• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: ډنمارک کې اوس ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

ډنمارک اعلان کړی، چې تر دې وروسته ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي. دا اقدام د دې هېواد د هغه هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په اروپا کې د زياتېدونکو امنیتي ترینګلتیاو له کبله نور سرتېری جذب او خپله دفاعي وړتيا پياوړې کړي

رویټرز خبري اژانس د سې ‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ډنمارک پارلمان د تصویب شوي قانون له مخې، ټولې هغه ښځې چې ۱۸ کلنۍ ته رسېږي، د ۲۰۲۵ کال د جولای مياشتي له لومړۍ نېټې څخه به د پوځي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه پروسه مخکې په دې هېواد کې یوازې د نارینه وو لپاره پلي کېده.

په ډنمارک کې لومړی خلک رضاکارانه د پوځ خدمت لپاره نوم ‌لیکنه کوي او که اړتیا پیدا شي نور سرتېري د قرعه ‌کشي له لارې ټاکل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان عام خلک د ږیرې پرېښودو ته په زور اړ باسي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه‌ کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي بادام ګل افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ما به ډېر وختونه ږیره او برېت خرېیل، دا زما شخصي انتخاب و، خو اوس مجبور یم چې ږیره پرېږدم ځکه د خطر احساس کوم.»

هغه زیاته کړه: «څه موده وړاندې مې په سقاوه «نایي خانه» کې ږیره او وېښتان جوړول چې د سپین چپنو والا «محتسبین» ونیولم، زه او نایي دواړه یې ولسوالۍ ته یوړو، په هغه یې دوه ورځې دوکان بند کړ او پر ما یې سر وخرېیلو، ته او خدای دا نو انصاف دی.»

په کلیوالو سیمو یا هغو ولایتونو کې چې طالبان د ږیرې نه پرېښودو پر سر ډېر سخت چلند کوي، خلک له وېرې غلي دي. هلته خلک د دې موضوع په اړه ښکاره خبرې نه کوي، خو پټه نارضایتي پراخه ده.

د فریدون په نوم د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زه مسلمان یم، خو دا چې ږیره پرېږدم که نه، دا باید زما خپله پرېکړه وي، نه د طالبانو زور.»

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول اقدامات د انسان د اساسي ازادیو خلاف دي او باید داسې مسایل نړۍوال بنسټونه په جدي ډول وڅاري.

که څه هم یو شمېر دیني عالمان د ږیرې پرېښودل د سنت په توګه ستايي، خو زیاتره وايي چې دا باید د زړه له اخلاصه وي، نه د زور له مخې.

مولوي منان حنفي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سنت د زور له لارې نه عملي کېږي، که یو کار په زوره عملي او ترسره شي، اجر او ثواب نه لري».

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، چې دا د اسلامي ارزښتونو پلي کول دي، خو زیات شمېر افغانان دا یو جبري فرهنګي تحمیل بولي، چې د دین تر نامه لاندې د خلکو د ازادیو سرغړونه ده.

امریکا د خپلو افغان متحدینو پر مخ هره دروازه تړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱

امریکا هغه پروګرام پای ته رسوي چې د کانګرس له خوا د افغانانو د لېږد د هڅو د همغږۍ لپاره منظور شوی و او ورسره د بهر مېشتو افغان متحدینو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام یو شمېر افغان غوښتونکي چې له ګواښ سره مخ دي، له پاکستانه شړل شوي دي.

د ریزن خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې له ګواښ سره مخ افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه و، له دغه هېواده شړل شوي.

په راپور کې ویل شوي، چې امریکا د کانګرس له خوا منظور شوی د افغانانو د لېږد د هڅو همغږی پروګرام پاته رسوي او وروسره هغه متحدین یې چې له کلونو راهیسي د دوسيو د پروسس په برخه کې له دغه پروګرام سره کار کوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د خوندیتوب هره لاره تړل کېږي

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، چې په کابل او اسلام اباد کې هغه استوګنځایونه چې د ځانګړي کډوالۍ ويزې لرونکو د دوسيو د پروسس پر مهال خوندي ساتل کېدل، له میاشتو راهيسي خلک ترې شړل کېږي.

