• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانانو پر سفري بندیز د مک کال نیوکه: افغانان ترهګر نه، بلکې زموږ متحدین دي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۰

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته یې سفرونه ځنډول شوي، ترهګر نه دي، بلکې هغه کسان دي چې له ترهګرو سره جنګېدلي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې یې د دغه هېواد له ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د متحده ایالاتو د ولسمشر له‌خوا دغه هېواد ته د سفر بندیز، هغه افغانان چې امريکا ته د تللو په تمه ناست دي، له يوه نامعلوم وضعيت سره مخامخ کړي دي. ددغه بندیز په اړه دا اندېښنې هم شته چې ممکن هغه افغانان چې د امریکا ویزې یې ترلاسه کړي هم اغیزمن کړي.

د سي بي ایس په راپور کې راغلي چې په زرګونه افغانان چې د متحده ایالاتو له اردو سره یې مرسته کړې د امریکا خاورې ته د رسیدو مخه یې نیول شوې.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي، هغه افغانان چې امریکا ته سفرونه یې ځنډول شوي ترهګر نه دي، بلکې هغه کسان دي چې له ترهګرو سره جنګېدلي او د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې یې زموږ له ځواکونو سره همکاري کړې.

مایکل مک کال همدا ډول پر اېکس کاږلي: «زموږ افغان متحدینو دوه لسیزې زموږ د پوځ تر څنګ د ترهګرو سره جګړه وکړه، ما د مارګ برینان (ایس بي سي خبریاله) سره د هغو نارینه وو او ښځو سره د متحده ایالاتو د ژمنې د ساتلو په اړه خبرې وکړې چې زموږ سرتېرو سره یې مرسته کړې ده.»

مک کال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سر سخته مخالف دی، نوموړي تر دې څه وخت وړاندې ویلي وو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا د نسلونو لپاره د دغه هېواد په بهرنۍ پالیسۍ کې داغ پاتې شي.

ښاغلي مک کال د بایډن پر ادارې هم نیوکه کړې وه او ویلي وو: «سره له دې چې د ولسمشر له ژمنې سره سره چې ټول به وباسي، موږ اوس پوهیږو چې تر ۱۰۰۰ زیات امریکایان او نږدې ۲۰۰ زره افغان ملګري شاته پاتې دي.»

د افغانانو د تخلیې یوه سازمان ( افغان ایواک) څو ورځې وړاندې له هغو افغانانو چې د امریکا ویزه لرونکی پاسپورټ یا سفري اسناد لري، د عاجل سفر کولو غوښتنه کړې ده. دوي وايي، معلومات یې تر لاسه کړي چې ښايي په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته د افغانانو پر سفر بندیز ولګیږي.

اوس مهال زرګونه افغانان چې په امریکایي پروژو او یا امریکایانو سره یې مستقیم کار کړی د ولسمشر ټرمپ له لورې د امریکا د کډوالۍ پروګرام د ځنډولو له امله له نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

هندۍ ورځپاڼه: د تورخم دروازې جرګه د پاکستان د بې‌پروايۍ له امله لغوه شوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۰

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د خپلو رسمي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو او سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو په موخه جوړه شوې غونډه د افغان پلاوي له‌خوا د غونډې تر پرېښودو وروسته ناکامه شوې ده.

دغې ورځپاڼې ویلي چې افغان پلاوي د خبرواترو په تړاو پاکستانی لوری پر بې‌پروايۍ او جديت نه‌لرلو تورن کړی دی.

سرچینو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې د پاکستان له اړخه په جرګه کې د ګډونوالو د شمېر زیاتېدو له امله دا غونډه د افغانستان له‌خوا لغوه شوې ده.

د تورخم په پوله کې د کب په ۱۲مه د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې شوې وې او پاکستان پر طالبانو تور لګولی و چې دوی د غېرقانوني سرحدي تاسیستاتو پر جوړونې لاس پور کړی، خو طالبانو بیا دا تورونه رد کړي دي.

د سرحدي نښتې له پای ته رسېدو وروسته، د پاکستان حکومت او طالبانو هوکړه کړې چې د پولې دواړو غاړو ته به د تورخم دروازې د ستونزې حل او بیا پرانیستلو لپاره یوه جرګه جوړه کړي.

د پاکستاني پلاوي مشر او د سوداګرۍ خونو د فدراسیون سلاکار سېدجواد حسین کاظمي د افغان پلاوي اندیښنې منلي او اعتراف یې کړی چې د پاکستاني پلاوي د غړو د شمېر زیاتوالي په تړاو یې افغان لوري ته خبر نه و ورکړی.

هغه څرګنده کړې چې پاکستان په پېل کې د ۱۷ کسانو نوملړ سپارلی و، خو یو بل نوملړ چې له ۵۰ څخه ډېر نور نومونه په کې وو، په ناڅاپي ډول افغان پلاوي ته استول شوی دی.

بل خوا افغان پلاوي ویلي چې په دې جرګه کې د پاکستان په استازيتوب د ډېرو خلکو حضور اړین نه دی.

