• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ وايي د اوکراین په اړه د پوتین څرګندونې ښې ژمنې دي خو بشپړې نه دي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه "ډېره هیله بښوونکې وینا" کړې ، مګر بشپړه نه ده.

د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې پوتین وویل چې هغه د ۳۰ ورځني اوربند ملاتړ کوي خو په دې اړه جدي پوښتنې لري چې غواړي له خپل امریکايي سیال سره خبرې پرې وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له مشر مارک روټه سره په لیدنه کې د پوتین د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "هغه ډېره هیله بښوونکې وینا وکړه، خو بشپړه نه وه. زه غواړم له هغه سره ووینم یا ورسره خبرې وکړم. خو موږ باید دا (اوربند) په چټکۍ سره تر سره کړو . "

د ټرمپ ځانګړی استازي سټیو ویټکوف چې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین په اړه خبرو اترو لپاره مسکو ته تللی ویلي، که روسیه د سولې پلان رد کړي دا به "د نړۍ لپاره یوه ډېره مایوسه شېبه" وي.

ټرمپ له هر ډول اوربند وروسته د اوږدې مودې سولې د خبرو اترو په اړه هم وغږېد چې د اوکراین کومه سیمه باید روسیې ته ورکړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبېرورۍ په میاشت کې پر اوکراین په بشپړه توګه یرغل پېل کړ.

تازه اوکراین پدې اونۍ کې د سعودي عربستان په خبرو کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د متحده ایالاتو وړاندیز سره موافقه وکړه.

د اوکراین ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین اوربند نه غواړي.

تر دې مخکې، پوتین ویلي و، چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند موافقه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا توافق باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي. پوتین وویل: «موږ د اوربند وړاندیز منو، خو دا اوربند باید دایمي سولې ته لار هواره کړي.»

پوتین تر دې وړاندې څو ځله د موقتي اوربند وړاندیزونه رد کړي، هغه وایي تر څو چې ورته تضمین نه وي ورکړل شوی، چې اوکراین به ناټو ته نه ننوځي او روسیه به د اوکراین نیول شوي سیمې بېرته ونه سپاري، اوربند ته به غاړه کېنږدي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د متحده‌ایالاتو د خزانې وزارت د ایران د نفتو پر وزیر بندیز ولګاوه

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۶ GMT+۰

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، د پزشکیان حکومت د نفتو پر وزیر محسن پاک‌نژاد چې د ایران اسلامي جمهوریت د سپاه‌پاسداران په ګډون د وسله‌والو ډلو د نفتي سرچینو پر میلیاردونو ډالرو د څارنې مسوولیت لري، بندیز لګولی دی.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۴مه) په خپل بیان کې ویلي، نوي بندیزونه کولای شي چین ته د ایران د نفتي توکو صادرات چې دغه هېواد پرې ډېره تکیه کوي، صفر ته ورسوي او زیاتوي چې دغه اقدام د متحده‌ایالاتو د یوې ژمنې په توګه عملي شوی دی.

د متحده‌ایالاتو د خزانې وزارت د بیان پر بنسټ، محسن پاک‌نژاد د ایران د نفتي صنعت پورې اړوند ټولو چارو مسوول کس بلل کېږي او په وینا یې، د ایران حکومت له دغه درکه هرکال لسګونه میلیارد ډالر عاید ترلاسه کوي.

په بیان کې راغلي چې د پاک‌نژاد په مشرۍ، د ایران د نفتو وزارت د سپاه‌پاسداران ځواک په ګډون یو شمېر نورو وسله‌والو ډلو ته په میلیاردونو ډالر تېل ځانګړي کړي دي.

همداراز، یاد وزارت د چین او هند اړوند پر یو شمېر سوداګریزو شرکتونو چې بېړۍ یې له ایران څخه چین ته نفتي توکي لېږدوي، بندیز لګولی دی.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، د اسلامي جمهوریت لپاره د نفتو عوایدو ارزښت ته په اشارې وویل: «د ایران حکومت د خپلو محدودو او ستونزمنو ګټو د خوندي‌کېدو لپاره د نفتو له پراخو عوایدو څخه د ایران خلکو ته د زیان رسونې په بیه کار اخلي.»