نوموړي منلې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د السیلیه کمپ د تړلو لپاره بېلابېلې لارې څېړي.

دا کمپ د اېس ای وي او یوسراف (USRAP) د دوسيو د پروسس اصلي مرکز دی.

د هغه په خبره، دا مهال په دې کمپ کې ۱۵۰۰ افغانان په دې کمپ کې دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ يې د (یوسراف) او ۳۰۰ یې د اېس ای وي دي او امریکا ته د تګ په تمه دي.

هغه ویلي، چې د لسیلیه کمپ د اوسېدونکو لپاره څلور پلانونه ممکن دي.

هغه زياته کړې: «لومړی پلان دا دی چې ممکن دغه کسان درېيم هېواد ته ولېږل شي، دویم د دې خلکو د برخلیک په اړه د قطري چارواکو خوښي ته کتل کېږي، درېیم پلان دا دی چې دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته جبري واستول شي او څلورم دا چې مستحق کسان ممکن امریکا ته ولېږدول شي.»

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وايي، چې دغو کسانو امریکا ته د تګ لپاره خپلې ټولې شتمنۍ پلورلي او ممکن افغانستان ته د بیا ستنېدو سره د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

ټکساس کې د عبدالرحمان وزیري وژنه؛ کورنۍ او امریکايي سرتېري لا هم د عدالت په تمه دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱

د عبدالرحمان وزیري په نوم یو افغان چې پخوا یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ په ماموریت کې کار کاوه، د اپرېل په ۲۷مه د امریکا د ټکساس ایالت په هیوسټنښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو. د نوموړي کورنۍ او پخواني امریکایي همکاران یې د عدالت غوښتنه کوي.

د امریکا د هوایي ځواکونو اړوند وېبپاڼې«اېر فورس ټایم» د راپور له مخې، د پېښې له دوه میاشتو تېرېدو وروسته لا هم قاتل نه دی نیول شوی.

پولیسو ویلي، چې د وژنې پېښه د ماښام په ۹:۱۵ ځایي وخت هغه مهال رامنځته شوې، کله چې وزیري خپل موټر په تمځای کې ودراوه.

پولیسو زیاته کړې، چې پر همدې مهال یو بل کس چې د وژل شوي وزیري سره په یو بلاک کې اوسېده، پولیسو ته تسلیم شو، خو له لنډو پوښتنو او پلټنو څخه وروسته پرېښودل شو.

د پولیسو په وینا، قضیه یې لویې څارنوالۍ ته د ستر قاضی پلاوي (Grand Jury) ته راجع کړې، خو تراوسه د نیولو یا تور لګونې رسمي اقدام نه دی شوی.

یو پخوانی امریکایي سرتېری بین هافمین چې له عبدالرحمان وزیري سره یې په افغانستان کې یو ځای کار کړی و، وایي: «عبدالرحمان یو بااحساسه، مهربان او د سولې مینه‌وال انسان و.»

هغه زیاتوي: «هغه ډېر کلونه له موږ سره اوږه په اوږه و، زموږ امنیت یې خوندي کاوه. اوس چې دلته راغی او ووژل شو او بیا دا ډول چوپتیا؟ دا حیرانوونکې ده. امریکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم ډېره خطرناکه شوه؟»

هافمین وایي، وزیري په فزیکي لحاظ یو پیاوړی انسان و، خو هېڅکله یې ځواک د چا د ځورولو لپاره نه کاراوه.

د نوموړي په وینا: «موږ دواړه داسې خلک وو چې جنګ ته مو زړه نه ښه کاوه، که څه هم د جنګ لپاره جوړ ښکارېدو.»

د ګرین بېریټ شاوخوا شلو پخوانیو سرتېرو د هرېس کاونټي څارنوال ته لیک استولی او غوښتنه یې کړې، چې د وزیري د وژنې موضوع باید له پټوالي او ځنډ پرته وڅېړل شي.