کاظمي وايي چې د تورخم په پوله کې روانې ناندرۍ یوه مهمه مسیله ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ، اقتصادي ثبات او ډېپلوماټیکو اړیکو اغېز لري.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې خبرې‌اترې د دې ستونزې یوازینۍ حل لاره ده او ډاډ یې ورکړی چې د مېز خبرواترو ته د افغان پلاوي د راوستلو لپاره به هڅې روانې وي.

د جیونیوز د راپور پر بنسټ، کاظمي ویلي چې پاکستاني چارواکي له طالب چارواکو سره په اړیکه کې وو، خو افغان پلاوی کابل ته رسېدلی او تورخم ته د هغوی بېرته راستنېدل به ستونزمن وي.

د یادونې ده چې د تورخم دروازه له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې بنده ده او سوداګرو ته یې د مالي زیانونو ترڅنګ د پولې دواړو غاړو کې زرګونه مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبانو په کندهار کې د ملا یعقوب په مشرۍ او د سراج‌‌الدین حقاني په نه شتون کې غونډه وکړه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۰
•
خبرخونه

د طالبانو د کندهار ولایت رسنیز دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د دغې ډلې د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ امنیتي او تصفیوي کمېسیون د هېواد د امنیتي وضعیت‌ د ښه‌والي په موخه غونډه کړې ده.

دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۲مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د نوم له یادونې پرته لیکلي چې په دغه غونډه کې د نوموړې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمدابراهیم صدر، د کندهار لپاره د یادې ډلې وزیر ملا محمدشیرین اخوند، د هبت‌الله د دفتر استازي او یو شمېر نورو طالب لوړپوړو چارواکو ګډون کړی دی.

د طالبانو د کندهار رسنیز دفتر د بیان پر بنسټ، دا غونډه د تصفیوي چارو د لا ښه تنظیم، د امنیتي چارو د سمون او پرمختګ، د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوي، د جرمونو پر وړاندي د مبارزې او همداراز د پولو د ښې ساتنې په موخه ترسره شوې ده.

‏د بیان له مخې، د هبت‌الله د دفتر استازی ملا نذیراحمد، د کندهار ولایت مرستیال ملامحمدصادق انقلابي، د کندهار امنیه قوماندان عبدالاحد طالب، د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمدشاه دین‌دوست، د کندهار د استخباراتو مشر ملامحمدنبي کرامت، د کندهار زون د پوځي محکمې مشرملا ګل محمد صیاد، د کندهار د علماوو شورا مرستیال اخترمحمد زعفراني او د کندهار د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت مشر عبدالقادر طه هغه کسان دي چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی دی.

د طالب امنیتي چارواکو ترمنځ دا غونډه د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په نشتوالي کې داسې مهال کېږي چې څه موده مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې نوموړی په دې وروستیو کې له هبت‌الله سره د اختلافاتو له وجې له هېواده وتلی او دا مهال په عربي اماراتو کې دی.

خو له دې ټولو سره-سره د طالبانو ویاند ذبیح‌لله مجاهد څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له بهرني سفر څخه هېواد ته راستون شوی او دمګړۍ اسراحت کوي.

باورونه دا دي چې که سراج الدین حقاني وزارت ته بېرته ونه ګرځي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ښايي خپل نږدې کس او د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو مرستیال ملا ابراهيم صدر د نوموړي ځایناستی وټاکي.

طالبان: له عمان سره د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې کاري ټیمونه جوړوو

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان د شاهي حکومت د سوداګرۍ وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په کتنه کې هوکړه کړې چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ د رامنځته کېدو لپاره کاري ټیمونه جوړ کړي، څو تخنیکي خبرې پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر اېکس کاږلي چې امیر خان متقي قیس بن محمد الیوسف سره په پلازمېنه مسقط کې وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې شوي.

‏تکل پر اېکس کاږلي: «په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګریزو پلاوو او خصوصي سکټورنو ترمنځ پر تبادلې هوکړه وکړه.»

هغه زیاته کړه: «دواړو لوریو د افغانستان او عمان تر منځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې او د خوړو مصونیت سربېره پر سوداګریزي راکړه ورکړې او ټرانسپورټ هم د نظر تبادله وکړه او هوکړه وشوه چې گډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.»

تر دې وړاندې امیر خان متقي د عمان په پلازمېنه مسقط کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په لیدنه کې په دوه اړخیزه اړیکو ټینګار کړی وو او ویلي یې وو، چې په افغاانستان کې د عماني سوداګرو لپاره د پانګونې ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال کابل ته په خپل سفر کې د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیرانو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په کتنه کې د کانونو او د نړۍوالو لابراتوارونو د جوړېدو په برخه کې د دغه هېواد د سوداګرو د لېوالتیا په تړاو خبرې کړې دي.

