګولي او په د « شهزاده سرای په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په ازاده توګه بولۍ» یا د ډالرو پیر و پلور نه شي کولای.

د کابل شهزاده سرای څخه یې صراف زیاته کړې وه، چې د طالبانو استخبارات دوکان په دوکان ګرځي او د اسعارو اړوند نرخونه هم د صرافانو پر ځای د دغه ډلې له لوري په زوره ټاکل کېږي.

څه موده وړاندې د افغانستان بانک رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په یوې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو په تړاو خبرې اترې هم کړې وې.

په دغه ناسته کې د طالبانو یاد رییس د ایران له سفیر څخه غوښتي وو چې د برېښنایي بانکوالۍ په برخه کې د یاد هېواد په ګډون د بېلابېلو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

طالبان داسې مهال د بانکوالۍ او اقتصادي حالت د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي چې د چارو کارپوهان په باور پر طالبانو د امریکا‌ په شمول نړۍ والې مرستې مخ په بندیدو دي او دغه ډله به له سخت اقتصادي زوال سره مخ شي.

که څه هم طالبان په ښکاره توګه ځان له اقتصادي پلوه پیاوړی ښيې، خو باورونه دا دي چې دا ادعاوې یې دروغجنې دي.