• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

خوست کې د دولتي ځمکې ۲۵ کلن قرارداد؛ ملا یعقوب او ملګری یې پر فساد او غصب تورن دي

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۴ - ۲۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د خوست یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د دغه ولایت په مرکز کې دولتي ځمکه له قانوني‌ بهیر پرته خپل یوه ملګري ته د ۲۵ کلونو لپاره په قرارداد ورکړې چې د یو شمېر خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

دوی دا کار زورواکي او فساد بولي.

د معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو د دفاع وزیر دا ځمکه د محمدحنیف نیازي په نوم کس ته د دې لپاره ورکړې، چې هلته مارکېټونه او دوکانونه جوړ کړي په داسې حال کې چې د دغې ځمکې د کارونې لپاره تر دې وړاندې یوه داوطلبي ترسره شوې او د دې داوطلبۍ ګټونکي لوري ته د پنځو کلونو لپاره قرارداد ورکړل شوی.

100%

سرچینې وایي، نوی قرارداد نه یوازې دا چې له داوطلبۍ پرته جوړ شوی؛ بلکې ادعا کېږي چې د ملا یعقوب ته نږدې کس د دغه قرارداد د ترلاسه‌کېدو لپاره ۱.۶ مېلیونه افغانۍ رشوت هم ورکړی دی.

خلک وايي، چې د قرارداد تر لاسه‌کېدو وروسته محمد حنیف نیازي د سیمې پر هغو دوکاندارانو فشار راوستی چې له پخوا یې هلته هټۍ جوړ کړې وې. هټۍوالو ته ویل شوي، که دا ځای پرېنږدې؛ نو هټۍ به یې ونړوي.

100%

په سیمه کې یو شمېر هټۍوالو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د ملا یعقوب مجاهد ملګری د داوطلبۍ په مراسمو کې هېڅ شامل نه و؛ خو بیا هم په ډېره ټیټه بیه یې د ۲۵ کالونو لپاره قرارداد ورکړل شوی دی. دوی زیاتوي، چې دا کار ناقانونه او د دوی د حقونو ښکاره نقض بلل کېږي.

د خوست اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږل‌ شویو پیغامونو کې ویلي، چې تر دې وړاندې د دې ځمکې یو جریب په ۲۰۷زره افغانۍ ورکړل کېده؛ خو اوس هماغه جریب ځمکه یوازې په ۷۰ زره افغانۍ ورکړل شوې، چې د قانون خلاف ښکاري. د خلکو د ادعاوو له مخې؛ محمد حنیف نیازي له یادې ځمکې څخه لا دمخه جوړې شوې هټۍ په لوړه بیه پلورلې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو د حاکمیت پر مهال د فساد، رشوت او واسطې کچه لوړه شوې او د خلکو غږ له نافذه لارو نه اورېدل کېږي. طالبانو او د دې ډلې د دفاع وزارت تر اوسه په دې تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د فساد، ناعدالتۍ، غصب او ناوړه اقداماتو دا لومړۍ ځل نه دی؛ تر دې مخکې د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصي کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې او وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله‌والو په زور خالي کړي او خپل خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.

د طالبانو عدلیې وزیر او د دې ډلې مشر ملا هبت ‌الله ته نږدې کس عبدالحکیم شرعي د دولتي کورونو پر سر نه یوازې له سیاسي څېرو سره لاس او ګرېوان دی؛ بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د کوچیانو هغه کورونه هم وران کړي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمانونه یې په لاس کې لرل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

عبدالغفور لېوال: د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته افغانان د یوې دوامداره بدمرغۍ قربانیان دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۰۵ GMT+۱

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او سیاسي څېړونکي عبدالغفور لېوال ویلي، چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانان د یوې دوامداره بدمرغۍ قربانیان دي.

ښاغلي لېوال پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي: «بدمرغي دا نه ده چې نړۍ موږ هېر کړي یو، بلکې بدمرغي دا ده چې نړۍ فکر کوي موږ په همدې حالت کې خوشاله یو.»

نوموړی زیاتوي، چې د افغانانو اوسنی حالت بې علمي، وروسته‌ پاتېوالی، فقر، بې روزګاري او د پاکستاني مدرسو له خوا د خرافاتو او افیمو په نشه کې خپور شوی جهل، په ټوپک او بم مینان او د جنت په نوم د ځان او بل وژنې دا چمتووالی د دې لامل شوی چې نړۍ نور د دوی پر وړاندې کوم مسوولیت ونه مني.

