• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو بیا د کابل په خیرخانه کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د شنبې په ورځ د کابل د خیرخانې په ۳۱۵ سیمه کې کور په کور تلاشي بیا پیل کړې. د سرچینو په وینا، طالبانو د سیمې ځینې برخې کلابندې کړې هم دي.

یوې سرچینې وویل چې د شنبې په سهار کور په کور لټون پیل شو او لاهم روان دی.

دا په تېرو درې نیمو کلونو کې دویم ځل دی، چې طالبانو د کابل ښاریانو کورونه، په ځانګړې توګه خیرخانه تلاشي کړې ده.

طالب چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د وسلو په موندلو پسې کورونه پلټل کېږي.

د خیرخانې ۳۱۵ سیمه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې پرته ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان د افغانۍ ثبات ساتلو په لټه کې؛ یو ځل بیا شل میلیونه ډالره لیلاموي

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د افغانۍ د ثابت ساتلو په هڅه کې بیا د شل میلیونه ډالرو د لیلام اعلان وکړ. طالبانو ویلي، چې سبا د یکشنبې پر ورځ به شل میلیونه ډالره لیلاموي.

دغه بانک له شرکتونو غوښتي که په شرایطو یې برابر شي ؛ نو په دغه لیلام کې یې ګډون کولای شي؛ خو طالبانو په خبرپانه کې د دغو شرطونو څخه یادونه نه ده کړې.

د افغانستان بانک له ګټونکو شرکتونو غوښتي چې باید د لیلامۍ پر مهال نغدې پیسې په لاس کې ولري.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له واکمنیدو وروسته پر دوی د نغدي کڅوړو د بندیزونو له کبله د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې پیل کړي؛ خو سره له دې هم افغانۍ خپل ارزښت بایللی دی.

د اقتصادي چارو کاروپوهان په دې باور دي چې د امریکا د دغو نغدي کڅوړو له کبله به ډېر ژر د افغانۍ ارزښت نور هم ولوېږي او طالبان به یې د ثبات په ساتلو کې د اوس په څېر لا نور هم پاتې راشي.

افغانستان انټرنشنل ته یو شمېر صرافانو ویلي وو، چې طالبانو د افغانۍ د ثبات ساتلو پر موخه پر دوی یو شمېر بندیزونه لګولي او په د « شهزاده سرای په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په ازاده توګه بولۍ» یا د ډالرو پیر و پلور نه شي کولای.

د کابل شهزاده سرای څخه یې صراف زیاته کړې وه، چې د طالبانو استخبارات دوکان په دوکان ګرځي او د اسعارو اړوند نرخونه هم د صرافانو پر ځای د دغه ډلې له لوري په زوره ټاکل کېږي.

څه موده وړاندې د افغانستان بانک رییس په کابل کې د ایران له سفیر سره په یوې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي همکاریو په تړاو خبرې اترې هم کړې وې.

په دغه ناسته کې د طالبانو یاد رییس د ایران له سفیر څخه غوښتي وو چې د برېښنایي بانکوالۍ په برخه کې د یاد هېواد په ګډون د بېلابېلو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

طالبان داسې مهال د بانکوالۍ او اقتصادي حالت د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي چې د چارو کارپوهان په باور پر طالبانو د امریکا‌ په شمول نړۍ والې مرستې مخ په بندیدو دي او دغه ډله به له سخت اقتصادي زوال سره مخ شي.

که څه هم طالبان په ښکاره توګه ځان له اقتصادي پلوه پیاوړی ښيې، خو باورونه دا دي چې دا ادعاوې یې دروغجنې دي.

