• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د درملنې له خدماتو د یوه افغان کډوال له محرومېدو وروسته له ترکیې غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې خپلې سختې پالیسۍ بېرته واخلي او سمدستي د کډوالو لپاره د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د دغه افغان کډوال د پناه غوښتنې له ردولو وروسته د هغه د دیالیز خدماتو ته لاسرسی پرې کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، دغه ۲۹ کلن افغان کډوال چې په شکرې ناروغۍ او د لیدلو په ستونزه اخته دی، د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته د درملنې له خدماتو بې‌برخې شوی دی.

خو د بښنې نړۍوال سازمان زیاتوي، چې د پناه غوښتنې د ردېدو پر وړاندې د اعتراض له ثبتېدو وروسته باید د طبي خدماتو پرې کېدل موقتي ودرول شي.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې دا کړنه د ترکیې له نړۍوالو ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده، چې د روغتیايي پاملرنې د لاسرسي حق هم په کې شامل دی.

دغه سازمان له ترکي چارواکو وغوښتل، چې د کډوالو په ځانګړي ډول د ناروغو او زیان‌منونکو کسانو د فزیکي وضعیت د لا خرابېدو څخه مخکې لازم اقدامات ترسره کړي او هغوی ته د طبي خدماتو لاسرسی تضمین کړي.

همداراز، د بښنې نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د ترکیې پر چارواکو د فشار او ملاتړ له لارې، د کډوالو بشري حقونه یاد او له هغوی ملاتړ وکړي.

د ترکیې حکومت په وروستیو کلونو کې د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی او د پناه غوښتونکو حقونه یې محدود کړي دي.

افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ۲۰۲۱ ز کال د اګست له تحول وروسته له افغانستانه وتلي، د ترکیې د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ترکیې د دې کډوالو لپاره د پناه غوښتنې پروسه ډېره محدوده کړې او ډېری غوښتنلیکونه ردوي.

د پناه غوښتنې د ردېدو تر څنګ، کډوال له اساسي خدماتو لکه روغتیایي پاملرنې او قانوني مرستو بې‌برخې کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان ترڅنګ د بشري حقونو نورې ډلې هم د ترکیې پر حکومت نیوکه کوي، چې کډوال، په ځانګړي ډول ناروغان او زیان‌منونکي کسان، له اساسي بشري حقونو څخه محروموي.

افغان کډوال یوازې په ترکیه کې نه، بلکې د ایران په شان هېوادونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د زده کړو په ګډون له روغتیایي او نورونو خدمتونو څخه محروم دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل؛ دغه لړۍ به مېلیونونو افغان کډوال اغېزمن کړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستانۍ ورځپاڼې «پاکستان ډېلي» په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي او دغه پرېکړه به مېلیونونه هغه افغان کډوال اغېزمن کړي؛ چې ډېری یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو اعلان کړی، چې په کې له ناقانونه مېشتو بهرنیانو او د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو غوښتل شوي چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې پورې) له پاکستانه ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا (د مارچ په ۷مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیانو اېستل به د ۲۰۲۵ کال د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان افریدي ویلي، چې اوس‌مهال شاوخوا ۸۰۰ زره کډوال په پاکستان کې د اې سي سي کارتونه لري.

د ښاغلي افریدي په وینا، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي افغانان هم مېشت دي چې د پی او ار کارتونه لري چې دوی اجازه لري د روان کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

حکومتي سرچینو "پاکستان ډیلي" ته ویلي، چې د پي او ار کارت لرونکو کډوالو په اړه پرېکړه ممکن په درېیم پړاو کې وشي.

ولې پاکستان غواړي، چې کډوال وباسي؟

د پاکستان سرپرست حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د ناقانونه بهرنیانو اېستل اعلان کړل؛خو هغه مهال دغه پرېکړه یې د پاکستان د امنیتي ستونزو سره اړوند وبلله..

پاکستاني چارواکي وايي، چې افغانان اوس په دغه هېواد کې په بریدونو کې ښکېل دي.

