• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تکواندو کارې نجلۍ مړاوې هیلې؛ طالبانو ترې د ورزش حق اخیستی او کډوالۍ یې رواني حالت ځپلی

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د کابل المپیک ریاست دننه یوه ډله نجونې راټولې شوي، دوی د تکواندو فدراسیون کې په پاکستان کې د خپلو راتلونکو لوبو په تړاو خبرې کوي؛ خو کابل کې سیاسي او امنیتي وضعیت مخ په ترینګلتیا دی.

ښار کې د جمهوري نظام د امنیتي موټرو ګزمې بېخي ډېرې دي او هر لوري د خلکو په څېرو کې وارخطايي ښکاري؛ خو یوه ډله نجونې لا هم له دغو کشمکشونو لرې د خپلو راتلونکو ورزشي لوبو په تړاو په خبرو بوختې دي.

ختمین الماسي چې تور کمربند لري هم د دغو نجونو په ډله کې یوه ده.

هغه هم غواړي په پاکستان کې خپل وزن کې د تکواندو سیالۍ وکړي او المپیک ورته د تګ لارې چارې برابروي.

100%

یو ځل ناڅاپه غږ کېږي، چې طالبان کابل ته راننوتي او هر څوک باید له المپیک ریاست څخه ووځی او پر خپلو مخو لاړ شي.

ختمین افغانستان انټرنشنل ته وویل: « دا بېخي دروند غږ و، موږ یې وارخطا کړو او ژر له ریاست څخه په وتلو شو او زه هم کور ته روانه شوم».

هغې د ښوونځی له دورې څخه له کوره په پټه په کابل کې د تکواندو یوه کلب کې سیالۍ پیل کړې وې.

هغه وایي، کورنۍ یې تر ډېره ترې نه وه خبره چې ګوندی هغه د تکواندو ورزش کوي.

هغه زیاتوي: « زما کورنۍ نه وه خبره، ان تر ډېره وخته پورې؛ خو کله چې خبر شول. زه یې منع کړم چې باید نور ورزش ونکړم. مګر ما په پټه بیا هم دوام ورکړ».

کرار کرار یې کورنۍ هم راضي شوه چې باید ورزش وکړي. ختمین تر دولسم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې او نور یې غوښتل، چې د تکواندو په برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو وروستی ځل یې د طالبانو تر راتګ یو ورځ مخکې په المپیک کې تمرین وکړ؛ څو پاکستان کې د خپلې راتلونکې سیالۍ لپاره چمتووالی ونیسي.

هغې تر دې مخکې په هندوستان او ایران هېوادونو کې هم د تکواندو سیالۍ کړې وې؛ خو کوم مډال یې نه و ګټلی. دا ځل یې هیله لرله چې مډال وګټي؛ خو طالبانو دا هیلې وتروړلې.

ختمین الماسي وویل، له هغې وروسته چې طالبان واکمن شول، پاکستان ته یې سفر لغوه شو او د ښځو پر ورزش بندیز هم ولګېد چې له کبله یې نوره کلب ته ولاړه نه شوه.

ختمین نبین له سختو کلتوري محدودیتونو سره په تکواندو کې ځان تر تور کمربنده ورساوه او په کور دننه یې یو شمېر سیالیو کې پراخ حضور هم لاره.

هغه په کابل کې د طالبانو سره هم څو ځله مخامخ شوې ده. هغې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه، چې د «۲۰۲۲ زېږدیز کال په جون» میاشت کې له خپلو نورو وزرشکارو ملګرو او یوه استاد سره د سیالیو لپاره په مشوره بوخته وه چې طالبانو یې استاد ونیوه او دوی ته یې سپکې سپورې وویلې.

د هغې په خبره: « زه په رسټورانټ کې له ښځینه ملګرو او زموږ له استاد نعمت الله حبیبي سره ناستې وو او د سیالیو لپاره مو لېست جوړاوه، چې طالبان راغلل زموږ استاد یې ونیو او موږ یې هم وګواښلو».