د افغان ایواک بنسټ مشر: د جګړې د لسو ورځو په لګښت، افغان متحدان امریکا ته لېږدولی شو

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۰

شان ون ډایور چې د افغان ایواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد یوه بنسټ مشري کوي، یو ځل بیا غوښتنه کړې چې، هغه افغانان باید ژر تر ژره امریکا ته ولېږدول شي، چې د دغه هېواد له ځواکونو او بېلابېلو ادارو سره یې افغانستان کې دندې کړې دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د جګړې د لسو ورځو له لګښت څخه پر کمه بیه، امریکا کولای شي خپل ټول افغان متحدان دغه هېواد ته ولېږدوي او هلته یې ځای پر ځای کړي. 

شان ون ډایور د شنبې په ورځ د (کب څلورمه) په ایکس کې ولیکل: «ایا پوهېږئ چې د افغانستان د لسو ورځو د جګړې په لګښت، موږ کولای شو هر هغه افغان متحد چې د جګړې پر مهال زموږ ترڅنګ ولاړ و او لا هم امریکا ته د تګ فرصت نه دی ورکړل شوی راولو او دلته امریکا کې یې مېشت کړو.»

د اسوشیېټیډ پرېس خبري اژانس وړاندې راپور ورکړی و، د ډونالډ ټرمپ له لوري د پناه غوښتونکو د منلو بهیر د خڼډیدو د پرېکړې له امله هغه افغانان له بې برخلیکه حالت سره مخ شول چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره مرسته کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس څو ورځې وړاندې د خپلو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند «د افغانانو د لېږد او مېشتېدو دفتر» ته ویل شوي، چې د روان زېږدیز کال تر اپرېل میاشتې باید په بشپړه توګه د خپلو دفترونو بندېدو لپاره چمتووالی ونیسي.

ویل کېږي که دا پرېکړه عملي شي، نو شاوخوا ۲۰۰ زره افغان پناه غوښتونکي به امریکا ته له تګ بې برخې شي.

شان ون ډایور دا کار «ملي شرم» بللی او ویلي یې دي: «د دې دفتر بندېدل نه یوازې زموږ له افغان متحدانو سره خیانت دی، بلکې د هغو امریکايي سرتېرو سره هم جفا ده چې د دوی ترڅنګ یې جګړه کړې. دا پرېکړه د امریکا ژمنې ته هم زیان رسوي.»

دغه دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې هغه مهال چې امریکا له افغانستانه ووتله جوړ شو، ترڅو د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ د امریکا افغان متحدان امریکا ته ولېږدوي.

په ۲۰۲۲ کال کې دغه دفتر خپل کار پراخ کړ، څو هغو افغانانو ته هم اسانتیاوې برابرې کړي چې د پناه غوښتنې قانوني اسناد یې ترلاسه کړي وو.

تر اوسه پورې شاوخوا ۱۱۸ زره افغانان د جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته امریکا ته لېږدول شوي دي. 

د امریکا د بیا مېشتېدنې پروګرام ته تر ګواښ لاندې لسګونه زره افغانان په پاکستان کې مېشت دي، چې د ډېری هغو د کډوالۍ بهیر بشپړ شوی او یوازې یې د الوتنو بهیر ته انتظار کاوه ؛ خو د ډونالډ ټرمپ له پرېکړې سره یې دا هیلې مړاوې شوې.

پاکستان کې د مېشت د امریکايي ادارو او ځواکونو پخوانيو افغان همکارانو په څو څو ځله اعتراضیه ناستې وکړې او له یاد هېواده یې وغوښتل، چې د دوی د ژوند خوندیتوب اړوند ژمنې دې ورسره پوره کړي او ژر تر ژره دې پر افغانانو د کډوالۍ بندیزونه پای ته ورسوي.

د ټرمپ د دغې پرېکړې سره هم مهاله اوس په پاکستان په ځانګړي ډول اسلام اباد کې د امریکا د کډوالۍ غوښتنلیکونو لرونکي افغانان د پولیسو له لوري بېرته خپل هېواد ته د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي او ویره دا ده که دوی بېرته خپل هېواد ته وشړل شي؛نو ښايي د طالبانو له لوري هدف وګرځي او ووژل شي.

