• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تازه موندنې؛ د مسکو د کروکوس کنسرت یو بریدګر افغانستان کې روزل شوی و

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي د مسکو په کروکوس سیمه کې پر یو کنسرت د تېر کال برید پر مهال د پېښې عاملین په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو.

د راپور له مخې؛ د داعش له دغو څلورو بریدګرو څخه یو ته یې په افغانستان کې د «ترهګریزو بریدونو» ترسراوي روزنه ورکړل شوې وه.

د ټاس خبري اژانس د موندنو له مخې؛ د کروکوس تالار د برید اصلي تورن کسان د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې تر ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې د دغه برید ترسراوي لپاره په ترکیې کې روزنه لیدلې وه.

۳۲کلن دلبرجان میرزایف، ۲۶کلن فریدون شمس الدین، ۱۹کلن محمد صابر فیضاف او دېرش کلن مرادعلي رجب علي زاده په ګډون ټول بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.

راپور زیاتوي، له دوی څخه مرادعلي رجب‌علي‌زاده د مسکو برید نه مخکې د خپل مشر په لارښوونه د ترهګریزو بریدونو د زده‌کړې لپاره د جعلي اسنادو په وسیله د پاکستان له لارې افغانستان ته تللی و.

سره له دې چې طالب چارواکي ادعا کوي، چې دوی داعش ډلې ته په افغانستان کې سخته ماتې ورکړې؛ خو د دې ډلې د خراسان څانګې بریدونه بیا لا تر اوسه دوام لري.

ټاس لیکلي، چې بریدګرو ته په ترکیه کې ورکړل شوې روزنه، د وسلو سره عملي تمرین، رواني چمتووالی، د ترهګریزو بریدونو د میتودونو مطالعه، د بېلابېلو وسلو او چاودېدونکو توکو د کارولو قوانین او د زهري موادو پېژندنه رانغاړله.

په راپور کې راغلي، چې د کروکوس تالار د بریدکوونکو روزنه او چمتووالی د دې برید د اصلي طراح یوه مهمه برخه وه.

د روسیې د پلټنو کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي سوتلانا پترنکو د روان ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ویلي و، چې د یوه «نامسوول» هېواد استخباراتي ادارو دا برید تنظیم کړی او پلان کړی و؛ خو د یاد هېواد نوم یې نه و اخیستی.

ټاس زیاتوي، هغه اسناد چې دوی ترلاسه کړي؛ د مسکو د کنسرت تالار د ۹۵ قربانیانو مدافع وکیل اېګور ترونوف یې اصالت تایید کړی دی.

دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس تالار کې وشو. بریدګر د یوه کنسرت تر پیل وړاندې تالار ته ننوتل، پر ګډونوالو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او بیا وتښتېدل.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې د دې خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست.

دا برید د یادې ترهګرې ډلې له لوري په سیمه کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه بلل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

له ایرانه د افغانانو اېستل؛ افغانستان ته د القاعده او نورو ډلو د جنګیالیو د لېږد امکان شته

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۲ GMT+۱

د افغانستان د امنیتي او بشري کړکېچونو له ډېرېدو سره امنیتي شنونکي خبرداری ورکوي، چې د القاعده او د نورو ترهګرو ډلو جنګیالي ښایي افغانستان ته ولېږدول شي.

د ډېپلوماټ مجلې په یوې خپرې کړې مقاله کې اندېښنه ښوول شوې، چې د طالبانو له کنټروله وتلي وضعیت دغه اندېښنې راپارولي دي.

د مقالې لیکوال افغان امنیتي څېړونکی او د مخکیني جمهوري نظام یو لوړ پوړي دولتي مامور بسم الله تابان زیاته کړې، افغانستان دا مهال هېڅ ډول ګټور امنیتي بنسټونه نه لري؛ همدا راز دوامداره ټولنیز خدمتونه هم په‌کې نشته او د زیانمنو شویو وګړو لپاره لازم پروګرامونه هم نه لري.

