• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې لسګونه کسان نیولي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې د وروستیو لاریونونو په تړاو ۳۷ کسان نیولي دي. سرچینو ویلي، چې د خاش ولسوالۍ بازار تړلی دی او طالبان له خلکو سره ناوړه چلند کوي.

په خاش ولسوالۍ کې د طالبانو د ډزو له امله په وروستیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان په خاش ولسوالۍ کې لاریونونه او نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې طالبانو غوښتل د کوکنارو کروندې ویجاړې کړي. د طالبانو دغه اقدام د ځایي اوسېدونکو له پراخ مخالفت سره مخ شو او د نښتو لامل شو.

د بدخشان په یوه سیمه‌ییز روغتون کې سرچینې وايي، چې د طالبانو له‌خوا د دوشنبې په ورځ د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان او د سې شنبې په ورځ یو کس ووژل شو.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په تېرو دوو ورځو کې ۳۷ کسان نیول شوي چې ډېری یې د کلیو مشران او هغه خلک دي چې د طالبانو پر ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه.

د افغانستان انټرنشنل له‌خوا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بندیان د چورلکې پر مټ د بدخشان مرکز فیض اباد ته لېږدول شوي دي.

طالبانو لاتر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان له اذربایجان سره خپلې اړیکې پراخوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم وردګ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد نعیم وردګ د دغې ناستې پر مهال له اذربایجان سره د افغانستان اړیکې تاریخې وبللې او د متقابلو ګټو پر بنسټ یې د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د اذربایجان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال النور محمدوف له قوله راغلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي تېره ورځ د دغه هېواد له لومړي وزیر څخه په لیدنه کې غوښتنه کړې وه؛ څو د دوی سفیر ومني او ډېپلوماټیک تعامل ته ورسره لاره پرانېزي.

که څه هم طالبان په یو شمېر هېوادونو کې ډېپلوماټیک استازي او سفیران لري؛ خو دغه ډله لا هم د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې. ان د دغه ډلې نږدې متحدین هم هڅه کوي، چې د رسمیت پېژندلو له غوښتنو یې ځانونه لرې وساتي.

ډېموکراتیکو ارزښتونو ته نه درناوی،‌ د نجونو پر مخ د زده‌کړو بندیز، د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیتونه، د بیان پر ازادۍ سخت بندیزونه او همدا راز ګڼ نور مسایل د طالبانو هغه سختدریځۍ دي، چې نړۍ نه غواړي له همدې کبله ورسره تعامل وکړي او یا یې هم په رسمیت وپېژني.

د‌ پاکستان دولت نوې لارښوونه؛ د پي او ار کارت لرونکو بانکي اکاونټونه اوس نه تړل کېږي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یوه رسمي لیک له لارې د دغه هېواد مرکزي بانک (State Bank of Pakistan) ته سپارښتنه کړې، تر هغه مهاله چې د کابینې وروستی تصمیم نه وي نیول شوی باید د «پي او ار» کارت لرونکو افغان کډوالو بانکي حسابونه ونه تړي.

دغه لیک چې د ۲۰۲۵ کال (د جون په ۳۰مه) د کشمیر، ګلګت بلتستان او قبایلي سیمو چارو وزارت له‌خوا مرکزي بانک ته استول شوی، په ډاګه کوي چې د ملګرو ملتونو سره د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د اعتبار موده پای ته رسېدلې او دا موضوع دا مهال د کابینې له‌خوا تر غور لاندې ده.

په لیک کې راغلي: «د وزارتونو ترمنځ د مشورو وروسته د POR کارتونو د اعتبار د تمدید موضوع کابینې ته د وروستي تصمیم لپاره وړاندې کېږي. نو ټول مالي بنسټونه دې د لارښوونې تر ترلاسه کېدو پورې د یادو کارت لرونکو افغان کډوالو حسابونه نه بندوي».

په لیک کې راغلي، چې په دې تړاو به هر ډول وروستی تصمیم له اړونده ادارو سره شریک شي.

په پاکستان کې له ملګرو ملتونو سره د یادو کارتونو لرونکو نږدې ۲مېلیونه کسان ثبت دي، چې اوس یې برخلیک له ناروښانه حالت سره مخ دی.

