طالبانو د محمودشاه حبیبي د نیول کېدو خبر رد کړ

طالبانو د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی محمودشاه حبیبي نه دی نیولی. حبیبي یو افغان توکمه امریکايي وګړی دی، چې مخکیني جمهوري نظام کې یې د هوايي چلند ادارې د رییس په توګه دنده لرله.

طالبانو د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی محمودشاه حبیبي نه دی نیولی. حبیبي یو افغان توکمه امریکايي وګړی دی، چې مخکیني جمهوري نظام کې یې د هوايي چلند ادارې د رییس په توګه دنده لرله.
د طالبانو ویاند وایي، دوی د حبیبي د کورنۍ د غوښتنې له مخې له ټولو اړوندو ادارو سره پلټنې کړې؛ خو داسې هېڅ نښه یا سند نه دی موندل شوی، چې په ډاګه کړي نوموړی دې د دوی لهخوا نیول شوی وي.
محمودشاه حبیبي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې په کابل کې لادرکه شو.
د هغه کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی دا مهال د طالبانو په بند کې ساتل کېږي. هممهاله امریکا اعلان کړی، که هر څوک د هغه ځای معلوم کړي؛ نو ۵ مېلیونه امریکایي ډالره جایزه به ورکړي.

د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت هند کې د یوې ځانګړې مشاعرې پر مهال افغان سندرغاړو هم د خپلې موسیقۍ هنر نندارې ته وړاندې کړی. اېنډین اېکسپرېس ورځپاڼې د افغان سندرغاړو په حواله لیکلي، چې افغانستان یوازې د جګړو، وینې تویېدنې او طالبانو نوم نه دی.
ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم افغانستان لا هم له کلونو جګړو وروسته د سېلانیانو پام ځان ته اړولی؛ خو په زرګونه کیلومېټره لرې، د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د افغان کډوالو ترمنځ د «وطن د مینې او یادونو» یو ګډ درد لیدل کېده.
د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د الیانس فرانسېز په کلتوري مرکز کې سلګونه کسان راټول شوي وو، چې یو ماښام یې د موسیقۍ او خاطرو سره ونمانځه.
په دې مشاعره کې د بېلابېلو هېوادونو هنرمندانو ګډون کړی و؛ خو د «سلام» په نوم د افغان کډوالو د موسیقۍ ډلې قوالۍ پر خلکو ژور اغېز وکړ او نندارچیان یې احساساتي کړل.
د فرهاد دریا ترانې، سوچه افغاني فولکلوریکې سندرې او د سولې پیغامونه د دغې ډلې له موسیقۍ سره یوځای شول.
د سلام ډلې غړو دغې ورځپاڼې سره په مرکه کې د خپل هنري سفر، د موسیقۍ د رول او د افغانستان د سولې او فرهنګ د استازیتوب په اړه خبرې وکړې.
د دغې ډلې بنسټ د احمد حیدر پردېس په نوم د یو کس له لوري په ۲۰۱۳ کال کې اېښودل شوی. حدیث چې د ځوانۍ له کلونو راهیسې یې په پاکستان کې هنري فعالیت لاره؛ له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې په موسیقۍ بوخت دی او په ۲۰۰۹ کال کې هند ته کډوال شوی دی.
نوموړی د افغانستان له بېلابېلو ټلوېزیوني رسنیو سره کار کړی او د «نوا موسیقۍ» مشهورې ډلې غړیتوب یې هم لاره.
حدیث وایي: «په هند کې د کډوالو هنرمندانو لپاره هېڅ رسمي چوکاټ نه و، له همدې امله مو د سلام ډله جوړه کړه؛ تر څو د خپلې موسیقۍ، ژبې او کلتوري میراث ساتنه وکړو».
د سلام ډلې مشره اتنا وویل: «د پیل په ورځو کې ډېر کسان یوازې د طالبانو او جنګ پوښتنې کولې؛ خو دوی غوښتل دا پیغام ورکړي، چې افغانستان یوازې طالبان نه دي او موږ غواړو د خپل هېواد د خلکو ژوند، فرهنګ او مثبت ارزښتونه نړۍ ته وښایو».
اتنا زیاتوي، چې اکثره غړي یې د افغانستان له بېثباتۍ، تاوتریخوالي او هنري محدودیتونو له امله مهاجر شوي. ان د امریکايي ځواکونو پر وخت هم هنرمندان خوندي نه وو.
د دوی په خبره؛ هند یې ځکه غوره کړې چې له افغانستان سره یې دوستانه اړیکې دي او ویزې یې هم په اسانۍ ترلاسه کولې.
د سلام ډلې ګیتار غږوونکي مسیح جعفري هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان هنري محدویتونه بیان کړل: «په ځینو ځایونو کې موسیقي حلاله ګڼل کېږي؛ خو په ځینو کې یې بیا خلک حرامه بولي. دا د فرهنګي او مذهبي جوړښت پورې اړه لري».
د هغه په خبره؛ د ایران محلي موسیقۍ، هرات ډلې او د فرهاد دریا له سندرو الهام اخلي او زیاتوي: «موږ نه یوازې د افغانستان لپاره؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره د سولې غوښتونکي یو».
د همدې ډلې یو بل ګیتار غږوونکې بدنشره د کډوالۍ د ژوند خاطرې شریکې کړې: «دا یوه داسې تجربه ده، چې زړه به دې ودردېږي. موسیقي مو د همدې احساساتو انعکاس دی. زموږ هنر د افغانستان او هند ترمنځ د دوستۍ اړیکې بیانوي».
د سلام ډلې مشرې سندرغاړې مدیحه حسیق وویل: «زموږ ټولې سندرې له وطن سره تړلې دي. موسیقي زموږ د افغانستان سره د تړاو لاره ده».
سلام ډله په تېرو کلونو کې د ملګرو ملتونو په غونډو، سفارتونو او د هند د کلتوري شورا (ICCR) په فسټیوالونو کې برخه اخیستې ده.
دوی موسیقي یوازې یوه هنري ننداره نه؛ بلکې د ژوند یوه وسیله، د احساساتو بیان او د خپلو تجربو روایت ګڼي.

سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د وروستیو لاریونونو په تړاو ۳۷ کسان نیولي دي. سرچینو ویلي، چې د خاش ولسوالۍ بازار تړلی دی او طالبان له خلکو سره ناوړه چلند کوي.
په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو د ډزو له امله په وروستیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې لاریونونه او نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې طالبانو غوښتل د کوکنارو کروندې ویجاړې کړي. د طالبانو دغه اقدام د ځایي اوسېدونکو له پراخ مخالفت سره مخ شو او د نښتو لامل شو.
د بدخشان په یوه سیمهییز روغتون کې سرچینې وايي، چې د طالبانو لهخوا د دوشنبې په ورځ د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان او د سې شنبې په ورځ یو کس ووژل شو.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په تېرو دوو ورځو کې ۳۷ کسان نیول شوي چې ډېری یې د کلیو مشران او هغه خلک دي چې د طالبانو پر ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه.
د افغانستان انټرنشنل لهخوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بندیان د چورلکې پر مټ د بدخشان مرکز فیض اباد ته لېږدول شوي دي.
طالبانو لاتر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد نعیم وردګ د دغې ناستې پر مهال له اذربایجان سره د افغانستان اړیکې تاریخې وبللې او د متقابلو ګټو پر بنسټ یې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د اذربایجان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال النور محمدوف له قوله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي تېره ورځ د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه په لیدنه کې غوښتنه کړې وه؛ څو د دوی سفیر ومني او ډېپلوماټیک تعامل ته ورسره لاره پرانېزي.
که څه هم طالبان په یو شمېر هېوادونو کې ډېپلوماټیک استازي او سفیران لري؛ خو دغه ډله لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې. ان د دغه ډلې نږدې متحدین هم هڅه کوي، چې د رسمیت پېژندلو له غوښتنو یې ځانونه لرې وساتي.
ډېموکراتیکو ارزښتونو ته نه درناوی، د نجونو پر مخ د زدهکړو بندیز، د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیتونه، د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه او همدا راز ګڼ نور مسایل د طالبانو هغه سختدریځۍ دي، چې نړۍ نه غواړي له همدې کبله ورسره تعامل وکړي او یا یې هم په رسمیت وپېژني.