سربېره پردې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د دوو لویو احتجاجي غونډو وروسته وویل، چې لسګونه افغانان د تحریک انصاف په لاریونونو کې د ګډون له امله نیول شوي دي.

د نومبر په میاشت کې نوموړي اعلان وکړ، چې ټول افغان اوسېدونکي به له اسلام اباد او راولپنډۍ وباسي.

له هغه افغانانو چې د امریکا او اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي، هم غوښتل شوي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.

دغو پرېکړو دا روښانه کړه، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسي بدله شوې ده، چې د بدلون چانس یې ډېر کم دی.

په درېیو اونیو کې د ۸۰۰زره افغانانو اېستل

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، که د اې سي سي کارت لرونکي افغانان د مارچ تر ۳۱مې پورې نه له دغه هېواده وه وځي؛ نو د دوی د اېستلو لړۍ به د اپرېل په لومړۍ نیټې پیل شي.

د اې سي سي کارت لرونکو ډېری هغه کډوال دي، چې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.

د دغو کډوالو له اېستنې سره ښایي، د طالبانو پر حکومت فشار زیات شي.

د طالبانو د حکومت دریځ څه دی؟

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ په شپږمه په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبید الرحمان نظاماني سره په یوه لیدنه کې له پاکستانه وغوښتل، چې د کډوالو په مسله کې له زغم کار واخلي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت د بېرته ستنېدو لپاره کډوال هڅوي؛ خو کوربه هېواد باید د کډوالو په جبري توګه اېستلو پرځای له یوې منظمې تګلارې کار واخلي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې له دوی سره ثبت افغان کډوال هم په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته ولېږي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۷ GMT+۰

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نیوز The News» د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

بې اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دغه هېواد پرېږدي.

اوس‌مهال د ملګرو ملتونو له ثبت شویو کډوالو پرته سلګونه زره نور افغان کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت دي، چې د پاکستان د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د دوی د اېستل کېدو لړۍ چټکه کړي او که د مارچ میاشتې تر پایه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه نشي؛ نو په زور به یې وباسي.

د «ده نیوز» د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کې ځیني کډوال د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام له لوري خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د POR کارت لرونکي دي، چې د افغان کډوالو ۵۲سلنه برخه جوړوي او ډېری یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي».

نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د ملګرو ملتونو د ACC کارت لرونکي دي چې د دوی له ډلې یې هم زیاتره په خېبر پښتونخوا کې ژوند کوي. 

د POR کارتونه په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شول او د ACC کارتونه بیا په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د «ملي عمل پلان (NAP)» تر چتر لاندې ووېشل شول.

پاکستان له نږدې پنځه لسیزو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.

که څه هم په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي؛ خو لا هم ۲.۱ مېلیونه افغانان د خیبر پښتونخوا او نورو ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو د مارچ ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید ټول «بې اسناده» افغانان او د ACC کارت لرونکي کسان د پاکستان خاوره پرېږدي.

هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي او هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي؛ اوس د روژې میاشتې سره سم د دغه ضرب‌الاجل له امله د خپل راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې لري.

پېښور د خېبر پښتونخوا یو له هغو ښارونو دی، چې د افغان کډوالو شمېر پکې خورا زیات دی چې پکې لوی کاروبارونه او سوداګرۍ هم لري.

دوی د خېبر پښتونخوا له خلکو سره لوی شوي او څنګ په څنګ یې ورسره له ماشتوبه ژوند کړی دی.

تېر کال د پاکستان حکومت یوازې د «بې اسنادو» بهرنیانو لپاره (د اکټوبر ۳۱مه) وروستۍ نېټه ټاکلې وه، چې ورپسې ګڼ شمېر بې اسناده افغانان د تورخم پر ګډون پر ځینو نورو لارو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خپلو سیمو ته ستانه شول.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې دروازه په دروازه د ناقانونه افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

د‌ پاکستان حکومت دغو افغانانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې وروسته دې اسلام اباد او راولپندۍ ښارونو څخه ووځي او په نورو هېوادونو کې دې مېشت شي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لا ویلي، د هغو افغانانو د اېستل کېدو په اړه هم فکر کوي چې لوېدیځو هېوادونو او امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

د امریکا افغان متحدین: دا به لویه ناځواني وي، چې ټرمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۰
•
زیار خان یاد

په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې په خپل هېواد کې یې له امریکایي ځواکونو او د یاد هېواد له بېلابېلو ادارو سره دندې کړې وې اندېښنه لري، چې ښايي ډونالډ ترمپ پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي.