یونسیار هم پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوالو د استوګنې موده دې په قانوني ډول بیا وغځوي؛ خو لیدل کېږي چې اسلام اباد لا هم په دې تړاو په سلامشورو بوخت دی.

هم‌مهاله پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه بیا د افغان وګړو تابعیت کارت لرونکو د اېستل کېدو بهیر له دغه هېواد پیل کړی او د شمېرو له مخې؛ په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې ۲۰۰زره افغانان په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي د «پي او ار» کارت لرونکو موده تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې تمدید شي.

د دې تمدید موخه په پاکستان کې د افغان کډوالو د کاروبارونو او نورو معاملاتو راټولول بلل شوي؛ څو په دغه موده کې خپلې شتمنۍ راټولې او د ملکیتونو پلور ته یې اسانتیاوې برابرې شي.

طالبانو «عیسویت او الحاد» ته د تبلیغ په تور د یوې کلتوري موسسې کارکوونکی نیولی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د «نما رسانه» په نوم د یوې کلتوري موسسې کارکوونکی «عیسویت او الحاد» ته د تبلیغ په تور نیولی دی. یاد وزارت ویلي، چې له دغه کس سره یې د عیسوي مذهب او الحاد په تړاو لس زره کتابونه هم نیولي دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند مولوي سېف الاسلام خېبر پر اېکس پاڼه د پنج‌شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۲مه) یوه وېډیو خپره کړې، چې په‌کې د دغه نیول شوي کس خبرې د اعتراف په بڼه ثبت شوې دي.

نیول شوی کس خپل نوم سید محمد امین میران پور ښيي او ځان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی معرفي کوي.

طالبانو پخوا هم دغه ډول وېډیوګانې خپرې کړې دي، چې ادعا کېږي په جبري توګه نیول کېدونکي کسان په‌کې اعتراف ته مجبورېږي.

په وېډیو کې یاد کس وایي، چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې یې د نما رسانه موسسې سره د اداري مدیر په توګه دنده لرله.

هغه زیاتوي: «نما رسانه موسسې د افغانستان د کلتور او دین خلاف سریالونه جوړول. موږ یو کتاب پلورنځی او کتابتون هم لاره او خلکو ته مو کتابونه د لوستلو لپاره ورکول. په دې کې د عیسویت، فمینیزم او الحاد کتابونه موجود وو».

طالبانو درې ورځې وړاندې هم په دې تور د همدغه موسسې دوه تنه کارکوونکي نیولي وو.

طالبان په افغانستان کې د اسلام او حنفي مذهب پرته د نورو دینونو خلاف سخت دریځونه لري. پر طالبانو تور دی، چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې یې یو شمېر اسماعیلي مذهبه کسان په زور اړ کړي؛ څو خپل مذهب بدل کړي او د حنفي مذهب لاروي پیل کړي.

همدا راز د ننګرهار او کونړ ولایتونو سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سلفي مذهب پر پیروانو هم یادې ډلې سخت بندیزونه لګولي دي.

د رسنیز سانسور لړۍ؛ د طالبانو له‌خوا پر سیاسي خپرونو محدودیتونه د بیان له ازادۍ سرغړونه ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۳ GMT+۱

په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د سیاسي خپرونو په تړاو د طالبانو تازه خپور شوی لارښود په ښکاره توګه د بیان پر ازادۍ یو بل ګوزار دی.

یاد فدراسیون د رسنیو له ملاتړو سازمانونو او هېوادونو غوښتي، چې په تړاو یې جدي اقدامات وکړي.

یاد فدراسیون زیاته کړې، طالبانو یو څلور مخیز لارښود خپور کړی چې په کې رسنیو ته په رسمي توګه امر شوی؛ څو د دوی د واکمنۍ پر پالیسۍ نیوکې ونه کړي.

د دغه لارښود له مخې؛ ټولې رسنۍ اړې دي چې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د ثبتولو لپاره د دغه ډلې له یاد وزارت څخه رسمي اجازه‌لیک واخلي.