لېوال ادعا کوي، چې نړۍوالو که څه هم افغانان یې نه دي هېر کړي، خو د خپلو ګټو لپاره یې دا ملت د پر خپل حال پرې ایښی دی.

ښاغلی لېوال وایي: «نړۍ غواړي دا حالت هر چاته ورکړي، خو هوښیار ملتونه د پوهې، وحدت او ملي ارادې له لارې ځان ژغوري. موږ یوازې یو ملت یو چې دا لارې کفر ګڼو او چې څوک موږ ویښوي، هغه د تکفیر په ډبرو وژنو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان دواړو خواوو ته د سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او تعلیمي نظام د کمزورتیا له امله د ناامیدۍ فضا خپره ده.

لېوال داسې مهال د روښانتیا، ویښتیا او ملي بیدارۍ غږ کوي، چې ډېری سیاسي او مذهبي مشران یا خو چوپ دي، یا د جهل د ترویج برخه جوړ شوي.

هغه د خپلې لیکنې په پای کې د افغانانو له دننه ویښتیا او بدلون غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې ژغورنه یوازې د علم، یووالي او تفکر له لارې ممکنه ده، نه د بهرنیانو له خوا.

لېوال، چې پخوا د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشري هم کړې، له کلونو راهیسې د افغان ټولنې د فکري، سیاسي او فرهنګي ضعف پر ضد غږ پورته کوي، خو دا تازه څرګندونې یې د افغانو کاروونکو ترمنځ بیا پراخ بحثونه راپارولي دي.

یو شمېر یې د واقعیت انځور بولي، خو یو شمېر نور بیا وایي چې د خلکو ملامتول نه، بلکې د شرایطو اصلاح ته عملي حل لارې باید ولټول شي.

د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې په رسمي ډول خپل ټول فعالیتونه بند کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې پلي کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.

د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.

یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.

یادې ادارې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او د روغتیا، ښوونې، کرنې، د ښځو د حقونو، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې یې پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. ګڼ شمېر افغانانو د دغې ادارې له پروژو څخه ګټه اخیستې او زرګونه کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو.

د دغه ادارې ناڅاپي بندېدل د خلکو، مدني ټولنو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

دوی وایي، چې دا پرېکړه به د بشري مرستو، پراختیایي پروژو او د بېوزلو کورنیو پر ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.

د افغانستان د وضعیت له امله داسې اټکل کېږي، چې د یو اېس اې ډي وتل د نړۍوالو سیاسي بدلونونو، د امریکا د پالیسۍ د بیاکتنې او د سیمه‌ییزو امنیتي شرایطو یوه پایله ده.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د «یو اېس اې ای ډي پاتې پروژې به نورو نړۍوالو موسسو ته وسپارل شي، که به بشپړ بند شي. خو د دې ادارې له وتلو سره د پراختیایي مرستو یوه ستره تشه رامنځته شوې، چې افغانان یې له لا زیات ناورین سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس خلکو ته پوښتنه رامنځته شوې چې «تر دې وروسته به څوک د ښوونې، روغتیا او بشري خدمتونو بار پر غاړه واخلي؟»

رویټرز: ډنمارک کې اوس ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱

ډنمارک اعلان کړی، چې تر دې وروسته ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي. دا اقدام د دې هېواد د هغه هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په اروپا کې د زياتېدونکو امنیتي ترینګلتیاو له کبله نور سرتېری جذب او خپله دفاعي وړتيا پياوړې کړي

رویټرز خبري اژانس د سې ‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ډنمارک پارلمان د تصویب شوي قانون له مخې، ټولې هغه ښځې چې ۱۸ کلنۍ ته رسېږي، د ۲۰۲۵ کال د جولای مياشتي له لومړۍ نېټې څخه به د پوځي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه پروسه مخکې په دې هېواد کې یوازې د نارینه وو لپاره پلي کېده.

په ډنمارک کې لومړی خلک رضاکارانه د پوځ خدمت لپاره نوم ‌لیکنه کوي او که اړتیا پیدا شي نور سرتېري د قرعه ‌کشي له لارې ټاکل کېږي.

