طالبان: له ایران سره د دغې ډلې اړیکې «پیاوړې» دي ۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT
د طالبانو وياند د ايران له اسلامي جمهوريت سره د دغې ډلې اړيکې پياوړې وبللې او ويې ويل، چې طالبان له تهران سره د لا زياتو همکاريو غوښتونکي دي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې ایران د طالبانو لپاره مهم هېواد دی.
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
د طالبانو ویاند له ایراف سره په مرکه کې د امریکا او ایران سره د طالبانو د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ایران زموږ ګاونډې هېواد دی او ډېرې ګډې ګټې لرو. هغه زیاته کړه: "اسلامي جمهوریت موږ ته مهم دی، خو امریکا اشغالګره ده چې شل کاله یې افغانستان ته زیان رسولی دی.»
ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ، چې د ایران او امریکا پرتله کول د بحث وړ نه ده.
هغه وویل، چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د طالبانو او ایران ترمنځ د اړیکو ښودنه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی او له طالب مشرانو سره یې د سرحدي مسایلو، اوبو، د داعش پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي همکاریو، مخدره موادو او ګډو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
عراقچي په کابل کې وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو نوی فصل به پرانیستل شي.
امریکايي تجهیزات د طالبانو په لاس کې دي
د طالبانو ویاند د امریکا له خوا د طالبانو د وسلو د بېرته اخیستو د پریکړې په اړه وویل: "هیڅ څوک نه شي کولای زمونږ وسلې له مونږ څخه واخلي." هغه ټینګار وکړ چې که دا ډول اراده شتون ولري، طالبان به له خپل ځان او د افغانستان له خاورې دفاع وکړي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار - وار ټینګار کړی، چې له طالبانو څخه به پاتې امریکايي وسلې او تجهیزات بېرته واخلي.
ټرمپ دا ادعا هم وکړه، چې د بګرام اډه د چین په ولکه کې ده، خو مجاهد ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی عسکر نه شته.
هغه ټرمپ په سیاسي او اقتصادي مسلو کې په ګډوډۍ تورن کړ.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، چې فشار او تحمیل کومه پایله نه لري او د افغانستان شل کلنې جګړې دا خبره ثابته کړې ده.
پاکستان له طالبانو څخه د تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو په اړه د امریکا د پریکړې ملاتړ کړی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر ویلي، چې امریکا په افغانستان کې پرمختللې وسلې پرېښې دي.
هغه ادعا وکړه، چې ترهګر له دغو وسلو کار اخلي.
مجاهد یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د داعش پټنځایونه په پاکستان کې دي.
هغه وویل، چې طالبانو داعش ځپلی او دا ډله پاکستان ته تښتېدلې او هلته یې ځالې جوړې کړې دي.
هغه دا هم ویلي، چې د داعش فعالیتونه په ټیټه کچه او غولوونکي دي.
مجاهد زیاته کړه، چې ځیني هېوادونه د داعش لپاره تبلیغات کوي او دغه ډله پراخوي.
د طالبانو ویاند د خپلو خبرو په یوه برخه کې د دې ډلې پر وړاندې د پاکستان تورونو ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې اسلام اباد باید د ډیورنډ کرښې د پېچلتیا له امله له ګواښونو خبر وي.
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر ضد کارول کېږي.
مجاهد دا ادعا رد نه کړه، خو ویې ویل چې پاکستان باید خپلې سرحدي کرښې پیاوړې کړي.
مجاهد سرحدي ستونزو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې له پاکستان سره د پولې په رسمیت پېژندنه د دې "ډیورنډ کرښې" دواړو غاړو د خلکو پرېکړه ده.
هغه وویل: "کله چې مناسب فرصت په لاس راشي، د ډیورنډ په اړه به د دواړو غاړو خلک پېیکړه وکړي."
پاکستاني چارواکي ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي او نړۍواله پوله ګڼي، خو طالبانو د تېرو افغان حکومتونو په څېر په رسمي ډول د دې پولې له منلو ډډه کړې ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې انګرېزانو د کرښې دواړو غاړو ته خلک بېل کړي دي.
تر لږ ځنډ وروسته یې انلاین کارونه په حضوري کارونو بدل شول او د کابل د قلعه فتح الله سیمه کې یې خپل برنډ پرانیست. مېرمن شاداب په دغه برنډ کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، مارکېټينګ او موډلینګ برخو کې د کار زمینې برابرې کړې وې. خو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د زرګونو افغان مېرمنو په څېر د عایده څو کلنه خواري هم په اوبو لاهو شوه. د عایده برنډ مشرې عایده شاداب له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو په راتګ سره ماته شوم او فکر مې وکړ چې هر څه له منځه ولاړل، کارونو ته مې اندېښنه وه چې په څومره خواریو مې پیل کړې وه او څومره مې په اسانۍ سره له لاسه ورکړه، خو تر لنډې مودې وروسته مې خپله بایللې روحیه سمه کړه او پرېکړه مې وکړه چې هر څه بیا ځلې له صفر څخه پیلوم.» د نوموړې په وینا، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته یې خپل کارونه پاکستان کې پیل کړل او یو ځل بیا د خپل برنډ نوم یې را ژوندی کړ. د هغې په خبره، د لږ وخت په تېرېدو او د شرایطو په برابرېدو سره یې چټک پرمختګ وکړ او ډېر ژر وتوانېده، چې د عایده برنډ څانګې په ترکیه او دوبۍ کې هم پرانیزي.