د متحده‌ایالاتو خزانې وزارت د بیان له مخې، دا اقدام د ایران د تېلو او پټروشیمي سکټورونو د نښه‌کولو اجراییوي فرمان سره سم شوی او د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ په ۴مه د ولسمشرۍ دفتر د یادښت له خپریدو راپدېخوا د ایران د نفتو پر پلور د بندیزونو درېیم پړاو بلل کېږي.

پوتین: د خپلو غوښتونو پر بنست له اوکراین سره لنډمهاله اوربند ته چمتو یو

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چمتو دی له اوکراین سره د لنډمهاله اوربند موافقه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا توافق باید د روسیې د غوښتنو پر بنسټ وي. پوتین وویل: «موږ د اوربند وړاندیز منو، خو دا اوربند باید دایمي سولې ته لار هواره کړي.»

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې داسې سوله باید د شخړې «اصلي رېښې» حل کړي.

پوتین تر دې وړاندې څو ځله د موقتي اوربند وړاندیزونه رد کړي، تر څو چې ورته تضمین نه وي ورکړل شوی، چې اوکراین به ناټو ته نه ننوځي او روسیه به د اوکراین نیول شوي سیمې بېرته ونه سپاري.

روسي ځواکونو درې کاله جګړې راهیسې، د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر کنټرول لاندې لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې غواړي دا جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، هیله لري چې کریملین د امریکا د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني، هغه وړاندیز چې اوکراین یې هم ملاتړ کړی دی.

پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ له هڅو مننه وکړه.

نوموړي وویل، ښایي د سولې د موافقې په اړه له ټرمپ سره خبرې وکړي. پوتین وویل: «موږ له سوله‌ییزو لارو د دې شخړې د پای ته رسولو نظر ته درناوی لرو.»

هغه زیاته کړه چې لا هم «جدي پوښتنې» موجودې دي، لکه د اوربند د تطبیق څرنګوالی او دا چې څوک به پرې نظارت کوي.

ورته مهال د ټرمپ ځانګړی استازی ستیو ویتکاف د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ورسېد، ترڅو د دې موضوع په اړه خبرې وکړي. روسیې چارواکو هم ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار، مایک والتز، د چهارشنبې په ورځ د اوربند د وړاندیز جزییات وړاندې کړل او روسیه د خبرو لپاره چمتو ده.

د واین او شامپاین اقتصادي جګړه؛ ټرمپ وايي چې د اروپا پر ټولو شرابو ۲۰۰ سلنه تعرفې لګوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اروپايي اتحادیه پر امریکايي واین وضع شوې تعرفه بېرته وانخلي، نو واشنګټن به د اروپا له ټولو شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه ګمرکي مالیه واخلي.

د ټرمپ دا خبرداری داسې مهال دی، چې اروپايي کمېسیون اعلان کړی له اپرېل میاشتې څخه به پر۲۶ میلیارده یورو (۲۸میلیارده ډالره) ارزښت لرونکو امریکايي محصولاتو د ګمرکي تعرفو پلي کول پیل کړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټروت رسنۍ کې لیکلي، «اروپايي اتحادیې، چې په نړۍ کې یوه تر ټولو ظالمانه او استثماري مالیاتي ادارو ده، د امریکا پر واین ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده. که دا تعرفه ژر تر ژره لرې نه شي، نو موږ به پر ټولو اروپايي شرابو، شامپاین او نورو الکولي محصولاتو ۲۰۰ سلنه مالیه وضع کړو».

د یورو سټاټ له مخې، تېر کال امریکا ته د اروپايي اتحادیې د شرابو صادرات ۴.۹ میلیارده یورو وو، چې د اتحادیې د ټولو شرابو د صادراتو ۲۹ سلنه برخه جوړوي. له دې صادراتو نږدې نیمايي د فرانسې او ۴۰ سلنه د ایټالیا وو.

د اروپايي کمېسیون یوه ویاند ویلي چې اتحادیه لا هم مذاکراتو ته چمتو ده او غواړي د ګمرکي تعرفو شخړه له اقتصادي زیان پرته حل کړي.