‏یاده دې وي، چې د عمان شاهي دولت که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د رسمیت نه پېژندو سربېره یې په ۱۴۰۳ کال د وږي په ۲۷ مه د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپاره.

یوشمېر دولتي کارکوونکي وايي چې طالبانو د دوی د وروستیو دوو میاشتو معاش نه دی ورکړی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۰

یوشمېر دولتي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مالیې وزارت د دوی د وروستیو دوو میاشتو معاش نه دی ورکړی. دوی وايي چې طالبانو د دولتي کارکوونکو د معاش دورکړې لپاره کوم مشخص وخت نه دی ټاکلی.

په دې وروستیو کې یوشمېر دولتي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته د پیغامونو په استولو سره له دې شکایت کړی چې طالبان یې معاش نه ورکوي. دغه کارکوونکي وايي چې د دوی ژوند معاش پورې تړلی او د معاش دوه میاشتني ځنډ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

یوه دولتي کارکوونکي په پیغام کې لیکلي چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی ترلاسه کړی چې ژوند یې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هغه ویلي چې اوس‌مهال د کور کرایه، د برق بل او د ورځنیو اړتیاوو لګښت نه شي برابرولی.

بل‌خوا، د یوې دولتي ادارې یوې ښځینه کارکوونکې افغانستان انټرنشنل ته په غږیز پیغام کې ویلي چې له دوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی. نوموړې زیاتوي چې د روژې میاشت د راتګ او د نوي کال د نږدې کېدو له امله لګښتونه زیات شوي، خو د دې لګښتونو د برابرولو لپاره هېڅ عاید نه لري.

که څه هم طالبان د دولتي ادارو ډېری ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړي او یوازې د میاشتې۵۰۰۰ افغانۍ معاش ورکوي، خو لا هم یوشمېر ښځې ښځینه ښوونځیو کې د ښوونکو، روغتیايي متخصصینو او ځینو اړینو برخو کې کار کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري د معاش نه ورکولو له امله شکایت کوي. کندهار کې د طالبانو د معارف ریاست یوې سرچینې د کب په ۱۴مه ویلي و چې د ۶۰۰۰ څخه د زیاتو ښوونکو معاش نږدې درې میاشتې نه دی ورکړل شوی. په کندهار کې ښوونکو ویلي چې طالبانو د معاش د ورکړې د بیا بیا ژمنو سربېره، تر اوسه یې معاش نه دی اجرا کړی.

یوشمېر دولتي کارکوونکو د دلوې په میاشت کې، له هغه وروسته چې د امریکا له لوري بهرنۍ مرستې وځنډول شوې ویلي وو، چې طالبانو دوی ته ویلي و چې معاشونه یې د درېیو میاشتو لپاره وځنډیدل.خو د طالبانو ویاند هغه مهال ویلي و چې د دولتي کارکوونکو پاتې معاش به په تدریجي ډول او په نوبت ترسره کېږي.

حنیف اتمر: د طالبانو لویه جرګه کې باید ښځو او سیاسي بنسټونو ته هم اجازه ورکړل شي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۰
•
خبرخونه

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي چې طالبان باید په لویه جرګه کې د نارینه و ترڅنګ ښځو، سیاسي او مدني بنسټونو ته هم د ګډون اجازه ورکړي. اتمر ویلي، چې خلک باید په خپله خوښه وروستی اساسي قانون پلی او یا نوی تصویب کړي.

حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه لیکلي، چې د لويې جرګې په جوړېدو سره طالبان د ملي او نړيوال مشروعیت ترلاسه کولو هڅه کوي.

اتمر وایي، د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د طالبانو نظام ملي او نړیوال مشروعیت نه لري او خپلمنځي جنجالونو یې د مشر مشروعیت هم ننګولی دی. نوموړي د لويې جرګې جوړول د هېواد سیاسي دود ته درناوی بللی.

د اتمر په خبره، طالبان باید د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانانو حقونو او ازاديو ته درناوی وکړي او د هېواد ساتنې لپاره رښتیني اقدامات تر سره کړي.

اتمر وايي، په جرګه کې باید ټولې خواوې ګدون ولري او موخه یې د نظام قانوني کول وي.

هغه لیکلي: «د هیواد سیاسي نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره لویه جرګه باید مشروع وي او د افغانستان د خلکو د رښتینو استازو په ګډون د نارینه وو، ښځو، سیاسي او مدني حرکتونو استازي پکې ګډون ولري. په تېرو سلو کلونو کې د لویې جرګې تر ټولو مهم ماموریت د نظام مشروعیت وي.»

محمد حنیف اتمر وايي، خلکو د مشر د مشروعيت لپاره د ازادو، عادلانه او ملي ټاکنو لاره غوره ده کړې او باید دا حق ور څخه وانخیستل شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې افغانستان انټرنشنل (د کب پر ۱۶مه) د سرچینو په حواله رپوټ ورکړ چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل حکومت او «امارتي نظام» د مشروعیت او له سرپرست حالته د راوتلو لپاره لویه جرګه راغواړي.