هغه وایي، دې وضعیت افغانستان کې داسې یو چاپېریال ته لاره پرانېستې چې ترهګرې ډلې په کې په اسانۍ خلک جذبولای شي.

په تېرو کلونو کې هم یو شمېر شواهد او راپورونه خپاره شوي، چې په افغانستان کې یې د القاعده شبکې حضور څرګند کړی دی.

بسم الله تابان په مقاله کې یادونه کړې، چې طالبانو په ځینو مواردو کې نه یوازې د القاعدې ډلې پر ضد اقدام نه دی کړی؛ بلکې په ځینو سیمو کې یې هغوی ته پناه ځایونه ورکړي او حتی ګډ فعالیتونه یې ورسره ترسره کړي دي.

د فعالیتونو او همکاریو د دې اړیکو بېلګې په ننګرهار، غزني، هلمند او زابل ولایتونو کې لیدل شوې دي.

راپور زیاتوي، یو له هغو ځانګړو لاملونو څخه چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي؛ له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو جبري اېستل دي.

یوازې په تېره میاشت کې نږدې ۲۵۰ زره افغانان له ایرانه په جبري ډول بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې بې سرپناه، بې کاره او له ټولنیزو ملاتړه ې‌برخې دي.

مقاله کاږي، په دا ډول شرایطو کې داعش (ISKP)، القاعده او ځینې نورې نیابتي وسله‌والې شبکې کولای شي له دغه تشې څخه استفاده وکړي او زیانمن شوي کسان جذب کړي.

تابان همداراز د یونېسف هغو راپورونو ته اشاره کوي چې وایي، نږدې پنځه زره افغان ماشومان د دغو جبري شړنو پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي دي او اوس د جنسي ناوړه استفادې، د انسانانو قاچاق او د ترهګریزو شبکو له‌خوا د جذبېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د کورونو کرایې لوړې شوې، تازه ستانه شوي بې سرپناه دي او طالبان هم نه‌شي کولای دغو کسانو ته لازم خدمات چمتو کړي. دا ټول لاملونه د هرات، نیمروز او فراه په څېر ولایتونو کې د ټولنیزې ناامنۍ لامل شوي.

همداراز راپورونه وایي، چې د فقر له امله غلاوې، کوڅه‌ییز جنایي جرمونه او وسله‌والې غلاوې ډېرې شوې دي.

بل خوا د طالبانو او ځینو سختدریځو ډلو ترمنځ د فکري او عملیاتي اړیکو له امله دا اندېښنه هم زیاته شوې، چې القاعده به له ګاونډیو هېوادونو څخه په تنظیم‌شوي ډول افغانستان ته ولېږدول شي.

بسم الله تابان لیکلي، القاعدې پخوا له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د طالبانو تر واک لاندې «د اسلامي امن ژوند» لپاره افغانستان ته سفر وکړي؛ دا یوه څرګنده نښه ده چې افغانستان د دغو جهادي ډلو لپاره د پناه ځای بڼه غوره کړې.

لیکوال د مقالې په پای کې کاږي، افغانستان اوس‌مهال له سختو جدي ګواښونو سره مخ دی او د سیمې د سختدریځۍ پر مرکز بدل شوی دی.

هغه وایي، دې وضعیت نه یوازې د هېواد دننه امنیتی وضعیت ګواښلی؛ بلکې منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، اروپا او امریکا ته هم د نا امنۍ څپې لېږدولای شي.

بسم‌الله تابان په ډېپلوماټ مجله کې خپلې خپرې کړې مقاله کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکوي، که دا بهیر له پامه وغورځول شي؛ نو القاعده او نورې سختدریځه ډلې به بیا پیاوړې شي. نوموړي له نړۍوالو قدرتونو غوښتي، چې د یو ګډ او همغږي اقدام پر بنسټ افغانستان له روان بشري ناورین او د نړۍوالې ترهګرۍ له پناه ځای کېدو څخه وژغوري.

