• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالغفور لېوال: د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته افغانان د یوې دوامداره بدمرغۍ قربانیان دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۲:۰۵ GMT+۱

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او سیاسي څېړونکي عبدالغفور لېوال ویلي، چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته افغانان د یوې دوامداره بدمرغۍ قربانیان دي.

ښاغلي لېوال پر خواله رسنۍ اېکس لیکلي: «بدمرغي دا نه ده چې نړۍ موږ هېر کړي یو، بلکې بدمرغي دا ده چې نړۍ فکر کوي موږ په همدې حالت کې خوشاله یو.»

نوموړی زیاتوي، چې د افغانانو اوسنی حالت بې علمي، وروسته‌ پاتېوالی، فقر، بې روزګاري او د پاکستاني مدرسو له خوا د خرافاتو او افیمو په نشه کې خپور شوی جهل، په ټوپک او بم مینان او د جنت په نوم د ځان او بل وژنې دا چمتووالی د دې لامل شوی چې نړۍ نور د دوی پر وړاندې کوم مسوولیت ونه مني.

لېوال ادعا کوي، چې نړۍوالو که څه هم افغانان یې نه دي هېر کړي، خو د خپلو ګټو لپاره یې دا ملت د پر خپل حال پرې ایښی دی.

ښاغلی لېوال وایي: «نړۍ غواړي دا حالت هر چاته ورکړي، خو هوښیار ملتونه د پوهې، وحدت او ملي ارادې له لارې ځان ژغوري. موږ یوازې یو ملت یو چې دا لارې کفر ګڼو او چې څوک موږ ویښوي، هغه د تکفیر په ډبرو وژنو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان دواړو خواوو ته د سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او تعلیمي نظام د کمزورتیا له امله د ناامیدۍ فضا خپره ده.

لېوال داسې مهال د روښانتیا، ویښتیا او ملي بیدارۍ غږ کوي، چې ډېری سیاسي او مذهبي مشران یا خو چوپ دي، یا د جهل د ترویج برخه جوړ شوي.

هغه د خپلې لیکنې په پای کې د افغانانو له دننه ویښتیا او بدلون غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې ژغورنه یوازې د علم، یووالي او تفکر له لارې ممکنه ده، نه د بهرنیانو له خوا.

لېوال، چې پخوا د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشري هم کړې، له کلونو راهیسې د افغان ټولنې د فکري، سیاسي او فرهنګي ضعف پر ضد غږ پورته کوي، خو دا تازه څرګندونې یې د افغانو کاروونکو ترمنځ بیا پراخ بحثونه راپارولي دي.

یو شمېر یې د واقعیت انځور بولي، خو یو شمېر نور بیا وایي چې د خلکو ملامتول نه، بلکې د شرایطو اصلاح ته عملي حل لارې باید ولټول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې په رسمي ډول خپل ټول فعالیتونه بند کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې پلي کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.

د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.

یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.

یادې ادارې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او د روغتیا، ښوونې، کرنې، د ښځو د حقونو، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې یې پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. ګڼ شمېر افغانانو د دغې ادارې له پروژو څخه ګټه اخیستې او زرګونه کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو.

د دغه ادارې ناڅاپي بندېدل د خلکو، مدني ټولنو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

دوی وایي، چې دا پرېکړه به د بشري مرستو، پراختیایي پروژو او د بېوزلو کورنیو پر ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.

د افغانستان د وضعیت له امله داسې اټکل کېږي، چې د یو اېس اې ډي وتل د نړۍوالو سیاسي بدلونونو، د امریکا د پالیسۍ د بیاکتنې او د سیمه‌ییزو امنیتي شرایطو یوه پایله ده.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د «یو اېس اې ای ډي پاتې پروژې به نورو نړۍوالو موسسو ته وسپارل شي، که به بشپړ بند شي. خو د دې ادارې له وتلو سره د پراختیایي مرستو یوه ستره تشه رامنځته شوې، چې افغانان یې له لا زیات ناورین سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس خلکو ته پوښتنه رامنځته شوې چې «تر دې وروسته به څوک د ښوونې، روغتیا او بشري خدمتونو بار پر غاړه واخلي؟»

رویټرز: ډنمارک کې اوس ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۱

ډنمارک اعلان کړی، چې تر دې وروسته ښځې هم د جبري عسکري خدمت لاندې راځي. دا اقدام د دې هېواد د هغه هڅو یوه برخه ده، چې غواړي په اروپا کې د زياتېدونکو امنیتي ترینګلتیاو له کبله نور سرتېری جذب او خپله دفاعي وړتيا پياوړې کړي

رویټرز خبري اژانس د سې ‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د ډنمارک پارلمان د تصویب شوي قانون له مخې، ټولې هغه ښځې چې ۱۸ کلنۍ ته رسېږي، د ۲۰۲۵ کال د جولای مياشتي له لومړۍ نېټې څخه به د پوځي خدمت لپاره نوم لیکنه وکړي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه پروسه مخکې په دې هېواد کې یوازې د نارینه وو لپاره پلي کېده.