100%

ختمین الماسي به ځای ځای په خپلو خبرو کې غریو نیولې شوه او د افغانستان انټرنشنل د خبریال ځینو هغو پوښتنو ته چې د طالبانو له لوري پر ښځو د بندیزونو په اړه وې اوږده ساه اخیسته او بیا یې ځواب وایه.

هغه په هېواد کې د طالبانو د پرله پسې بندیزونو له کبله اړه شوه، چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته کډواله شي.

د تکواندو دغه ښځینه لوبغاړې په پاکستان کې د خپل ژوند له کړاوونو او نامعلوم برخلیک څخه هم یادونه کړې.

ختمین هم د هغو کډوالو له ډلې ده، چې په یاد هېواد کې د استوګنې ویزه پای ته رسېدلې او د پولیسو له وېرې پټ ژوند کوي.

دغه لوبغاړې وویل، چې اوس‌مهال د پاکستانیانو په کورونو کې جامې وینځي او یا هم ورته د کورونو کارونه کوي چې له همدې لارې څخه خپل ورځني لګښتونه پوره کوي.

د هغې دوه خویندې هم له پوهنتونه فارغې شوې او پخوا یې دندې لرلې؛ خو اوس کابل کې په کور دننه له ګڼو اقتصادي ستونزو څخه ځورېږي.

د نوموړې په وینا؛ پلار یې له سختې ناروغۍ سره مخ دی او ان کورنۍ یې د درملنې توان هم نه لري.

د هغې په خبره، د تکواندو ځینې هغه لوبغاړې چې دې ورسره یو ځای ورزش کاوه هېواد یې پرېښی او ځینو لوېدیځو هېوادونو ته کډوالې شوې دي؛ خو دا لا هم په یوه داسې هېواد کې کډواله ده، چې هره ورځ بېرته خپل هېواد ته د ډیپورټ کېدو له ګواښ سره مخ ده.

په پاکستان کې لسګونه زره هغه کډوال د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته کډه شوي، چې د یادې ډلې له لوري یې ژوند له ګواښ سره مخ و چې ډېری هغه یې ښځینه او کوچنیان دي. پاکستان له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د ناقانونه افغان کډوالو پسې عملیات پیل کړي او هره ورځ لسګونه کسان نیسي او خپل هېواد ته یې شړي.

د تکواندو د دغه لوبغاړې په ګډون پاکستان په اسلام اباد کې مېشتو کډوالو ته د دغه هېواد حکومت د مارچ میاشتې تر ۲۹مې نېټې وخت ورکړی، چې باید له راولپنډۍ او پلازمېنې څخه ووځي. هغه له خپلې کورنۍ لرې ځانله له یوې پاکستانۍ کورنۍ سره مېشته ده او د یوه نامعلوم برخلیک له کبله هره ورځ کړېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له خیاطۍ تر جلاوطنۍ؛ هغه نجلۍ چې د طالبانو له کبله یې پوهنتون نیمګړی پاتې شو

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰
•
زیار خان یاد

استاد محصلینو ته پارچې وېشلې، هر یو په خپلو خولو کې ډوب دی او د پوښتنو د حل لپاره د ټولګي څو نجونې هم د ځواب په موخه قلم پر پاڼو ګرځوي. دا د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي درېیم سمسټر د ازموینې شېبه ده؛ خو د دغه ټولګي نجونې زده‌کړیالې نه پوهېږي، چې دا یې د پوهنتون وروستۍ ورځ ده.

سنیلا رحماني ورځ د خپلې خیاطۍ دوکان ته هم نه ده تللې او د دغه ازموینې لپاره د چمتووالي لپاره یې درسونه ویل.

100%

د ۲۰۲۱ کال د (اګسټ ۱۵مه) نېټه ده. طالبان د کابل دروازې ته رسېدلي؛ خو په کابل کې اوازه ده چې ګوندې د ښار ځینې برخې یې نیولې دي.

په دې ورځ هم د کابل نجونې ښوونځیو او‌ پوهنتونونو ته تللې وې او لکه د نورو ورځو د ښار په واټونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو سره، سره هم سهار ښځې خپلو دندو ته روانې او نجونې زده‌کړو ته.