د افغان اېواک په ګډون ګنو امریکایي بنستونو خبرداری ورکړی، چې ښايي نن دوشنبه سپینه ماڼۍ دغه پرېکړه اعلان کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ شو، چې په خپل هېواد کې یې د امریکایي ځواکونو، موسساتو او د امریکا له لوري له تمویل کېدونکو ادارو سره دندې کړې وې.

طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته یو شمېر هغه کسان وژلي او زنداني کړي، چې د امریکا په ګډون یې له بهرنیو ځواکونو یاد ادارو سره دندې کړې دي.

د شمېرو له مخې، په پاکستان کې اوس‌مهال نږدې «۲۵زره افغانان چې امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه منلي» د ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

100%

ټرمپ سپینې مانۍ ته د بیا ځل ننوتو په لومړۍ ورځ امریکا ته د کډوالو د ورتګ هر ډول پروګرامونه وځنډول، چې له امله یې د دوی افغان متحدین هم زیانمن شول.

اوس تازه د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف او امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې ټرمپ به دغه هېواد ته د افغانانو په ورتګ بشپړ بندیز ولګوي.

د دغه بندیز له مخې، به هغه افغانان چې د امریکا قانوني ویزې هم لري؛ دغه هېواد ته به له سفر کولو څخه منع شي.

په پاکستان کې د امریکا د کډوالۍ په تمه مېشت کډوال دغه راپورونو اندېښمن کړی دی.

احمدالله (مستعار نوم) چې اوس‌مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت دی، د امریکا په مالي ملاتړ یې په ځینو پروژو کې دندې ترسره کړې دي.

هغه افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ډونالډ ترمپ وروستۍ پرېکړې ناعادلانه وبللې. احمد همدا راز وېره لري، که ټرمپ رښتیا هم پر افغانانو د سفر بندیزونه ولګوي؛ نو د کډوالۍ ژوند به یې لا ډېر له ستونزو ډک شي. 

هغه زیاته کړه:« زه بېخي حیران یم، دا له موږ سره څه کېږي. موږ په افغانستان کې د امریکا د ماموریت ملاتړ وکړ او اوس دا دی راسره ناځواني کېږي او په تش میدان یې پرېښي یو».

دغه افغان کډوال له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره مېشت دی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې سخت اقتصادي مشکلات هم ګالي.

100%

د یوې نادولتي امریکایي موسسې پخوانی کارکوونکی چې نه یې غوښتنل نوم یې په ډاګه شي اوس‌مهال په راولپنډۍ کې مېشت دی او د ټرمپ تازه بندیزونو یې پر رواني حالت بدې اغېزې کړې دي.

هغه له خپلو دوه لوڼو او مېرمنې سره په یوه اپارتمان کې چې دوه خونې لري ژوند کوي.

هغه وايي، اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ قضیې ځنډېدو یې هیلې وژلې دي، چې له همدې کبله نه غواړي د خلکو خبرې واوري.

هغه وویل:« لوڼې مې همدا پوښتنه کوي، چې څه وخت به امریکا ته ځو؟ پلانکی او بېستانکی لاړو؛ خو موږ پاتې یو. زه د دې پوښتنو ځواب نه لرم، نو څه ورته ووایم؟ّ».

د امریکا د کډوالۍ قضیې لرونکي دغه کس زیاته کړه:« اوس بله اندېښنه رالوېدلې. اوازې دي چې ټرمپ په ټولو افغانانو سفرونه بندوي او دا کار به زموږ ټولې هیلې په سیند لاهو کړي».

د هغه یوه لور دیارلس کلنه او بله یوولس کلنه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې ښوونځي پیل کړي وو؛ خو اوس په پاکستان کې ښوونځي ته د تګ توان نه لري.