پر رسنیو پر‌له‌پسې بندیزونه؛ پر طالبانو هر ډول نیوکې په بشپړه توګه بندې شوې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې نوې تګلارې له مخې؛ د دغه ډلې تر واک لاندې د خصوصي رسنیو له‌خوا د طالبانو پر حکومت د نیوکو یا هم د دغه ډلې د پالیسیو خلاف پر هر ډول خپرونو بشپړ بندیز ولګېد.

افغانستان انټرنشنل ته د دې څلور مخیزه تګلارې یوه کاپي رسېدلې ده، چې د دوی تر واک لاندې ټولو رسنیو ته په‌کې د سیاسي خپرونو په تړاو تازه سپارښتنې شوې دي.

رسنیو ته ویل شوي، چې د هرې سیاسي خپرونې د چمتو کېدو لپاره باید د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه اجازه واخیستل شي او د خپرونو منځ‌پانګه باید د طالبانو له رسمي پالیسیو سره سمون ولري.

د «سیاسي خپرونو د جوړولو پالیسي» تر سرلیک لاندې دغه سند کې راغلي، چې رسنۍ مکلفې دي تر خپرېدو مخکې خپل سیاسي پروګرامونه د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستوي.

دغه راز هر کارپوه چې د سیاسي بحثونو یا د رسنیو د سیاسي خپرونو برخه وي؛ باید د طالبانو له یاد وزارت نه تایید شي او د هغوی له‌خوا ورکړل شوې پېژندپاڼه هم باید ولري.

په دې لارښود کې ټینګار شوی، چې د رسنیو سیاسي خپرونې باید «د طالبانو له تګلارو سره سمې برابرې شي.»

پر افغانستان واکمنې ډلې ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، د ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد نشرات وکړي؛ له جدي سزا سره به مخ شي او ان د جواز لغوه کېدو امکان یې هم شته.

په دې تازه تګلاره او لارښود کې رسنیو ته سپارښتنه شوې، چې د نیوکې پر مهال باید د طالبانو مشران «په درنښت او د قانون په چوکاټ» کې په پوره درناوي سره یاد کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د بیان ازادۍ په برخې کې سانسور او فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي او د تازه لارښود د رسنیو پر وړاندې د یوه سیسټماتیک سانسور ښکارندویي کوي.

د طالبانو د دغه ډول پرله‌پسې محدودیتونو او بندیزونو له امله افغان رسنۍ د ازادۍ په نړۍوالې ډلبندۍ کې د پخوا پرتله ډېر ښکته ځای ته پرېوتې دي.

د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د راپور له مخې؛ افغانستان یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او د ۱۸۰ هېوادونو له منځه یې ۱۷۵م ځای خپل کړی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۴۱ خبریالان نیول شوي یا زنداني شوي دي. د طالبانو د استخباراتو اداره د خبریالانو د نیولو او شکنجې اصلي عامل بلل شوې ده.

د طالبانو له لوري یوه زنداني شوي خبریال له یاد سازمان سره خپله کیسه شریکه کړې ده.

هغه وایي، کله چې طالبانو ونیوه فکر یې کاوه، نور به ژوندی پاتې نه‌شي. د هغه په وینا: «طالبانو د ساتېرۍ لپاره هم شکنجه کولم».

طالب چارواکو د خپل مشر او د خپلې ډلې د تګلارو سره مخالفو نظرونو ته تل سخت غبرګون ښودلی او اوس یې دا نوې رسنیزه پالیسي د هېواد دننه د اطلاعاتو بهیر له لا زیاتو خنډونو سره مخ کوي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لسګونه چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ له فعالیته لوېدلي دي او زرګونه خبریالان د زیاتېدونکو ګواښونو او محدودې رسنیزې فضا له امله له هېواده وتلي دي.

طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د امربالمعروف قانون نافذ کړ او په ځینو ولایتونو کې یې پر رسنیو بندیزونه لګولي، چې باید د ساه کښو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي. له همدې امله په کندهار، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ان ټلوېزیونونو د راډیوګانو بڼه غوره کړې او یوازې «غږېزې خپرونې» وړاندې کوي.

پنټاګون: د افغانستان او ویتنام تجربه باید بیاځلې تکرار نشي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۰۶ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د جګړې لپاره د پلټنې ډلې غړي به د روانې جولای په میاشت کې خپل کار پیل کړي.

هغه ویلي، په ​​افغانستان او ویتنام کې د امریکا د جګړې پرمهال د رامنځته شویو پیښو سره ورته پیښې باید تکرار نشي.

نوموړي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنو ته په اشارې سره ویلي، چې د دغه څېړنو موخه د امریکا په پوځي برخه کې د دغه معلوماتو شاملول او کارول دي.

هغه زیاته کړه، چې تر اوسه پورې له بېلابېلو کسانو سره په دې تړاو مرکې شوې دي.

هغه وایي: «څنګه موږ د یوې ادارې په توګه ډاډ ترلاسه کولای شو، چې د ویتنام او هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي؛ بیاځلې تکرار نشي؟ د ویتنام او افغانستان په سفارتونو باندې چورلکې؛ دا د دغه شخړو لپاره هغه پای نه و، چې موږ غوښت.»

د ټرمپ اداره اوس له افغانستانه د امریکا د وتلو څرنګوالي په اړه څېړنه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې ښکېل جنرالان باید مسوول وګڼل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په وار، وار له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

ټرمپ په وار، وار د امریکا په پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکه کړې او له افغانستانه د امریکا وتنه یې «شرموونکې» یاده کړې او ویلي یې دي، چې امریکا باید د بګرام اډه نه وای پرېښې.

حکمتیار: د بې‌ګناه مسلمان پر ضد د وسلې پورته کول «حرام» عمل دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د بې‌ګناه مسلمانانو پر ضد د وسلې پورته کول «مطلق حرام» عمل دی او دا ډول کړنه د «الهي لعنت او غضب» لامل ګرځي. نوموړي دا څرګندونې د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د وسلوالې نښتې په غبرګون کړي.

حکمتیار د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په خپل اېکس کې ویلي: «پر هر هغه مسلمان وسله پورته کول چې نه یې څوک ناحقه وژلي او نه یې پر بل چا وسله پورته کړې وي، په مطلق ډول حرام دي. څوک چې دا کار وکړي، د الله له لعنت او غضب سره به مخ کېږي او د تل لپاره به په دوزخ کې وي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د بدخشان د خاش ولسوالۍ پېښه باید له همدې دیني او انساني لیدلوري وکتل شي، نه یوازې له امنیتي یا سیاسي زاویې.

هغه پر اسلامي اصولو ټینګار کړی او له ټولو اړخونو یې وغوښتل، چې له تشدد، غچ‌اخیستنې او بې‌دلیله تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د حکمتیار دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په ټول هېواد کې د طالبانو له خوا د انساني حقونو نقض، پر ملکي وګړو تشدد او د بیان او مدني فعالیتونو محدودیتونه د داخلي او نړۍوالو اندېښنو سبب شوي دي.

بلخوا، د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو او ځايي اوسېدونکو تر منځ وسله والې نښتې د طالبانو پر ضد پاڅون بللی دی.

د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي او څو نورو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دغه وسله واله نښته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر رامنځته شوې؛ خو امرالله صالح بیا وايي، دغه نښته د کوکنارو له کرکېلې سره هېڅ تړاو نه لري.

هغه زیاتوي: «د طالبانو تبلیغاتي رسنۍ که هر څه وايي؛ دا موضوع له کوکنارو سره هېڅ تړاو نه لري. دا د انصاف لپاره یو پاڅون دی.»