استاد غږ وکړ، چې د ازموینې لپاره ټاکل شوي وخت ته اېله لس دقیقې پاتې دي؛ سنیلا پوښتنې ځواب کړې او خپله پارچه یې سپارلې ده.

د پوهنتون په انګړ کې له نورو ټولیګوالو سره خبرې کوي، چې دا وخت یې ټلېفون وشړنګېد.له هغې خوا په ترهېدلي غږ ورته ویل کېږي، چې ژر تر ژره باید کور ته ځان ورسوي او طالبان کابل ته ننوتي دي.

لا تر مخه هم د پوهنتون په چاپېریال کې اوازې خپرې وې، چې طالبانو دا او هغه ځایونه ونیول؛خو تر څو چې غرمه کېده پوهنتون څخه هر یو پښې سپکولې.

لا پوره مازیګر شوی نه و، چې رسنیو اعلان وکړ د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښود او له همدې اعلان سره د هغه نظام ستنې ړنګې شوې، چې سنیلا او ملګرو یې پکې له ښوونځي تر پوهنتونه زده کړې رارسولې وې.

طالبان واکمن شول، کابل یې ونیو او د یوې جنګي ډلې ویاند د رسنیو پر مخ راڅرګند شو او ډاډ یې ورکړ، چې دوی له ښځو سره د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په څېر له سختدریځۍ کار نه اخلي.

ان دا یې هم وویل، چې د نجونو زده‌کړو او کار ته ژمن دي؛ خو دغه څرګندونې یوازې خبرې پاتې شوې.

لا څو میاشتې نه وې تېرې چې طالبانو د امر ثاني له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې بندې کړې او د سنیلا رحماني په څېر د زرګونو نجونو پر مخ د پوهنځیو دروازې هم د ملاهبت الله د امر ثاني په نامه وځنډولې.

سنیلا افغانستان انټرنشنل ته وایي، د طالبانو دغو پرېکړو خورا ناهیلې کړه، ان د ده ټولګیوالې او ملګرې په رواني ناروغیو اخته شوې.

هغې له ماشومتوبه خیاطي زده کړې وه او د کابل دارلامان ماڼۍ ته نږدې یې د ښځو جامې هم ګڼدلې.

هغې یو دوکان لاره او یوشمېر نورې ښځینه هم ورسره په کار بوختې وې؛ خو څو ورځې د طالبانو د راتګ له کبله یې دوکان بند و.

د طالبانو د واکمنۍ څخه نږدې لس ورځې وروسته یې خپل دوکان پرانېست، د یو شمېر ښځینه‌و جامې هم ورته پرتې وې او هغوی یې د ګنډلو غوښتونکې وې؛ خو د طالبانو راتګ له سنیلا او د هغې له کارګرو دا کار پاتې کړی و.

100%

د طالبانو د واکمنۍ یوه نیمه میاشت پوره شوه، دا د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده. سنیلا رحماني په دوکان کې کار کاوه، چې د امر بالمعروف محتسبان یې دوکان ته ورغلل.

هغې جامو کېدونکې بخۍ ودرولې، متحسب چې توره پاج لرونکې لونګۍ یې پر سر وه او سپینې جامې یې اغوستې وې سنیلا او د هغې ملګرو ته یې وویل،‌چې له دوکان څخه ووځي.

محتسبانو د دې خیاطۍ کارګرو ته وویل، چې تاسې نور نشئ کولای کار وکړئ او دا زموږ د مشر امر دی.

له دغو محستبانو سره د ښاروالۍ کارکوونکي هم وو او د ښځینه‌و دغه خیاطي یې ځای پر ځای مهرلاک کړه.

سنیلا رحماني اته کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وه؛ خو طالبانو یې د روزګار دا هیلې هم ور ختمې کړې.

د سنیلا په ګډون هغه څلور خویندې او دوه وروڼه لري. د هغې یوې خور هم پوهنتونې زده کړې کولې او دوه نورو یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځی لوست، چې د طالبانو بندیزونو د هغې پر ټولې کورنۍ سختې او بدې اغېزې وکړې.

