ایراف وايي، دغه سفر د ایران او اسراییل ترمنځ له شخړو وروسته کیږي. تهران اذربایجان د اسراییل سیمه ییز ملاتړی ګڼي او ویره لري چې دغه اړیکې به په افغانستان کې د ایران نفوذ کمزوری کړي او د سیمې د قدرت توازن به بدل کړي.
د ایراف په وینا، د اذربایجان لپاره افغانستان د بې کچې سرچینو او ستراتیژیک اتصال یو مرکز دی چې کولی شي د سیمه ییز تجارت پراختیا ته وده ورکړي. شنونکي وايي، که څه هم اقتصادي عوامل اصلي انګېزه ده، خو ژورې سیاسي موخې هم شته.
د طالبانو د سفیر منلو غوښتنه ښيي چې طالبان غواړي خپل حکومت ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړي، خو دا کار د اقتصادي همکارۍ په بڼه ترسره کوي.
سیمه ییز تاوتریخوالی او د تهران اندیښنې
د ایراف په باور، برادر د ایران او اسراییل ترمنځ د نازک اوربند په حال کې دغه سفر وکړ. ایران د طالبانو او اذربایجان له اړیکو څخه چې د اسراییل ملاتړی ګڼل کیږي، اندیښمن دی. تهران ویره لري چې دغه اړیکې به په افغانستان کې د ایران نفوذ کمزوری کړي او د سیمې د قدرت توازن به بدل کړي.
که څه هم طالبانود اسراییل پر کړنو نیوکې کړې دي او د ایران ملاتړ یې کړی، خو له اسراییل سره د اذربایجان نږدې اړیکې د طالبانو د ستراتیژۍ پر څرنګوالي پوښتنې راپورته کوي.
ایراف وايي، تهران د استخباراتي او امنیتي ګواښونو له زیاتیدو ویره لري، په ځانګړې توګه د هغو راپورونو له مخې چې اذربایجان د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې ښکېل دی او د کسپین سمندرګي پر ساحل د بې پیلوټه الوتکو فعالیتونه شوي.
اذربایجان غواړي د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او منابع وکاروي او خپل اقتصادي نفوذ پراخ کړي، خو د طالبانو حکومت بیا د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې خپل واک مستحکم کول غواړي او غواړي له سیمه ییزو شخړو ځان لرې وساتي.
د یادې ایرانۍ رسنۍ په باور، که اذربایجان د طالبانو د سفیر له منلو سره موافقه وکړي، دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وي.
د رسنۍ په باور، طالبانو بیا بیا ویلي چې دوی د اقتصادي ډیپلوماسۍ له لارې غواړي افغانستان د سیمې د وصل مرکز وګرځوي، نه د انفصال، نو دا سیاست څرګندوي چې طالبان په سیمهییز تاوتریخوالي کې د احتیاط لاره غوره کړي او هڅه کوي له اقتصادي اړیکو سره ځان بوخت کړي څو له شخړو ځان وساتي.
ایراف وايي، دا اټکلونه دي، چې ښايي اذربایجان د اسراییل په بریدونو کې لاس درلود او په داسې حال کې، چې ایران او اسراییل لاهم یوبل ته ګوته په ماشه دي، دا سناریو شته، چې اذربایجان د افغانستان له پولې احتمالي نفوذ وکړي.