د ټرمپ د تعرفو د سیاستونو له امله د پانګوالو، مصرفوونکو او سوداګریزو شرکتونو اندېښنې زیاتې شوې، چې دا چاره ممکن اقتصادي بې‌ثباتي رامنځته کړي.

د ټرمپ د ګمرکي مالیو تهدید د امریکا او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګریزو شخړو نوی فصل پرانیزي.

د خیبر پښتونخوا په جنډوله کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د ټانک ولسوالۍ په جنډوله سیمه کې د سرحدي ملیشه ( ایف سي) ځواکونو پر مرکز موټربم ځانمرګی برید شوی.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه ځانمرګی برید د جنوبي وزیرستان او ټانک ولسوالۍ په اتصالي نقطه جنډوله کې د پاکستان د ملیشه ځواکونو پر یوه مرکز شوی.

بریدګرو لومړی د امنیتي ځواکونو پر مرکز د موټربم برید کړی او وروسته یې لاس په لاس جګړه کړې ده.

د پاکستان د پوځ اړوند اکاونټونو د پېښې ویډیو خپره کړې، چې پر لاره او سړک د جنګیالیو مړي پکې لیدل کیږي.

اړوندې سرچینې وايي، چې بریدګر مرکز ته له ننوتلو وړاندې ټول وژل شوي دي.

دغه برید په ځايي وخت دوه بجې شوی دی.

تر اوسه پاکستاني چارواکو ددغه برید د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

پوتین له اوکراین سره تر اوربند وړاندې د روسیې پوځي برلاسی ټینګوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ. دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو اترو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیز له ملاتړه برخمن کیېف ښايي جګړه وبایلي.

ټرمپ، چې ځانګړی استازی یې سټیو وټکوف په پام کې لري په مسکو کې له پوتین سره وګوري، په سپینه ماڼۍ کې وویل چې هیله لري کریملین د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني. اوکراین ددغه اوربند ملاتړ کړی دی.

د ټرمپ له څرګندونو څو ساعته وروسته کریملین یوه ویډیو خپره کړه چې پوتین پکې په برګ پوځي یونیفورم کې د روسیې لویدیز کورسک سیمې ته سفر کوي، چېرې چې روسي ځواکونو د چټک برید په ترڅ کې پرمختګ کړی دی.

پوتین وویل: « زموږ دنده په نږدې راتلونکي کې، په لنډ ممکن وخت کې، دا ده چې په کورسک سیمه کې میشت دښمن پرېکنده مات کړو». هغه زیاته کړه: « او البته، موږ اړتیا لرو چې د دولتي پولو په اوږدو کې د امنیتي زون رامنځته کولو په اړه فکر وکړو».

د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې له یرغل راهیسې سلګونه زره کسان وژل شوي او ټپیان شوي، میلیونونه خلک بې ځایه شوي، ښارونه ویجاړ شوي او د مسکو او لویدیز ترمنځ تر ټولو لویه شخړه رامنځته شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې اوکرایني ځواکونو پر کورسک سیمې برید وکړ، چې دا له۱۹۴۱ کال راهیسې پر روسیې تر ټولو ستر برید ګڼل کیږي.

اوسمهال اوکرایني ځواکونه په کورسک کې له ۲۰۰ مربع کیلومترو کمه سیمه کنټرولوي، چې د تیر اوړي په پرتله خورا کمه شوې ده.

پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره خبرې وکړي او د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې ښايي د اوربند وړاندیز په اړه څرګندونې وکړي.

متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین سره د وسلواو استخباراتي معلوماتو شریکولو همکاري بېرته پیل کړې.

د روسیې لوړپوړو سرچینو رویټرز ته ویلي چې پوتین به له هر ډول اوربند څخه مخکې ډاډ ترلاسه کړي.

د جون په میاشت کې پوتین د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړل چې اوکراین باید په رسمي ډول د ناټو غړیتوب پرېږدي او خپل ځواکونه له هغو څلورو سیمو وباسي چې روسیې خپلې کړې دي.