په ډنمارک کې لومړی خلک رضاکارانه د پوځ خدمت لپاره نوم ‌لیکنه کوي او که اړتیا پیدا شي نور سرتېري د قرعه ‌کشي له لارې ټاکل کېږي.

طالبان عام خلک د ږیرې پرېښودو ته په زور اړ باسي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه‌ کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.

د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي بادام ګل افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ما به ډېر وختونه ږیره او برېت خرېیل، دا زما شخصي انتخاب و، خو اوس مجبور یم چې ږیره پرېږدم ځکه د خطر احساس کوم.»

هغه زیاته کړه: «څه موده وړاندې مې په سقاوه «نایي خانه» کې ږیره او وېښتان جوړول چې د سپین چپنو والا «محتسبین» ونیولم، زه او نایي دواړه یې ولسوالۍ ته یوړو، په هغه یې دوه ورځې دوکان بند کړ او پر ما یې سر وخرېیلو، ته او خدای دا نو انصاف دی.»

په کلیوالو سیمو یا هغو ولایتونو کې چې طالبان د ږیرې نه پرېښودو پر سر ډېر سخت چلند کوي، خلک له وېرې غلي دي. هلته خلک د دې موضوع په اړه ښکاره خبرې نه کوي، خو پټه نارضایتي پراخه ده.

د فریدون په نوم د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «زه مسلمان یم، خو دا چې ږیره پرېږدم که نه، دا باید زما خپله پرېکړه وي، نه د طالبانو زور.»

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول اقدامات د انسان د اساسي ازادیو خلاف دي او باید داسې مسایل نړۍوال بنسټونه په جدي ډول وڅاري.

که څه هم یو شمېر دیني عالمان د ږیرې پرېښودل د سنت په توګه ستايي، خو زیاتره وايي چې دا باید د زړه له اخلاصه وي، نه د زور له مخې.

مولوي منان حنفي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «سنت د زور له لارې نه عملي کېږي، که یو کار په زوره عملي او ترسره شي، اجر او ثواب نه لري».

په داسې حال کې چې طالبان ادعا کوي، چې دا د اسلامي ارزښتونو پلي کول دي، خو زیات شمېر افغانان دا یو جبري فرهنګي تحمیل بولي، چې د دین تر نامه لاندې د خلکو د ازادیو سرغړونه ده.

امریکا د خپلو افغان متحدینو پر مخ هره دروازه تړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱

امریکا هغه پروګرام پای ته رسوي چې د کانګرس له خوا د افغانانو د لېږد د هڅو د همغږۍ لپاره منظور شوی و او ورسره د بهر مېشتو افغان متحدینو اندېښنې هم ورځ تر بلې زیاتېږي. له دې سره، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام یو شمېر افغان غوښتونکي چې له ګواښ سره مخ دي، له پاکستانه شړل شوي دي.

د ریزن خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې له ګواښ سره مخ افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه و، له دغه هېواده شړل شوي.

په راپور کې ویل شوي، چې امریکا د کانګرس له خوا منظور شوی د افغانانو د لېږد د هڅو همغږی پروګرام پاته رسوي او وروسره هغه متحدین یې چې له کلونو راهیسي د دوسيو د پروسس په برخه کې له دغه پروګرام سره کار کوي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د خوندیتوب هره لاره تړل کېږي

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وایي، چې په کابل او اسلام اباد کې هغه استوګنځایونه چې د ځانګړي کډوالۍ ويزې لرونکو د دوسيو د پروسس پر مهال خوندي ساتل کېدل، له میاشتو راهيسي خلک ترې شړل کېږي.

نوموړي منلې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د السیلیه کمپ د تړلو لپاره بېلابېلې لارې څېړي.

دا کمپ د اېس ای وي او یوسراف (USRAP) د دوسيو د پروسس اصلي مرکز دی.

د هغه په خبره، دا مهال په دې کمپ کې ۱۵۰۰ افغانان په دې کمپ کې دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ يې د (یوسراف) او ۳۰۰ یې د اېس ای وي دي او امریکا ته د تګ په تمه دي.

هغه ویلي، چې د لسیلیه کمپ د اوسېدونکو لپاره څلور پلانونه ممکن دي.

هغه زياته کړې: «لومړی پلان دا دی چې ممکن دغه کسان درېيم هېواد ته ولېږل شي، دویم د دې خلکو د برخلیک په اړه د قطري چارواکو خوښي ته کتل کېږي، درېیم پلان دا دی چې دغه افغانان بېرته خپل هېواد ته جبري واستول شي او څلورم دا چې مستحق کسان ممکن امریکا ته ولېږدول شي.»

خو امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو «افغان اېواک» بنسټ مشر شان وان ډایور وايي، چې دغو کسانو امریکا ته د تګ لپاره خپلې ټولې شتمنۍ پلورلي او ممکن افغانستان ته د بیا ستنېدو سره د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

ټکساس کې د عبدالرحمان وزیري وژنه؛ کورنۍ او امریکايي سرتېري لا هم د عدالت په تمه دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۳ GMT+۱

د عبدالرحمان وزیري په نوم یو افغان چې پخوا یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ په ماموریت کې کار کاوه، د اپرېل په ۲۷مه د امریکا د ټکساس ایالت په هیوسټنښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو. د نوموړي کورنۍ او پخواني امریکایي همکاران یې د عدالت غوښتنه کوي.