هغه د مېلیونونه نورو افغان نجونو او ښځو په څېر د کار کولو له حق څخه هم بې برخې شوه. له دې سره هم‌مهاله هغه ښځینه چې خپل لباسونه یې پر ښځینه خیاطانو ګنډل هم له سختو ستونزو سره مخ شوې.

سنیلا بېلابېل ډوله جامې ګڼدلې او په پټه یې کور کې خپل کار ته دوام ورکړ؛ خو دغو بندیزونو یې د نورو په څېر په رواني او اقتصادي حالت بدې اغېزې وکړې.

د هغې کورنۍ پرېکړه وکړه، چې نور یې افغانستان کې ژوند له کړاوونو ډک شوی او باید هېواد پرېږدي.

سنیلا د خپلې کورنۍ سره یو ځای د «۱۴۰۳ کال کب» میاشت کې پاکستان ته کډواله شوه او په اسلام اباد کې یې د کډوالۍ ژوند پیل کړ.

که څه هم هغه اوس‌مهال په اسلام اباد کې خپل کار ته دوام ورکړی؛ خو د پوهنتون زده کړې ترې پاتې دي.

دا افغانه نجلۍ اوس له پاکستانیانو سره د ښځو جامې ګنډي او د خیاطۍ یوه دوکان کې یې ځان ته کار موندلی او وخت ناوخت هلته د افغان ښځو او نجونو په غونډو کې هم فعالیتونه کوي. هغه د ښځو د حقونو له یوې شبکې سره یو ځای شوې او په اسلام اباد کې د افغان نجونو د زده‌کړو تر څنګ د ښځو د کار د ملاتړ په تړاو هم غږ پورته کوي.

په دغو ناستو کې دوی د طالبانو پر ضد څرګندونې کوي او د ښځو ضد دریځونه یې غندي.

100%

هم‌مهاله هغه او په دې هېواد کې نږدې مېشت څلور مېلیونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېږي او خپل هېواد ته د استول کېدو له ګواښ سره مخ ده.

د هغې کورنۍ ځان د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان سره د پناه غوښتنې لپاره هم ثبت کړی؛ خو لا یې قضیه ناڅرګنده ده.

سره له دې چې هغوی د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اړوند اسنادونه هم لري؛ خو د پاکستان هېواد تازه خبرداری ورکړی، چې افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

سنیلا د افغانستان انټرنشنل د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستاني پولیس دوی کابل ته په زوره ولېږي؛ نو څه سره به مخ شې؟ هغې اوږده ساه واخیسته او وې ویل:« له هغه بدمرغه برخلیک سره چې مېلیونونه نجونې ورسره مخ دي او هیلې وژل شوې دي».

یونسکو په افغانستان کې د ښځو حقونو او ازادۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري څانګې (یونسکو) د مارچ د اتمې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د غږ پورته کولو او د هغوی د حقونو او ازادۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یونسکو د افغان نجونو او ښځو غږ اوچتوي او د هغوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

د ښځو نړۍواله ورځ نن داسې مهال لمانځل کېږي، چې نږدې څلور کاله کېږي په افغانستان کې طالبانو د افغان مېرمنو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو یو لړ بندېزونو راوستل، نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړې او ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې، پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې تړلې او د دوی ژوند یې په یوه سرخلاصي زندان کې د بندي په څېر کړ.

طالبانو ښځې او نجونې له محرم پرته له تګ راتګ، په عامه ځایونو کې په لوړ غږ غږېدل، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او تفریحي مرکزونو ته له تګه هم منع کړې دي.

عطامحمد نور: د طالبانو د واکمنۍ په ړنګېدو سره به ښځې بېرته له خپلو حقونو برخمنې شي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو ظالمانه بندیزونه لګولي او هیله لري چې د دغه ډلې د واکمنۍ په ړنګېدو سره به ښځې بېرته خپل حقونه ترلاسه کړي.

هغه د (کب ۱۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو د خپلو سختدریځو افکارو له مخې ښځې له خپلو بنسټیزو او اسلامي حقونو څخه منع کړې دي.