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۲۳ GMT+۰

پر ډیورند فرضي کرښه د تورخم دروازه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یوه تر ټولو مهمه او له ګڼې ګوڼې ډکه لاره ده، له تېرې شپې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. دغه لاره د دواړو هیوادونو تر منځ د ټرانزیټ او پلي تګ راتګ لپاره کارول کیږي.

افغانستان انټرنیشنل پښتو ته په سیمه کې طالب چارواکو ویلي، چې یاده دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دوې غوښتل فرضي کرښې ته ورڅېرمه نظامي تاسیسات جوړ کړي، چې د پاکستاني لوري له‌خوا د لفظي شخړې لامل شوه او لاره یې وتړله.

په تورخم کې ځاي سرچنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې تر اوسه پورې د دواړو لوریو تر منځ یوازې لفظي جګړه شوې، خو په تورخم کې امنیتي حالات ترینګلي دي او دواړه لوري یو بل ته ګوته په ماشه دي.

سرچینې وايي، چې طالب وسله والو خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر کړی دي.

پاکستاني رسنیو هم خبر خپور کړی، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې، رسنۍ وایي، چې د پاکستان له بیا بیا ویلو سره هم تیره شپه ناوخته طالبانو غوښتل چې، په صفري نقطه کې نظامي تاسیسات جوړ کړي، چې دغه کار د دواړو لوریو ترمنځ شخړه راپورته کړه او په سیمه کې د لومړۍ درجې امنیتي وضیعت اعلان وشو.

ویل کیږي، د کرښې دواړو خواوې زرګونه کسان او سلګونه ګادي د تګ راتګ لپاره په تمه پاتې دي.

پاکستاني خبریالانو ویلي، چې د ډیورنډ په فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ شخړه راپورته شوې او زیاتوي، چې څه موده وړاندې هم طالبانو غوښتل چې په همدې ځای کې یوه نظامي پوسته جوړه کړي او د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې لامل شوه.

تر دې وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب وسله والو له لوري د تاسیساتو جوړېدلو له امله د دواړو لوریو ترمنځ نښتې شوې وې، چې دغه لاره یې له امله څو څو ورځې تړلې پاتې شوې وه.

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی دی

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر ویلي، چې نن د شنبې ورځ سهار د نوموړي په مشرۍ د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي د سیاسي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه ازبکستان ته روان شوي دي.

په خبرپاڼه کې چې نن شنبه د (کب څلورمه) خپره شوې راغلي، چې دغه پلاوی به دوه ورځې په تاشکند کې پاتې شي او هلته به د یاد هېواد له بېلابېلو چارواکو سره ناستې وکړي.

د ملا برادر دفتر زیاته کړې چې په دغه سفر کې به طالبان د سیاسي اړیکو د پراختیا تر څنګ پر ګډې سوداګرۍ، ټرانزیټ او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبري وکړي.

د معلوماتو له مخې طالبان به په دغه سفر کې د ازبکستان بېلابېلو پانګه والو ته بلنه ورکړي، څو په مختلفو سکټورونو کې د افغانستان دننه پانګونې وکړي.

له ملا برادر سره په دغه سفر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الیدن عزیزي، د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده او د کرنې وزیر مولوي عطاالله عمري په ګډون د یو شمېر نورو ادارو مشران او مرستیالان شامل دي.

ازبکستان ته د طالبانو تر دې سفر نږدې یوه میاشت مخکې له تاشکنده د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو له بېلابېلو چارواکو سره ناستې درلودې.

کارپوهان په دې باوري دي چې ازبکستان د خپلو ځینو موخو او له افغانستان څخه دوی ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو له کبله په مصلحتي ډول له طالبانو سره له مجبورۍ ډکې اړیکې پالي.

د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو برېښنا له ازبکستان څخه رالېږدول شوې او دغه هېواد د افغانستان د برېښنا د وارداتو په برخه کې یو له مهمو هغو ګڼل کېږي.