د امریکا د هوایي ځواکونو اړوند وېبپاڼې«اېر فورس ټایم» د راپور له مخې، د پېښې له دوه میاشتو تېرېدو وروسته لا هم قاتل نه دی نیول شوی.

پولیسو ویلي، چې د وژنې پېښه د ماښام په ۹:۱۵ ځایي وخت هغه مهال رامنځته شوې، کله چې وزیري خپل موټر په تمځای کې ودراوه.

پولیسو زیاته کړې، چې پر همدې مهال یو بل کس چې د وژل شوي وزیري سره په یو بلاک کې اوسېده، پولیسو ته تسلیم شو، خو له لنډو پوښتنو او پلټنو څخه وروسته پرېښودل شو.

د پولیسو په وینا، قضیه یې لویې څارنوالۍ ته د ستر قاضی پلاوي (Grand Jury) ته راجع کړې، خو تراوسه د نیولو یا تور لګونې رسمي اقدام نه دی شوی.

یو پخوانی امریکایي سرتېری بین هافمین چې له عبدالرحمان وزیري سره یې په افغانستان کې یو ځای کار کړی و، وایي: «عبدالرحمان یو بااحساسه، مهربان او د سولې مینه‌وال انسان و.»

هغه زیاتوي: «هغه ډېر کلونه له موږ سره اوږه په اوږه و، زموږ امنیت یې خوندي کاوه. اوس چې دلته راغی او ووژل شو او بیا دا ډول چوپتیا؟ دا حیرانوونکې ده. امریکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم ډېره خطرناکه شوه؟»

هافمین وایي، وزیري په فزیکي لحاظ یو پیاوړی انسان و، خو هېڅکله یې ځواک د چا د ځورولو لپاره نه کاراوه.

د نوموړي په وینا: «موږ دواړه داسې خلک وو چې جنګ ته مو زړه نه ښه کاوه، که څه هم د جنګ لپاره جوړ ښکارېدو.»

د ګرین بېریټ شاوخوا شلو پخوانیو سرتېرو د هرېس کاونټي څارنوال ته لیک استولی او غوښتنه یې کړې، چې د وزیري د وژنې موضوع باید له پټوالي او ځنډ پرته وڅېړل شي.

دوی لیکلي: «که چېرې عبدالرحمان امریکايي تابعیت درلودای، نو خلکو به دا ډول خاموشي هېڅکله نه وه زغملې.»

د څار وېډیو چې «اېن بي سي نیوز » خپره کړې، ښيي چې وزیري خپل موټر دراوه او وروسته له هغه یو تور رنګه موټر راځي، شخړه پېلېږي او وېډیو ښيي چې شکمن کس وروسته له پېښې په ارامۍ سره روانېږي.

د وزیرې د کورنۍ وکیل عمر خواجه ویلي: «یوه عیني شاهد پولیسو ته وویل چې وزیري لومړی د پوسټ بکس خوا ته ولاړ، وروسته خپل موټر ته راغی، هلته شخړه پېښه شوه، شکمن کس د وزیرې موټر ته لغته ورکړه، بیا خپل موټر ته ولاړ، وسله یې راووېسته او عبدالرحمان یې په څو ډزو وواژه.

نوموړی وایي، د ټکساس د ځان‌ساتنې قانون له امله کېدای شي پولیس شکمن کس ونه نیسي، خو د هغه سمدستي خوشې کول او دا چې هغه لا هم ازاد ګرځي، د عیني شاهدانو پر زړورتیا منفي اغېز کړی.

د وزیري کورنۍ اوس له ټکساس نه تامپا ته کډه شوې، چېرې چې دوی د خپلوانو ترڅنګ اوسېږي.

د هغه ورور عبدالله خان چې د امریکايي ځواکونو ژباړن و، وایي چې وزیري تازه د موټر چلولو جواز اخیستی و، کار یې پیل کړی و او هڅه یې کوله چې د خپلو ماشومانو لپاره یو خوندي ژوند جوړ کړي.

د هغه په خبره: «موږ فکر کاوه چې امریکا به زموږ لپاره امن ځای وي. له جګړې راووتو، خو دلته هم وژنه وشوه.»

شیرون کانر چې یو ټولنیز کارکوونکی دی او د وزیري له کورنۍ سره له نږدې کار کوي، وایي: «دا پېښه لا د عدالت له پړاوونو تېره شوې نه ده، زه دا نه وایم چې دا د عدالت ضیاع ده، ځکه چې لا هېڅ ډول عدالت نه دی شوی.»

عبدالرحمان وزیري د هغو زرو افغانانو له ډلې و، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د خپلو هېوادوالو د ژغورلو لپاره د اوږدو کلونو په ترڅ کې کار کړی و، خو کله چې هغه د یوه ښه ژوند لپاره امریکا ته تللی و، په داسې ډول ووژل شو چې قاتل یې لا هم ازاد ګرځي او عدالت یې لا هم خوب پاتې دی.