د بلخ پخوانی والي وایي، د طالبانو د واکمنۍ راهیسې تر ټولو ډېر کړاوونه او ستونزې افغان ښځو ګاللي.

عطا محمد نور زیاته کړې: « که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې ښځې له کار او زده‌کړو منع شوي؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پر ضد یې د هېواد دننه او بهر خپل غږ پورته کړی، چې دا کار یې د ستاینې وړ دی».

د نوموړي په خبره، د ښځو له لوري ترسره کېدونکې مبارزه د طالبانو د ټوپکو پر وړاندې د دوی د زړورتیا او ودرېدو څرګندونه کوي.

د بلخ پخوانی والي ټینګار کوي، چې ښځې د اسلامي اصولو له مخې د زده‌کړې او کار تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو حق لري.

د بلخ والي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن شنبه د (مارچ ۹مه) نېټه د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د دغه ورځې په مناسبت ډېری افغان سیاست‌والو په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو روان بندیزونه غندلي او دا یې د دغې ډلې د ظالمانه او سختدریځو افکارو زېږنده بللې.

یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته‌ په لېږل شویو پېغامونو کې ویلي، چې دوی د طالبانو د بندیزونو پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې باید نړۍوال هم همکاري وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان تازه په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د طالبانو له لوري پر ښځو د روانو بندیزونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې، چې نړۍواله ټولنه د افغان ښځو روان ناورین ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

یاد سازمان نیوکه کړې، چې د طالبانو پر ضد د افغان ښځو مبارزه له پامه غورځول شوې او په نړۍواله کچه د سیاسي ارادې د نشتوالي له کبله دغه مبارزې لا تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمانونو له مخې، افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او پرې یې د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

همدا راز یې د ښځو د کار کچه هم کمه کړې او ان په روغتیایي برخه کې یې هم پر ښځینه ډاکټرانو بندیزونه لګولي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د یو څارنوال له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو له کبله د ملاهبت الله د محاکمه کېدو او نیول کېدو غوښتنه هم شوې ده.

په جرمني کې پولیسو یو ۲۶ کلن افغان په ډزو وژلی

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۰

ګلف نیوز د جرمني رسنیو له حوالې خبر ورکړی، چې یو ۲۶ کلن افغان د جمعې په ورځ ماګدیبورګ ښار کې هغه مهال پولیسو په ډزو ووېشت چې دوی ته یې د چړې پر مټ د مرګ ګواښ وکړ.

پولیسو زیاته کړې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یاد افغان وګړي خپل یو جرمنی همزولی د ماګدیبورګ د شوینبیک سیمې یوه استوګنځي ته وروغوښت او په مرګ یې وګواښه.

پولیسو ویلي، دغه کس دوی ته هم د مرګ ګواښ وکړ چې په ځواب کې دوی پرې ډزې کړې دي.

پولیسو لا تراوسه د دغو دوو تنو د شخړې د لامل په تړاو څه ندي ویلي؛ خو په وینا یې یاد افغان وګړي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د جرمني د ختیځ ایالت سیکسوني انالټ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې او ژر به د پېښې اصلي لامل په ډاګه کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په جرمني رسنیو کې د افغان وګړو د جرمنو په تړاو خبرونه خپرېږي؛ بلکې تېره میاشت هم یوه افغان کډوال د المان په مونیخ ښار کې پر خلکو موټر وخېژاوه، چې له امله یې له ۳۰ زیات کسان ټپیان شول.

دغه افغان وګړی د ۲۰۱۶کال په وروستیو کې د بې سرپرسته ماشوم په توګه جرمني ته تللی و.

د ده د پناه غوښتنه رد شوه او د جرمني حکومت یې د اېستلو پرېکړه کړې وه؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې د افغانستان د سیاسي وضعیت د بدلون له امله د مونیخ چارواکو ورته د استوګنې اجازه ورکړه.

افغانه نجلۍ: که زده‌کړې ونه لرو، راتلونکی نه لرو او زما لپاره تعلیم د ازادۍ معنا لري

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د مهسا په مستعار نوم یوه ځوانه افغانه نجلۍ د طالبانو له سختو محدودیتونو سره، سره په انلاین ډول خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی او په یوه مرستندویه اداره کې دنده هم کوي.

