یاد فدراسیون د رسنیو له ملاتړو سازمانونو او هېوادونو غوښتي، چې په تړاو یې جدي اقدامات وکړي.
یاد فدراسیون زیاته کړې، طالبانو یو څلور مخیز لارښود خپور کړی چې په کې رسنیو ته په رسمي توګه امر شوی؛ څو د دوی د واکمنۍ پر پالیسۍ نیوکې ونه کړي.
د دغه لارښود له مخې؛ ټولې رسنۍ اړې دي چې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د ثبتولو لپاره د دغه ډلې له یاد وزارت څخه رسمي اجازهلیک واخلي.
همداراز رسنۍ مکلفې شوې دي، چې خپلې سیاسي خپرونې تر خپرېدو دمخه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري او یوازې د اړوند چارواکو له تایید وروسته یې خپرې کړي.
په دې سند کې روښانه شوې، چې د رسنیو شنونکي هم یوازې هغه مهال کولای شي د بحثونو یا خبري خپرونو برخه شي چې له وزارت څخه یې د «چارو شنونکي» ځانګړې پېژندپاڼه یا کارت ترلاسه کړی وي.
فدراسیون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په سیستماتیکه توګه پر رسنیو بندیزونه دوام لري او اوس دا وضعیت نه یوازې د کړکېچ تر کچې رسېدلی؛ بلکې لا پراخېدونکی هم دی.
دغه بنسټ د طالبانو دا نوی امر سخت غندلی او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.
همدا راز ویل شوي، چې دغه ډول ځپونکي ګامونه د هېواد د خبر رسونې پر بهیر ژور او منفي اغېز کولای شي.
د فدراسیون مشرتابه له نړۍوالو سازمانونو، د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو او هېوادونو غوښتي، چې پر طالبانو سیاسي او حقوقي فشار واچوي؛ تر څو د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې روان بندیزونه نور پراخ نه کړي.