عایده اوسمهال د اسیا په ګډون په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د افغاني جامو ښه بازارونه لري او نړۍوال اعتبار یې هم ترلاسه کړی دی. نوموړې وایي، چې د هغې د برنډ ډېری پېردونکي د عامو خلکو ترڅنګ د هېواد نامتو سندرغاړې لکه غزال عنایت، تهمینه ارسلان، غزل سادات، رویا دوست او داسې نورې مشهورې څېرې دي، چې د هغې په شهرت کې یې خورا رول لرلی دی. عایده شاداب په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړه، که څه هم په نړۍواله کچه یې بازار پیدا کړی، خو اروپایي هېوادونه یې د محصولاتو لپاره ښه بازارونه دي او هڅه کوي، چې په اروپایي هېوادونو کې هم خپلې څانګړې ولري. نوموړې د هغې په پوښتنې په ځواب کې چې بیا هم غواړي افغانستان کې خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي وویل: «که شرایط برابر شي او ښځې په بشپړه توګه ازادي ولري بیا به هم په کابل کې کارونه مخکې یوسم.» عایده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان څانګې د کارونو د څارلو په موخه په دغه هېواد کې اوسېږي وایي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نندارتونونو ته هم غوښتل شوې ده. د نوموړې په وینا، د عایده برنډ محصولات په هسپانیې، پاریس، ترکیه او د یو شمېر نورو هېوادونو په نندارتونو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې د نړۍوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی. د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریالې له هغې وپوښتل: «څنګه دې د جامو د جوړولو برخه انتخاب کړې ده؟ هغې په ځواب کې وویل، چې هېڅکله په افغانستان کې فېشن او بدلونونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې، زه غواړم چې د افغاني جامو په ډیزاین کې نوښت رامنځته کړم بدلونونه رامنځته کړم او له دې برخه سره مې علاقه نهایت زیاته ده.»
د عایده برنډ په څېر اوسمهال په هېواد کې سلګونه نور برنډونه هم په کارونو اخته دي، خو د دغو برنډونو مسوولان چې ډېری یې ښځې دي د بازارونو له نشتون څخه سر ټکوي. که څه هم طالبانو د کورنیو نندارتونونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته د افغانو ښځینه سوداګرو لپاره د ګډون فرصت برابر کړی، خو په افغانستان کې پراخ اقتصادي ناورین د دې لامل شوی، چې دې برخو ته د خلکو لېوالتیا کمه شي. سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځو خپلې دندې، زدهکړې، په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه ونډه او دې ته ورته لسګونه د ژوند نور اساسي حقونه له لاسه ورکړل؛ خو لا یې هم خپلې هېلې ژوندۍ ساتلې دي. اوسمهال چې نړۍ د افغانستان ښځو ته د بېچاره قشر په سترګه ګوري؛ خو افغان ښځو له لسیزو وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له ټولو بندیزونو او محدودیتونو سره - سره په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو په دوام سره تاریخ جوړ کړی دی.په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو وضعیت لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نورې برخې هغه څه دي، چې افغان ښځې پکې فعالیتونه او سوداګري کوي. سره له دې چې ښځو د جمهوریت په شاوخوا شلو کلونو کې هم سوداګري کوله؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځينه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شوی دی. ښځينه سوداګرې او د اقتصادي چارو کارپوهان د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د پراخ حضور لامل په نورو برخو کې د طالبانو محدودیتونه په ګوته کوي. طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر زده کړو، کار کولو، ورزش، هنر او لسګونو نورو مواردو پراخ بندیزونه لګولي دي. یادې ښځینه سوداګرې وایي، چې د دوی محصولات اوسمهال بازارونه نه لري او له اړوندو ادارو غواړي، چې د دوی توکو ته ښه بازارونه برابر کړي. ښځینه سوداګرې په داسې حال کې د سختو شرایطو په اړه خبرې کوي، چې نړۍوال بانک ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی. نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او اقتصاد لري.
شاپور حسنزوی په يوه ويډيو کې د طالبانو پر مشرتابه او غړو سختې نيوکې کړې او زياتوي، چې د طالبانو په ادارو کې «ظلم شروع دی.»
نوموړي ويلي، چې د طالبانو له ویري هيڅوک د خپل حق غوښتلو جرات نه لري.
هغه زياته کړې: «انصاف نشته، قسم ده که انصاف وي، دلته حق چاته نه ورکول کيږی، دلته ظلم روان دی، په ادارو کې چې څوک حق غواړی دوی یې سپکوي او بي ابه کوي يې.»