100%

په پاکستان کې مېشت دغه کډوال په دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو حق نه لري او په خصوصي ښوونخیو کې بیا ترې میاشتني فیسونه او قانوني ویزې غواړي.

کډوالو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ویلي، چې له یو لوري د اقتصادي ستونزو له کبله خصوصي ښوونځیو ته اولادونه نشي لېږلی او له بل لوري یې بیا د ویزو مودې هم پای ته رسېدلې دي.

پاکستان ته د طالبانو تر واکمنۍ وروسته راغلي افغان کډوال په دغه هېواد کې د کار کولو حق نه لري او د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې قضیو په تمه ناست افغانان له بې روزګارۍ هم ځورېږي.

افغانستان انټرنشنل یو افغان کډوال چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته په تمه دی پېغام پرېښود، څو یې پر وړاندې د شته ننګونو په تړاو وسره خبرې وکړي؛ خو له هغې خوا پېغام کې وویل، شو چې پولیس یې د کور مخته ولاړ دي او نشي کولای وغږېږي.

پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد کور په کور د پولیسو له لوري د نیول کېدو عملیات روان دي.

دغه عملیات په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې تر بل هر ځایه چټک دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروسته له هغې د دغو عملیاتو د پیل غوښتنه وکړه، چې د دغه هېواد امنیتي‌ ادارو خبرو ورکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف په ځینو لاریونونو کې افغان کډوالو برخه اخیستې او تاوتریخوالی یې کړی دی.

د هغه دغه ادعاوې که څه هم د افغان کډوالو له لوري د پاکستان کورني سیاسي مسایل وبلل شول او د افغانانو شتون په دې لاریونونو کې رد شوی دی.

تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرېکړه شوې، چې افغانان به د روان زېږدیز کال (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) پورې له اسلام اباد او راولپندۍ څخه وځي.

د دغه پرېکړې له مخې به ناقانونه افغانان نیول کېږي او افغانستان ته به شړل کېږي؛ خو هغه افغانان چې یوازې په قانوني ویزو اوسېږي له پلازمېنې او راولپندۍ ښارونو څخه به اېستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تېره اونۍ وویل، ښايي هغه افغانان هم له خپل هېواد څخه وباسي چې امریکا یې د پناه غوښتنې قضیې رد کړې یا ځنډولې دي.

د امریکا پخوانیو افغان متحدینو افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې د پاکستان د دغه پرېکړې څخه ژوره اندېښڼه څرګنده کړه.

د پاکستان د دغو پرېکړو له امله اوس په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د کورونو ځینو مالکانو افغان کرایه دارو ته خبرداری ورکړی، چې د دوی کورونه ورته خالي کړي.

همدا راز په دغو ښارونو کې اوس په اسانۍ پاکستانیان د پولیسو له وېرې افغانانو ته په کرایې کورونه هم نه ورکوي.

په پاکستان کې مېشت د امریکا پخواني متحدین له یاد هېواد او ډونالډ ټرمپ غواړي، چې دوی ته دې د سفرونو د بندیز او د کډوالۍ د ځندېدلو پروګرامونو په برخه کې معافیت ورکړي.

احمدالله وایي: «موږ ورسره افغانستان کې مرسته وکړه، اوس باید امریکا په دې سختو حالاتو کې موږ پرېنږدي او که پولیسو افغانستان ته ډیپورټ کړو ؛نو موږ د مرګ له ګواښ سره مخ یو».

د امریکا دغو پخوانیو متحدینو نیوکې وکړې، چې د دوی سره روان چلند د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده او د عدالت غوښتنې له چیغو سره، سره یې لا هم د قضیو برخلیک نامعلوم دی.

امریکایي رسنۍ: د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام په تمه افغانان له خورا خطرناک وضعیت سره مخ دي

۱۸ کب ۱۴۰۳ - ۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰

په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره انتظار باسي؛ له سختو ستونزو سره مخ دي. یوې امریکایي رسنۍ په دغه راپور کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته کتنه کړې ده.