طالبان عام خلک د ږیرې پرېښودو ته په زور اړ باسي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه‌ کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي بادام ګل افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ما به ډېر وختونه ږیره او برېت خرېیل، دا زما شخصي انتخاب و، خو اوس مجبور یم چې ږیره پرېږدم ځکه د خطر احساس کوم.»

هغه زیاته کړه: «څه موده وړاندې مې په سقاوه «نایي خانه» کې ږیره او وېښتان جوړول چې د سپین چپنو والا «محتسبین» ونیولم، زه او نایي دواړه یې ولسوالۍ ته یوړو، په هغه یې دوه ورځې دوکان بند کړ او پر ما یې سر وخرېیلو، ته او خدای دا نو انصاف دی.»

په کلیوالو سیمو یا هغو ولایتونو کې چې طالبان د ږیرې نه پرېښودو پر سر ډېر سخت چلند کوي، خلک له وېرې غلي دي. هلته خلک د دې موضوع په اړه ښکاره خبرې نه کوي، خو پټه نارضایتي پراخه ده.

د فریدون په نوم د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زه مسلمان یم، خو دا چې ږیره پرېږدم که نه، دا باید زما خپله پرېکړه وي، نه د طالبانو زور.»

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول اقدامات د انسان د اساسي ازادیو خلاف دي او باید داسې مسایل نړۍوال بنسټونه په جدي ډول وڅاري.

که څه هم یو شمېر دیني عالمان د ږیرې پرېښودل د سنت په توګه ستايي، خو زیاتره وايي چې دا باید د زړه له اخلاصه وي، نه د زور له مخې.

مولوي منان حنفي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سنت د زور له لارې نه عملي کېږي، که یو کار په زوره عملي او ترسره شي، اجر او ثواب نه لري».

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، چې دا د اسلامي ارزښتونو پلي کول دي، خو زیات شمېر افغانان دا یو جبري فرهنګي تحمیل بولي، چې د دین تر نامه لاندې د خلکو د ازادیو سرغړونه ده.

امریکا د خپلو افغان متحدینو پر مخ هره دروازه تړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱

امریکا هغه پروګرام پای ته رسوي چې د کانګرس له خوا د افغانانو د لېږد د هڅو د همغږۍ لپاره منظور شوی و او ورسره د بهر مېشتو افغان متحدینو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام یو شمېر افغان غوښتونکي چې له ګواښ سره مخ دي، له پاکستانه شړل شوي دي.

د ریزن خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې له ګواښ سره مخ افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه و، له دغه هېواده شړل شوي.

په راپور کې ویل شوي، چې امریکا د کانګرس له خوا منظور شوی د افغانانو د لېږد د هڅو همغږی پروګرام پاته رسوي او وروسره هغه متحدین یې چې له کلونو راهیسي د دوسيو د پروسس په برخه کې له دغه پروګرام سره کار کوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د خوندیتوب هره لاره تړل کېږي

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، چې په کابل او اسلام اباد کې هغه استوګنځایونه چې د ځانګړي کډوالۍ ويزې لرونکو د دوسيو د پروسس پر مهال خوندي ساتل کېدل، له میاشتو راهيسي خلک ترې شړل کېږي.

نوموړي منلې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د السیلیه کمپ د تړلو لپاره بېلابېلې لارې څېړي.

دا کمپ د اېس ای وي او یوسراف (USRAP) د دوسيو د پروسس اصلي مرکز دی.

د هغه په خبره، دا مهال په دې کمپ کې ۱۵۰۰ افغانان په دې کمپ کې دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ يې د (یوسراف) او ۳۰۰ یې د اېس ای وي دي او امریکا ته د تګ په تمه دي.

هغه ویلي، چې د لسیلیه کمپ د اوسېدونکو لپاره څلور پلانونه ممکن دي.

هغه زياته کړې: «لومړی پلان دا دی چې ممکن دغه کسان درېيم هېواد ته ولېږل شي، دویم د دې خلکو د برخلیک په اړه د قطري چارواکو خوښي ته کتل کېږي، درېیم پلان دا دی چې دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته جبري واستول شي او څلورم دا چې مستحق کسان ممکن امریکا ته ولېږدول شي.»

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وايي، چې دغو کسانو امریکا ته د تګ لپاره خپلې ټولې شتمنۍ پلورلي او ممکن افغانستان ته د بیا ستنېدو سره د مرګ له ګواښ سره مخ شي.