پر رسنیو پر‌له‌پسې بندیزونه؛ پر طالبانو هر ډول نیوکې په بشپړه توګه بندې شوې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې نوې تګلارې له مخې؛ د دغه ډلې تر واک لاندې د خصوصي رسنیو له‌خوا د طالبانو پر حکومت د نیوکو یا هم د دغه ډلې د پالیسیو خلاف پر هر ډول خپرونو بشپړ بندیز ولګېد.

افغانستان انټرنشنل ته د دې څلور مخیزه تګلارې یوه کاپي رسېدلې ده، چې د دوی تر واک لاندې ټولو رسنیو ته په‌کې د سیاسي خپرونو په تړاو تازه سپارښتنې شوې دي.

رسنیو ته ویل شوي، چې د هرې سیاسي خپرونې د چمتو کېدو لپاره باید د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه اجازه واخیستل شي او د خپرونو منځ‌پانګه باید د طالبانو له رسمي پالیسیو سره سمون ولري.

د «سیاسي خپرونو د جوړولو پالیسي» تر سرلیک لاندې دغه سند کې راغلي، چې رسنۍ مکلفې دي تر خپرېدو مخکې خپل سیاسي پروګرامونه د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته واستوي.

دغه راز هر کارپوه چې د سیاسي بحثونو یا د رسنیو د سیاسي خپرونو برخه وي؛ باید د طالبانو له یاد وزارت نه تایید شي او د هغوی له‌خوا ورکړل شوې پېژندپاڼه هم باید ولري.

په دې لارښود کې ټینګار شوی، چې د رسنیو سیاسي خپرونې باید «د طالبانو له تګلارو سره سمې برابرې شي.»

پر افغانستان واکمنې ډلې ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، د ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد نشرات وکړي؛ له جدي سزا سره به مخ شي او ان د جواز لغوه کېدو امکان یې هم شته.

په دې تازه تګلاره او لارښود کې رسنیو ته سپارښتنه شوې، چې د نیوکې پر مهال باید د طالبانو مشران «په درنښت او د قانون په چوکاټ» کې په پوره درناوي سره یاد کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د بیان ازادۍ په برخې کې سانسور او فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي او د تازه لارښود د رسنیو پر وړاندې د یوه سیسټماتیک سانسور ښکارندویي کوي.

د طالبانو د دغه ډول پرله‌پسې محدودیتونو او بندیزونو له امله افغان رسنۍ د ازادۍ په نړۍوالې ډلبندۍ کې د پخوا پرتله ډېر ښکته ځای ته پرېوتې دي.

د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د راپور له مخې؛ افغانستان یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړې او د ۱۸۰ هېوادونو له منځه یې ۱۷۵م ځای خپل کړی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۴۱ خبریالان نیول شوي یا زنداني شوي دي. د طالبانو د استخباراتو اداره د خبریالانو د نیولو او شکنجې اصلي عامل بلل شوې ده.

د طالبانو له لوري یوه زنداني شوي خبریال له یاد سازمان سره خپله کیسه شریکه کړې ده.

هغه وایي، کله چې طالبانو ونیوه فکر یې کاوه، نور به ژوندی پاتې نه‌شي. د هغه په وینا: «طالبانو د ساتېرۍ لپاره هم شکنجه کولم».

طالب چارواکو د خپل مشر او د خپلې ډلې د تګلارو سره مخالفو نظرونو ته تل سخت غبرګون ښودلی او اوس یې دا نوې رسنیزه پالیسي د هېواد دننه د اطلاعاتو بهیر له لا زیاتو خنډونو سره مخ کوي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لسګونه چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ له فعالیته لوېدلي دي او زرګونه خبریالان د زیاتېدونکو ګواښونو او محدودې رسنیزې فضا له امله له هېواده وتلي دي.

طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د امربالمعروف قانون نافذ کړ او په ځینو ولایتونو کې یې پر رسنیو بندیزونه لګولي، چې باید د ساه کښو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي. له همدې امله په کندهار، تخار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ان ټلوېزیونونو د راډیوګانو بڼه غوره کړې او یوازې «غږېزې خپرونې» وړاندې کوي.