د پاکستان حکومت د یوه رسمي لیک له لارې د دغه هېواد مرکزي بانک (State Bank of Pakistan) ته سپارښتنه کړې، تر هغه مهاله چې د کابینې وروستی تصمیم نه وي نیول شوی باید د «پي او ار» کارت لرونکو افغان کډوالو بانکي حسابونه ونه تړي.
دغه لیک چې د ۲۰۲۵ کال (د جون په ۳۰مه) د کشمیر، ګلګت بلتستان او قبایلي سیمو چارو وزارت لهخوا مرکزي بانک ته استول شوی، په ډاګه کوي چې د ملګرو ملتونو سره د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د اعتبار موده پای ته رسېدلې او دا موضوع دا مهال د کابینې لهخوا تر غور لاندې ده.
په لیک کې راغلي: «د وزارتونو ترمنځ د مشورو وروسته د POR کارتونو د اعتبار د تمدید موضوع کابینې ته د وروستي تصمیم لپاره وړاندې کېږي. نو ټول مالي بنسټونه دې د لارښوونې تر ترلاسه کېدو پورې د یادو کارت لرونکو افغان کډوالو حسابونه نه بندوي».
په لیک کې راغلي، چې په دې تړاو به هر ډول وروستی تصمیم له اړونده ادارو سره شریک شي.
په پاکستان کې له ملګرو ملتونو سره د یادو کارتونو لرونکو نږدې ۲مېلیونه کسان ثبت دي، چې اوس یې برخلیک له ناروښانه حالت سره مخ دی.
یونسیار هم پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو د استوګنې موده دې په قانوني ډول بیا وغځوي؛ خو لیدل کېږي چې اسلام اباد لا هم په دې تړاو په سلامشورو بوخت دی.
هممهاله پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه بیا د افغان وګړو تابعیت کارت لرونکو د اېستل کېدو بهیر له دغه هېواد پیل کړی او د شمېرو له مخې؛ په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې ۲۰۰زره افغانان په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي د «پي او ار» کارت لرونکو موده تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې تمدید شي.
د دې تمدید موخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د کاروبارونو او نورو معاملاتو راټولول بلل شوي؛ څو په دغه موده کې خپلې شتمنۍ راټولې او د ملکیتونو پلور ته یې اسانتیاوې برابرې شي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د «نما رسانه» په نوم د یوې کلتوري موسسې کارکوونکی «عیسویت او الحاد» ته د تبلیغ په تور نیولی دی. یاد وزارت ویلي، چې له دغه کس سره یې د عیسوي مذهب او الحاد په تړاو لس زره کتابونه هم نیولي دي.
د طالبانو د یاد وزارت ویاند مولوي سېف الاسلام خېبر پر اېکس پاڼه د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) یوه وېډیو خپره کړې، چې پهکې د دغه نیول شوي کس خبرې د اعتراف په بڼه ثبت شوې دي.
نیول شوی کس خپل نوم سید محمد امین میران پور ښيي او ځان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی معرفي کوي.
طالبانو پخوا هم دغه ډول وېډیوګانې خپرې کړې دي، چې ادعا کېږي په جبري توګه نیول کېدونکي کسان پهکې اعتراف ته مجبورېږي.
په وېډیو کې یاد کس وایي، چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې یې د نما رسانه موسسې سره د اداري مدیر په توګه دنده لرله.
هغه زیاتوي: «نما رسانه موسسې د افغانستان د کلتور او دین خلاف سریالونه جوړول. موږ یو کتاب پلورنځی او کتابتون هم لاره او خلکو ته مو کتابونه د لوستلو لپاره ورکول. په دې کې د عیسویت، فمینیزم او الحاد کتابونه موجود وو».
طالبانو درې ورځې وړاندې هم په دې تور د همدغه موسسې دوه تنه کارکوونکي نیولي وو.
طالبان په افغانستان کې د اسلام او حنفي مذهب پرته د نورو دینونو خلاف سخت دریځونه لري. پر طالبانو تور دی، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې یې یو شمېر اسماعیلي مذهبه کسان په زور اړ کړي؛ څو خپل مذهب بدل کړي او د حنفي مذهب لاروي پیل کړي.
همدا راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سلفي مذهب پر پیروانو هم یادې ډلې سخت بندیزونه لګولي دي.