د یوې امریکایي رسنۍ اېن پي ار (NPR د راپور له مخې د پاکستان د پلازمینې اسلام‌آباد په یوه اپارتماني سیمه کې، د چهارشنبې ورځې غرمه، افغان کډوالو په وېره یو بل ته خبر ورکړ چې پولیس راځي. دا اپارتمانونه تقریباً ټول افغانانو نیولي دي.

کله چې د پولیسو د راتګ خبر خپور شو، ماشومان چې په دهلېزونو کې یې لوبې کولې په بېړه خپلو کورونو ته لاړل.

یوې مېرمنې غلې خپله دروازه بنده کړه او یو بل ګاونډي له دباندې د هغوی دروازه قلف کړه؛ څو پولیس وپوهېږي چې د کور دننه څوک نشته. یو بل کس خپل مېلمانه کور ته دننه کړل او ورته ویې ویل چې چوپ پاتې شي.

څو دقیقې وروسته یوه ګاونډي غږ وکړ، چې حالت ارام دی. دروازې پرانیستل شوې او خلک له خپلو پټنځایونو راووتل.

خو دا حالت د هغو افغانانو لپاره د هرې ورځې په څېر یوه عادي پېښه ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته راغلي دي.

د اېن پي ار د راپور له مخې، دغه افغانان اوس حیران پاتې دي؛ ځکه نه امریکا ته تلای شي، نه پاکستان کې ارام ژوند کولی شي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ نو د طالبانو له‌خوا د نیولو یا وژلو له ګواښ سره مخ دي. 

د پاکستان امر؛ افغانان وباسئ

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره یوه پټه رسمي پاڼه چې یو پاکستاني چارواکي د NPR سره شریکه کړې، دا ښيي چې پاکستان په جنورۍ میاشت کې خپلو اړوندو دفترونو ته لارښوونه کړې چې ټول هغه افغانان چې د درېیم هېواد (لکه امریکا) ته د تګ پروسه یې تر مارچ ۳۱مې پورې بشپړه نشي؛ له هېواده به واېستل شي.

یاد چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «دا امر دی چې دا تګلاره باید عامه نه شي».

د پاکستان د دغه تګلارې له امله ډېری افغانان زیانمن شوي په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې یاد هېواد ته پناه وروړې او له امریکايي ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې دي.

د پروسې د ځنډ له امله د افغانانو اندېښنه

د دغو افغانانو له ډلې څخه یو هم ۳۸ کلن کس دی، چې د افغانستان په ملي دفاع وزرات کې یې له امریکایانو سره څنګ په څنګ همکاري لرله.

هغه وایي: «زه د ۲۰۲۲ کال له پیله له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلم؛ ځکه امریکا ته د تګ لپاره مې غوښتنلیک ورکړی و».

دی زیاتوي: «ما فکر کاوه دا پروسه به ژر تر ژره بشپړه شي؛ ځکه زه د امریکا د حکومت له‌خوا دې پروګرام ته معرفي شوی وم؛ خو اوس درې کاله وشول، پیسې مې خلاصې شوې، نه کار کولی شم، نه خپل راتلونکي ته فکر کولی شم. زه له خپلوانو او دوستانو پور اخلم، چې ژوند پرې وکړم».

بل افغان چې له خپلې مېرمنې سره په پاکستان کې امریکا ته د بیا مېشتېدو لپاره انتظار باسي وایي: «زموږ لور په امریکا کې ده او هلته د افغانانو د بیا مېشتېدو له پروسې سره مرسته کوي؛ خو زموږ کاغذونه لا بند پاتې دي. موږ د پاکستان ویزه نه لرو، هره ورځ د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ګواښ سره مخ یو».

له اسلام اباده د افغانانو اېستل

پاکستاني چارواکو ویلي، چې افغانان باید تر مارچ میاشتې پورې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ واېستل شي.

دا لا روښانه نه ده، چې دوی به د پاکستان نورو ښارونو ته د کډه کېدو اجازه ولري یا به بېرته افغانستان ته وشړل شي.

تېر کال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ، چې هیڅ افغان به د حکومت له اجازې پرته اسلام‌ اباد کې پرېنږدي.

امریکا هم د پاکستان له حکومته غوښتي، چې هغه ۲۴ زره افغانان چې اسناد یې د امریکا د بیا مېشتېدو پروسه کې دي باید له خپل هېواده ونه باسي. 