دوی لیکلي: «که چېرې عبدالرحمان امریکايي تابعیت درلودای، نو خلکو به دا ډول خاموشي هېڅکله نه وه زغملې.»

د څار وېډیو چې «اېن بي سي نیوز » خپره کړې، ښيي چې وزیري خپل موټر دراوه او وروسته له هغه یو تور رنګه موټر راځي، شخړه پېلېږي او وېډیو ښيي چې شکمن کس وروسته له پېښې په ارامۍ سره روانېږي.

د وزیرې د کورنۍ وکیل عمر خواجه ویلي: «یوه عیني شاهد پولیسو ته وویل چې وزیري لومړی د پوسټ بکس خوا ته ولاړ، وروسته خپل موټر ته راغی، هلته شخړه پېښه شوه، شکمن کس د وزیرې موټر ته لغته ورکړه، بیا خپل موټر ته ولاړ، وسله یې راووېسته او عبدالرحمان یې په څو ډزو وواژه.

نوموړی وایي، د ټکساس د ځان‌ساتنې قانون له امله کېدای شي پولیس شکمن کس ونه نیسي، خو د هغه سمدستي خوشې کول او دا چې هغه لا هم ازاد ګرځي، د عیني شاهدانو پر زړورتیا منفي اغېز کړی.

د وزیري کورنۍ اوس له ټکساس نه تامپا ته کډه شوې، چېرې چې دوی د خپلوانو ترڅنګ اوسېږي.

د هغه ورور عبدالله خان چې د امریکايي ځواکونو ژباړن و، وایي چې وزیري تازه د موټر چلولو جواز اخیستی و، کار یې پیل کړی و او هڅه یې کوله چې د خپلو ماشومانو لپاره یو خوندي ژوند جوړ کړي.

د هغه په خبره: «موږ فکر کاوه چې امریکا به زموږ لپاره امن ځای وي. له جګړې راووتو، خو دلته هم وژنه وشوه.»

شیرون کانر چې یو ټولنیز کارکوونکی دی او د وزیري له کورنۍ سره له نږدې کار کوي، وایي: «دا پېښه لا د عدالت له پړاوونو تېره شوې نه ده، زه دا نه وایم چې دا د عدالت ضیاع ده، ځکه چې لا هېڅ ډول عدالت نه دی شوی.»

عبدالرحمان وزیري د هغو زرو افغانانو له ډلې و، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د خپلو هېوادوالو د ژغورلو لپاره د اوږدو کلونو په ترڅ کې کار کړی و، خو کله چې هغه د یوه ښه ژوند لپاره امریکا ته تللی و، په داسې ډول ووژل شو چې قاتل یې لا هم ازاد ګرځي او عدالت یې لا هم خوب پاتې دی.

صالح: ایران د یوې داسې جګړې لپاره چمتووالی نيسي چې ښايي تر مخکېنۍ جګړې زوروره وي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې ایران د یوې داسې جګړې لپاره چمتوالی نيسي، چې ښايي تر مخکېنۍ جګړې زوروره وي. نوموړي زياته کړې: «تهران نه غواړي په خپله خاوره کې د کوم بهرني حضور اندېښنه ولري که څه هم ګاونډ يې وي.»

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې ليکلي: «ایران د جګړې د بیا پيل فکر کوي، ګوته پر ماشه دي، داسي یوې جګړې ته چمتوالی نیسي چې تر مخکې هغې ښايي زوروره وي.»

صالح زياته کړې:«تهران په دې سناريو کې نه غواړي په خپله خاوره کې د کوم بهرني حضور اندېښنه ولري، که څه هم هغه بهرنی يې هم ژبی او ګاونډ وي.»

نوموړي ویلي، دا ځل داسې ښکاري چې تهران د خپلو پرېکړو پایلو اداره کولو ته لېواله دی.

هغه غوښتنه کړې، چې افغانانو ته په کار ده؛ څو پر خپلو ظرفیتونو او نوښتونو تمرکز وکړي.

صالح زياته کړې، چې افغانستان هېڅ داسې خبرې نه لري، چې په هغه دې مخکې له مخکې تهران پوه نه وي.