د حسنزوی په خبره، واکمنو طالبانو په نژدې څلورو کلونو کې د خلکو د هوسا ژوند او اسانتیاوو برابرولو لپاره هيڅ نه دي کړي او یوازي یې وطن ته درد، غم او ناامني راوړې.
هغه ويلي، چې څو ځله یې د طالبانو له مشر سره د لیدو غوښتنه کړې؛ خو چا ورته مثبت جواب نه دی ویلی.
شاپور حسنزوی وايي، چې طالبانو يې کور، ګاډي، مارکېټ او وسله ترې اخيستي او د ور کولو لپاره یې د دې ډلې د مشرانو امر هم نه مني.
نوموړی زياتوی، چې د خپل حق غوښتلو لپاره ږغ پورته کوي، که يې څوک نيسي او وژني پروا يې نه کوي.
حسنزوی یو ځل د طالبانو له لوري نیول شوی او زنداني شوی هم دی.
نوموړي تر دې مخکې هم طالب ځواکونه د دوی د کور په تلاشي کولو او د کورنۍ د غړو په نیولو تورن کړي دي.
ځينو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې افغانستان ته په لوړه کچه له برازیل،دوبۍ ، هندستان او پاکستان بوره راوړل کېږي.
سوداګر زیاتوي چې دوی ته د هندوستان او پاکستان بوره ارزانه تمامیږي.
د ایران ایلنا خبري اژانس د دې هېواد د ختیځې پټلۍ عمومي رییس علي حکیمي قاسمي په حواله لیکلي: "د دې اورګاډي راتګ نه یوازې د ټرانزیټي توکو د لېږد په برخه کې د ختیځې پټلۍ شبکې لوړ ظرفیت څرګندوي، بلکې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام هم دی."
د ختیځې پټلۍ عمومي رييس وايي چې د دې عملياتو په ترسره کولو سره افغانستان ته د خوراکي توکو باري واګونونه ليږدول او ښکته کول ممکن دي او دغه کار له ايران څخه افغانستان ته د لومړنيو مالونو د لېږدونې د زياتوالي سبب کيږي.
حکيمي قاسمي همداراز ټينګار وکړ، چې په دې لاره کې د اورګاډي د ترانسپورت پراختيا به د ترانسپورتي لګښتونو د کمولو ترڅنګ د مالونو د ليږدونې بهير چټک کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تعاملات به زيات کړي.
لاریونوال له لنډي کوتل بازار تر بای پاس پورې د دروازې د خلاصېدو شعارونه ورکول.
دوی په یوه شعار کې لیکلي: «د تورخم دروازه دې د روزګار او هر قسم تګ راتګ لپاره خلاصه شي.»
لاریونوالو دغه لار د زياتو خلکو د کار پيدا کېدو سرچينه بللې او زياته کړې، چې د دروازې په بندېدو سره په زيات شمېر خلک بې روزګار شوي دي.
د همدې لارې تر بندېدو وروسته د افغانستان او پاکستان دسوداګرۍ خونو مسولينو پرون د ستونزې پر حل انلاین مجلس کړی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند وايي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له کبله دواړو لورو سوداګرو ته زيان اوښتی.
هغه زياته کړې: «د تورخم لارې د بندېدو له امله دواړو لورو ته زیان اوښتی، او هغه منفي کړنې چې د بندر د بندېدو لامل کېږي، باید مخه یې ونیول شي. د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرتابه باید ژر تر ژره له حکومتي چارواکو سره د تفاهم ناسته ترسره کړي.» نن ۱۵مه ده، چې تورخم دروازه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتو وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د لارې بندېدو له کبله دواړو خواته ته په زرګونه ګاډي ولاړي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ورځني اوسط ډول ۳ ميليونه ډالره سوداګري يې زيانمنه کړې ده.
د معلوماتو له مخي، افغانستان ته هره ورځ شاوخوا ۱.۶ ميليونه ډالره واردات او ۱.۴ ميليونه ډالره صادرات کېدل.
یاد مرکز مشر نعمان اکبر زیاتوي چې دوی ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو برېښنايي پېژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل له پاره مراجعه کوي.
د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې نن شنبې د کپ ۱۸مه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري ۳زره ۷ سوه افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.
دې ادارې، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د پراختیا په برخه کې د روان کال په چنګاښ میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې اسان خدمت مرکز پرانیست، چې د دوی په وینا بهر مېشتو افغانانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې پر ۴مه له بهرنیو چارو وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی و.
په اروپا کې مېشتو ځینو افغانان وايي چې دوی د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ ته انلاین مراجعه کړې وه، چې په ډېره کمه موده که یې د پوسټ له لارې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړل.
په همدې حال کې طالبانو د تذکرو او پاسپورټ اړوند ادارو په افغانستان کې دننه هم خپل مرکزونه زیات کړي دي او د پخوا په پرتله اوس د مراجعونو قطارونه نه لیدل کېږي.