مهسا چې شل کلنه ده وايي: «زده‌کړې زموږ لپاره د برابرۍ او ازادۍ معنا لري. که زده‌کړې ونه ‌لرو، راتلونکی نه‌ لرو».

مهسا د هرات ده؛ خو د ماشوموالي پر مهال یې له کورنۍ سره کابل ته کډه وکړه. کورنۍ یې تل د زده‌کړو ملاتړ کړی؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل، د هغې د زده‌کړو او کار مخه ونیول شوه.

مهسا چې د تجارت پوهنځي زده‌کړې پیل کړې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندې کړې.

د هماغه کال په ډېسمبر کې د نجونو پر پوهنتونونو هم بندیز ولګېد.

مهسا چې د لېسانس نیمايي برخه یې لوستې وه، دې محدودیتونو ته سخته اندېښمنه وه؛ خو ژر یې یوه بله لاره پیدا کړه.

د مهسا پلار چې د هغې لپاره یو الهام بښونکی شخصیت دی تل یې ورته ویلي، هڅه دې وکړي او هېڅکله دې د طالبانو دغو بندیزونو ته تسلیمه نشي.

راپور کې راغلي، مهسا وکولای شول خپل درسونه د افغانستان د امریکايي پوهنتون د قطر له څانګې سره په انلاین توګه پیل کړي.

مهسا د USAID له‌خوا د زده‌کړو تمویلېدونکي پروګرام ته وټاکل شوه.

د اوچا راپور زیاتوي، مهسا د ورځې کار کوي او د شپې زده‌کړې کوي.

هغه سهار وختي پاڅېږي، نږدې مازیګر مهال انلاین ټولګیو ته حاضري ورکوي او د شپې خپل درسونه تکراروي. سره له ټولو ستونزو هغه هیله لري، چې د لېسانس سند ترلاسه کړي.

مهسا د لومړي ځل لپاره د بشري مرستو له مفهوم سره هغه مهال اشنا شوه، چې شپږم ټولګي کې یې زده‌کړې کولې او ځینو ټولګیوالو یې درسي توکي نه لرل چې د ملګرو ملتونو یوې ادارې هغوی ته کتابونه، کتابچې او د ښوونځي بکسې ورکړې.

هماغه ورځ مهسا هم خپلې کتابچې اړمنو ټولګیوالو ته ورکړې. دې کار د هغې د ژوند لاره بدله کړه او له بشري مرستو سره یې مینه پیدا شوه.

اوس مهسا د یوې مرستندویه ادارې لپاره کار کوي او وايي: «زه خوشاله یم، چې د بشري مرستو برخه کې کار کوم؛ خو کله کله دا هیله لرم، چې کاشکي ډېر څه وکړای شم».

خو د طالبانو د محدودیتونو له امله، مهسا ډېری وختونه اړه ده، چې «د پردې تر شا» پاتې شي. هغه هیله لري، چې زده‌کړې یې بشپړې شي او وکولای شي خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.

هغې وویل: «زه غواړم داسې کار وکړم، چې خلکو ته ګټه ورسوم او د هغوی ژوند ته بدلون ورکړم. زده‌کړې او د کار حق یوازې زما لپاره نه؛ بلکې د ټولو افغان نجونو لپاره مهم دي.»

سره له دې د مهسا د زده‌کړو راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.

د اوچا د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې چې د ترمپ له لوري د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډول شوې او د امریکا د پراختیایي ادارې USAID د زده‌کړو پروګرام هم بند شو؛ نو ورسره هم‌مهاله د مهسا د زده‌کړو انلاین ټولګي هم بند شول. اوس هغه اندېښمنه ده او نه پوهېږي، چې خپلې زده‌کړې څنګه بشپړې کړي.

ملګري ملتونه وایي، د مهسا کیسه د هغو افغان نجونو د زړورتیا یوه بېلګه ده چې د ټولو ستونزو سره، سره د روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي او خپلې هیلې مړاوې کېدو ته نه پرېږدي.