پر دې سربېره افغان سوداګر د بلخ د حیرتانو بندر پر مټ د ازبکستان او له هغې ځایه د روسې په ګډون منځنۍ اسیا ته سوداګریزې راکړې ورکړې کوي.

سره له دې چې د طالبانو په لوړ پوړو غړو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفرونو سخت بندیزونه لګیدلي؛ خو لیدل کېږي، چې د دغې ډلې ځینې جګپوړي غړي بېلابېلو هېوادونو ته ښکاره سفرونه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سراج الدین حقاني په ګډون شمېر طالبانو لپاره په تېرو درېیو کلونو کې د لنډې مودې لپاره د سفرونو اجازې ورکړي دي؛ خو دا لا معلومه نه ده چې ازبکستان د طالبانو دغه لوړ پوړي پلاوي ځینې غړي هم د دغه معافیت سره مخ شوي که نه.

احمد مسعود: که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصول ومني، خبرو اترو ته ورسره چمتو یو

۴ کب ۱۴۰۳ - ۲۲ فبروری ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي، چې که طالبان ورسره د ټاکنو، سولې او عدالت اصول ومني؛ چمتو دی چې خبرې ورسره وکړي. هغه ویلي: «که طالبان د افغانانو غوښتنو ته احترام وکړي. چمتو یم چې، ان د خپل پلار وینه هم ورته وبښم.»

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ټینګار وکړ، تر هغه وخته چې طالبان د افغان ولس غوښتنو ته پام ونه کړي؛ نو هېڅکله به ورسره خبرو ته نه کیني.

د مقاومت جبهې مشر وايي: «ان پلار یې احمد شاه مسعود هم د سولې له خبرو څخه انکار نه و کړی او دی هم د یو لړ ارزښتونو په ساتلو سره دغو خبرو ته ژمن دی.»

احمد مسعود چې د طالبانو یو مخکښ سیاسي مخالف بلل کېږي، د سیاسي بدلونونو، د ویانا غونډې او پر افغانستان د نړۍوالو بدلونونو د اغېز په تړاو خبرې کړي دي.‌

نوموړي یو ځل بیا یادونه وکړه: «د افغانستان ولس باید خپله خپل راتلونکی وټاکي.»

د هغه په وینا؛ دی د یوه «داسې افغانستان او حکومت غوښتونکی دی چې ان د طالبانو اولاونه هم په کې باعزته ژوند وکړي.»

د احمد مسعود په باور استبدادي نظامونه تل ړنګ شوي او پایښت نه لري.

د مقاومت جبهې مشر وویل، چې طالبان نه دي بدل شوي او په تېرو درې کلونو کې یې هم د بدلیدو دا فرصت دلاسه ورکړی دی.

د احمد مسعود په خبره طالبان نه دي بدل شوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې دا فرصت له لاسه ورکړی.

د هغه په خبره، طالبانو نړۍ ته د افغانستان یو تیاره انځور وړاندې کړی دی.

له دې سره د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، په ویانا کې د پنځمې غونډې په غبرګون کې له خپلو سیاس مخالفینو وغوښتل چې افغانستان ته دې ستانه شي.

خو احمد مسعود د مجاهد دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې د کډوالۍ زیاتوالی، د ښځو او نجونو اعتراضونه او د وژنو او ناامنۍ پېښې ښيي چې حالات د طالبانو له ادعاوو سره توپیر لري او د مجاهد خبرې بې بنسټه دي.

د احمد مسعود په وینا؛ افغانستان باید د نړۍوالو لپاره د همکاریو پر یو داسې مرکز بدل شي چې هېڅ چا تا ترې د ترهګرۍ ګواښ موجود نه وي.

د ویانا غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ د طالبانو له لسګونو سیاسي مخالفانو په ګډون سره ترسره شوه، چې په کې احمد مسعود او یاسین ضیا ټینګار وکړ، چې تر هغو به د طالبانو پر ضد مبارزه جاري وساتي، تر څو چې افغانستان «ازاد» شي.