همداراز رسنۍ مکلفې شوې دي، چې خپلې سیاسي خپرونې تر خپرېدو دمخه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري او یوازې د اړوند چارواکو له تایید وروسته یې خپرې کړي.

په دې سند کې روښانه شوې، چې د رسنیو شنونکي هم یوازې هغه مهال کولای شي د بحثونو یا خبري خپرونو برخه شي چې له وزارت څخه یې د «چارو شنونکي» ځانګړې پېژندپاڼه یا کارت ترلاسه کړی وي.

فدراسیون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په سیستماتیکه توګه پر رسنیو بندیزونه دوام لري او اوس دا وضعیت نه یوازې د کړکېچ تر کچې رسېدلی؛ بلکې لا پراخېدونکی هم دی.

دغه بنسټ د طالبانو دا نوی امر سخت غندلی او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

همدا راز ویل شوي، چې دغه ډول ځپونکي ګامونه د هېواد د خبر رسونې پر بهیر ژور او منفي اغېز کولای شي.

د فدراسیون مشرتابه له نړۍوالو سازمانونو، د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو او هېوادونو غوښتي، چې پر طالبانو سیاسي او حقوقي فشار واچوي؛ تر څو د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې روان بندیزونه نور پراخ نه کړي.

تازه موندنې؛ د مسکو د کروکوس کنسرت یو بریدګر افغانستان کې روزل شوی و

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي د مسکو په کروکوس سیمه کې پر یو کنسرت د تېر کال برید پر مهال د پېښې عاملین په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو.

د راپور له مخې؛ د داعش له دغو څلورو بریدګرو څخه یو ته یې په افغانستان کې د «ترهګریزو بریدونو» ترسراوي روزنه ورکړل شوې وه.

د ټاس خبري اژانس د موندنو له مخې؛ د کروکوس تالار د برید اصلي تورن کسان د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې تر ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې د دغه برید ترسراوي لپاره په ترکیې کې روزنه لیدلې وه.

۳۲کلن دلبرجان میرزایف، ۲۶کلن فریدون شمس الدین، ۱۹کلن محمد صابر فیضاف او دېرش کلن مرادعلي رجب علي زاده په ګډون ټول بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.

راپور زیاتوي، له دوی څخه مرادعلي رجب‌علي‌زاده د مسکو برید نه مخکې د خپل مشر په لارښوونه د ترهګریزو بریدونو د زده‌کړې لپاره د جعلي اسنادو په وسیله د پاکستان له لارې افغانستان ته تللی و.

سره له دې چې طالب چارواکي ادعا کوي، چې دوی داعش ډلې ته په افغانستان کې سخته ماتې ورکړې؛ خو د دې ډلې د خراسان څانګې بریدونه بیا لا تر اوسه دوام لري.

ټاس لیکلي، چې بریدګرو ته په ترکیه کې ورکړل شوې روزنه، د وسلو سره عملي تمرین، رواني چمتووالی، د ترهګریزو بریدونو د میتودونو مطالعه، د بېلابېلو وسلو او چاودېدونکو توکو د کارولو قوانین او د زهري موادو پېژندنه رانغاړله.

په راپور کې راغلي، چې د کروکوس تالار د بریدکوونکو روزنه او چمتووالی د دې برید د اصلي طراح یوه مهمه برخه وه.

د روسیې د پلټنو کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي سوتلانا پترنکو د روان ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ویلي و، چې د یوه «نامسوول» هېواد استخباراتي ادارو دا برید تنظیم کړی او پلان کړی و؛ خو د یاد هېواد نوم یې نه و اخیستی.

ټاس زیاتوي، هغه اسناد چې دوی ترلاسه کړي؛ د مسکو د کنسرت تالار د ۹۵ قربانیانو مدافع وکیل اېګور ترونوف یې اصالت تایید کړی دی.

دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس تالار کې وشو. بریدګر د یوه کنسرت تر پیل وړاندې تالار ته ننوتل، پر ګډونوالو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او بیا وتښتېدل.

په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې د دې خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست.

دا برید د یادې ترهګرې ډلې له لوري په سیمه کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه بلل شوی دی.