طالبان له اذربایجان سره خپلې اړیکې پراخوي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد نعیم وردګ د دغې ناستې پر مهال له اذربایجان سره د افغانستان اړیکې تاریخې وبللې او د متقابلو ګټو پر بنسټ یې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د اذربایجان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال النور محمدوف له قوله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي تېره ورځ د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه په لیدنه کې غوښتنه کړې وه؛ څو د دوی سفیر ومني او ډېپلوماټیک تعامل ته ورسره لاره پرانېزي.

که څه هم طالبان په یو شمېر هېوادونو کې ډېپلوماټیک استازي او سفیران لري؛ خو دغه ډله لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې. ان د دغه ډلې نږدې متحدین هم هڅه کوي، چې د رسمیت پېژندلو له غوښتنو یې ځانونه لرې وساتي.

ډېموکراتیکو ارزښتونو ته نه درناوی،‌ د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندیز، د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیتونه، د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه او همدا راز ګڼ نور مسایل د طالبانو هغه سختدریځۍ دي، چې نړۍ نه غواړي له همدې کبله ورسره تعامل وکړي او یا یې هم په رسمیت وپېژني.