میدان وردګو او لوګر کې سېلابونه؛ مرګ ‌ژوبله، پراخ زیانونه او له طالبانو د خلکو شکایتونه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله راغلو سېلابونو د ګڼو خلکو ژوند، شتمنۍ، کرنیزې ځمکې او استوګنځایونه له منځه وړي. سربېره پر دې، ډېری اغېزمن شوي خلک شکایت کوي چې طالبانو له دوی سره پر وخت او عادلانه مرسته نه ده ترسره کړې.

د وروستیو ویجاړونکو ورښتونو له امله د میدان وردګو او لوګر په ولایتونو کې سېلابونه راوتي، چې د خلکو ژوند، کورونو، زېربناوو او کرنیزو ځمکو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.

ځایي اوسېدونکي شکایت کوي، چې طالبان پر وخت او لازمې مرستې نه دي ترسره کړي.

د راپورونو له مخې، په دې طبیعي پېښه کې تر دې دمه څلور تنه وژل شوي، څلور نور ټپیان شوي او سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي، شاوخوا ۲،۰۰۰تنه اغېزمن شوي.

بلخوا زیانمن شوي له طالبانو شکایت کوي، چې له دوی سره یې پر وخت او لازمې مرستې نه دي ترسره کړي، یوازې د هغو خلکو سره مرستې شوي چې له طالبانو سره پېژندګلوي لري.

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ یو زیانمن شوي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «په ورښتونو کې زما کور او کرنیزه ځمکه له منځه تللې، خو تر اوسه مې نه مرسته ترلاسه کړې او نه مې چا پوښتنه کړې، مرستې یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې طالبان یې پېژني یا خپلوان یې دي. دا عمري عدالت به داسې وي نو.»

د همدغه سیمې یوې بلې زیانمنې شوې کورنۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زما کور په بشپړ ډول سېلاب وړی دی، مونږ اوس بې سرپناه پاتې یو، تر اوسه طالبانو زموږ حال نه دی پوښتلی. ما څو ځلې د مرستې لپاره مراجعه وکړه، خو دوی (طالبان) و نه منله. ویل یې چې ستا نوم د مرستو په لېست کې نشته.»

په همدې حال کې د لوګر ولایت یو زیانمن شوي حاجي ژېړ ګل وایي، «زه د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه ورکوونکی یم، خو سېلاب زما ټول فصلونه او څاروي له منځه یووړل. طالبان راغلل، خو یوازې د خپل قوم او خپلوانو کورونو ته ودرېدل، موږ غریب خلک د خدای په رحم پرېښودل شوي یو، دا څه ډول انصاف دی؟»

د سیمې د خلکو له څرګندونو داسې ښکاري، چې د مرستو وېش بهیر شفاف نه دی او ډېری مستحق کسان له مرستو بې‌برخې پاتې دي.

زیانمن شوي غوښتنه کوي، چې د مرستو وېش دې د یو خپلواک او عادلانه میکانېزم له مخې وشي او ټولې اغېزمنې کورنۍ دې پرته له توپیر او پېژندګلوۍ مرسته ترلاسه کړي.

بلخوا، د ایکو په نامه یو بنست ویلي، چې د سېلابونو له امله ۲۷۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي، ۲۵۰نور کورونه زیانمن شوي او نږدې ۳،۲۳۴هکټاره کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

همداراز، شاوخوا ۱۰۰ څاروي هم وژل شوي دي.

د اټکل له مخې، په راتلونکو ۴۸ساعتونو کې به هوا وچه وي او یوازې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې به معتدل، خو جلا جلا بارانونه وشي.

دا سېلابونه په داسې حال کې راځي چې ګڼې سیمې لا هم د پسرلي د سېلابونو له اغېزو نه دي راوتلي.

د وضعیت د لا خرابېدو او نورو بشري ستونزو د مخنیوي لپاره عاجلې مرستې او اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي، چې په شفاف ډول یې د وېشلو بهیر ترسره شي.