د امریکا نوی قوانین اوس ډېر افغانان اړ باسي، چې یا خو په پاکستان کې ناقانونه ژوند وکړي اوی یا بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو بېرته تګ یې د طالبانو له لوري ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کولای شي.

یو پخوانی افغان څارنوال چې د امریکا تر ملاتړ لاندې په یوې عدلي اداره کې یې کار کاوه وایي: «زما د بیا مېشتېدو غوښتنه د امریکا له‌خوا رد شوې ده او اوس بله لاره نه لرم. که زه وغواړم پرېکړې ته اعتراض وکړم، باید وکیل ولرم؛ خو زه دومره پیسې نه لرم». 

دی زیاتوي: «کله چې زما غوښتنلیک رد شو، زه او زما کورنۍ شل دقیقې غلي ناست وو او هېڅ مو باور نه کېده».

تېره میاشت، دی له خپلې مېرمنې او اولادونو سره په اسلام‌ اباد کې نیول شوی و او د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي. اوس دغه کورنۍ په افغانستان کې په پټه ژوند کوي. 

په همدې حال کې هغه پخوانی دفاعي کارکوونکی چې درې کاله کېږي پاکستان کې بند پاتې دی وایي: «زما ماشومان ښوونځي ته نه شي تلای، زما دوه خویندې دلته له زده‌کړو بې برخې دي، اوس له لکه زندانیانې کور کې ناستې دي؛ ځکه دلته دولتي ښوونځیو کې د زده‌کړو اجازه نه لري او د شخصي هغو مالي توان نه لرم».

دی زیاتوي: «ما امریکایانو سره کار کړی، د هغوی په نظام کې لوی شوی یم، زه احساس کوم لکه یو امریکایی، که هلته ولاړ نشم هم فکر مې امریکایي دی».

دا افغانان لا له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې سبا به څه کېږي، پاکستان به یې وباسي، امریکا به یې ومني یا به بېرته افغانستان ته ستانه شي او دغه ډول نورې ګڼې پوښتنې یې د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د دوی بېرته تګ هم له ګواښونو او کړاوونو خالي نه دی.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر چټک کړ

۱۷ کب ۱۴۰۳ - ۷ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۸ GMT+۰

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ځپونکي سیاست په دوام، د دغه هېواد پولیسو په اسلام‌اباد او راولپېنډۍ ښارونو کې یو شمېر افغان کډوال نیولي او د «حاجي کمپ» په نوم د کډوالو پنډغالي ته یې لېږدولي دي.

افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د سرچینو له خوا په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې پاکستاني پولیسو د سپین‌ږیرو په ګډون د «پي‌اوار» کارټونو درلودونکي یو شمېر افغان کډوال نیول او بندیان کړي دي.

افغان کډوال چې له تېرو څو مودو راهیسې د پاکستاني پولیسو له ځورونې څخه په امان کې نه دي، له مسوولو ادارو د مرستو غوښتنه کوي چې غږ یې واوري.

دا نیول داسې مهال کېږي چې څه موده مخکې په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت په یوه بیان کې ویلي و چې د دوی له اطلاع پرته د پاکستان حکومت غواړي له اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغان کډوال وباسي.

د طالبانو سفارت زیاته کړې وه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو منلې څو له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د اېستلو پلان قطعي او حتمي دی.

دا چاره وروسته له هغې ګړندۍ کېږي چې تازه د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسنادلرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواد څخه ووځي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ د اسنادلرونکو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه هم کړې او په وینا یې، دوی ته د اېستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی څو له پاکستان څخه ووځي.

په اعلامیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیانو او افغان اسناد لرونکو وګړو ته سپارښتنه کیږي، چې د دې میاشتې د ۳۱ نېټې څخه مخکې په خپله خوښه له هېواد څخه ووځي؛ له هغه وروسته اېستل به د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شي.»

له پاکستان څخه د کډوالو اېستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه.

پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.

له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.

د همدې کب مياشتي په لړمړیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي، چې ټول افغان کډوال وباسي.