یونېسف: د افغانستان او ایران په پوله زرګونه ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنیو مرستو نړۍوال صندوق وایي، د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام‌کلا پر پوله د لمر د سختې تودوخې او دوړو په منځ کې سلګونه کورنۍ او ماشومان د ستنېدو په حال کې دي، چې له پولې تېرېدونکي زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د سوېلي اسیا لپاره د یونېسف سیمه ییز مشر «سنجې ویجسیکرا » وایي، چې دا یوه د زړه خوږي او دردونکې منظره ده او تر ټولو خواشینوونکی وضعیت یې لیدلی دی.

هغه زیاتوي، یوازې د جون په میاشت کې تر ۱۶۰ زرو زیات افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

یونېسف وایي: «راستانه شوي ماشومان، ښځې او نارینه د وېرې، ستړیا، لوږې او نامعلوم برخلیک د کیسو سره افغانستان ته راګرځي. د دوی په څېرو کې له ورایه ښکارېږي چې له کومو سختیو، بې‌سرپناهیو او بې‌وسیو سره مخ شوي دي. دوی خپل کورونه، ملګري او ژوند پرې ایښی، خو معلومه نه ده چې اوس څه کوي او کوم لور ته ځي.»

یونېسف زیاتوي: «موږ او زموږ ملګرې ادارې او غېر دولتي سازمانونو له خوا هڅې روانې دي چې دې بېړني بشري بحران ته ځواب ورکړو، ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي تر څو د ناروغیو په ځانګړي ډول ګوزڼ مخه ونیول شي.»

یونېسف وویل: «د تغذیې متخصصین د ماشومانو وزنونه اندازه کوي او هغو ته چې خوارځواکي لري، ځانګړي خواړه ورکوي. پاکو اوبو ته لاسرسی برابر شوی، تشنابونه نصب شوي او کوچنيو ماشومانو ته د «ماشومدوسته» خوندي ځایونه چمتو شوي، چېرته چې دوی ارام کولی شي، لوبې کولی شي او لږ څه له رواني فشار څخه ځان خلاصولی شي.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د بېړنیو مرستو نړۍوال صندوق د یوې ۱۶ کلنې نجلۍ چې فاطمه نومېږي، له قوله یې لیکلي: «زما هیله دا وه چې ډاکتره شم. خو اوس دلته چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه نشته، زما راتلونکی تیاره ښکاري.»

د یونېسف سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ماشومانو اړتیاوې پراخې دي. که څه هم یونېسف او شریکان یې هڅې کوي، چې د بېړنیو اړتیاوو ځواب ورکړي، خو دا هڅې کافي نه دي.

د دوامداره مرستو لپاره نړېوالې ټولنې ته اړتیا ده. مالي سرچینې باید پراخې شي او نړۍوال ملاتړ باید زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په درشل کې د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان ویلي، یوازې په تېره جون میاشت کې شاوخوا ۸۰ زره ماشومان له ایران را اېستل شوي، چې دغه شمېر د مې میاشتې په پر تله د دوه برابره زیاتوالي ښکارندويي کوي.

د دغه سازمان په وینا، په دې سره به په افغانستان کې خدماتي سیستم لا پسې وځپل شي.
د ماشومانو د ژغورنې نړۍوال سازمان په وینا، له دې ماشومانو شاوخوا ۶ زره او ۷۰۰ یې بې سرپرسته دي او ۳۹ سلنه یې بیا چې اوس ایران ته رسېدلي وو، په زوره بېرته افغانستان ته اړول شوي دي.
د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو مهلت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو.

د یادولو وړ ده، چې افغانستان ښايي د نړۍوالو سرلیکونو څخه لوېدلی وي، خو د دې هېواد ماشومان، مېندې او اړې کورنۍ لا هم د مهربانۍ او انساني مرستې تمه لري.